که مو ویښته توېیږي؛ مایوسه کیږئ مه!

ویښته همیشه د ښایست یوه لازمي حصه ده او هغه خلک چې په ځوانۍ کې له ویښتانو محرومیږي، تل د ویښتانو بیرته کرلو لپاره هلې ځلې کوي او مختلفې طریقې تجربه کوي.

خو اوس مه نا امیده کیږئ؛ ځکه ساینسپوهانو نوی او اسانه فارموله ایجاد کړې چې په مرسته يي له منځه تللي ویښتان بیرته شنه کیږي.

د کولمبیا پوهنتون (Columbia University) د یوې نوې څیړنې په اساس د گنجي کیدو اصلي لامل د ایلوپیسیا ایریاټا (Alopecia Areata) ناروغي ده چې د ویښتانو زر توېیدو سبب گرځي او درملنه یي هم ډیره سخته ده؛ خو دغه نوې پنځول شوې دوا یوازې په پنځو میاشتو کې ویښتان بیرته شنه کوي او ستاسو د مخ مایوسي یو ځل بیا د اعتماد په خوښۍ بدلوي.

ساینسپوهان وایي جالبه دا ده چې د ويښتانو درملنې لپاره هم هغه فارموله استعمال شوې کوم چې بون مېرو (Bone Marrow) درملنې لپاره استعمال شوی و.

دغه دوا په پیل کې پر موږکانو له کامیابې تجربې وروسته په ۳ انسانانو هم تجربه شوه. د درې واړه کسانو ويښتان له منځه تلی وو. نوې جوړه شوې دوا روکسولیټي نب (Ruxolitinib) د پنځه میاشتو استعمال سره د درې واړو کسانو ویښتان يو ځل بیا په شنه کیدو شوه.

د دې څیړنې مهم ساینسپوه رافیل کلاینس په وینا دغه دوا اوسه پورې صرف د تجربې په ډول استعمالیږي او که دوامداره مثبته نتیجه ورکړي نو دغه دوا به د خلکو په ژوند ډیر ښه اثر ولري.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب