که ورۍ مو وینه کوي، لاندې کورنۍ نسخې عملي کړئ!

د وریو څخه د وینې تللو ډير لاملونه شته دي، لکه حمل، د وینې کمی، سكروي SCURVY (يو ډول د وريو د پړسيدو او وينې كېدو ناروغتيا چې غاښونه كمزوري كوي او لويږي او د ويټامين سي د نشتوالي له امله پيدا كيږي)، خو تر ټولو عام یې د خولې د پاکوالي خیال نه ساتل دي.

د خولې مناسبه صفايي نه کول د وریو د سوزش ویره پیدا کوي او که مناسب علاج یې ونشي، نو ستونزه له بدو بدتره کیږي او په داسې صورت کې باید د غاښونو ډاکتر ته حتما مراجعه وشي.
پر دې سربېره ځينې کورنۍ نسخې شته دی چې په بېړني حالاتو کې ډیر کار ورکوي او د وریو څخه د وینې تلو په عام قضیو کې یې استعمالولای شئ خو که ستونزه جدي وه، حتما ډاکتر ته ورشئ.
ګرمو مالګینو اوبو باندې غرغړه

د وریو څخه د وینې د راتګ په صورت کې تر ټولو اسانه او ارازنه کورنۍ نسخه د ګرمو مالګینو (هغه اوبه چې مالګې باندې تروشې شوې وي) اوبو باندې غرغړه کول دي. دې سره باکتریاوې ختمیږي او هم ورۍ تر یوه بریده قوي کوي.
دې لپاره باید تاسو یو ګیلاس تړمې اوبه د چای د یوې کاشوغې سره ګډې کړې او بیا يې غرغړه کړئ. دا کار باید د ورځې درې ځل وکړئ.

سوډا باندې برش

یوه بله اسانه طریقه داده چې د پخلي په سوډا باندې غاښونه برس کړئ. سوډا د وړو جراثیمو د ختمولو لپاره ښه اغېزمن کار ورکوي. د سوډا لپاره باید نرم برس استعمال شي او هم باید غاښونو په نرمۍ سره برس شي.

«ټي ټري» تیل

د جراثیمو د له منځه وړلو لپاره «ټي ټري» تیل د وریو د وینې په مخنیوي کې هم مهم رول لوبوي. د دې استعمالولو لپاره د تېلو څو څاڅکي یو ګیلاس تړمو اوبو کې ګډ کړئ او بیا یې غرغړه کړئ. پر دې سربېره تاسو کولای شئ چې د تيلو څو څاڅکي د غاښونو په برس واچوئ او غاښونو باندې یې ووهئ.

د زیتونو تیل

زیتون هم د وریو څخه د وینې په درولو کې اغېزمن رول ادا کوي. په زیتونو کې موجود اجزاء د خولې دننه باکتریاوې ختموي. تاسو محض د چای یوه کاشوغه زیتون تیل په خپل خوله کې واچوئ، څو ثانيې یې خوله کې تاو راتاو کړئ او بیا یې تل کړئ.

لونګ

که مو کور کې لونګ موجود وي نو د وریو څخه د وینې تلو مخنیوي لپاره تر ټولو مهمه او د کار وړ نسخه درسره لنډه شته دی. محض دومره وکړئ چې وچ لونګ خوله کې واچوئ، بیا یې وژویئ، څو دقیقو لپاره یې همداسې خوله کې پریږدئ، مثبتې پایلې به یې ژر وګورئ.

د پودینې تیل

د پودینې تیل یو څاڅکی د غاښونو په نرم برس باندې واچوئ او بیا پرې غاښونو پاک کړئ. د دې تیلو بوي او خوند د ویلني په څېر وي چې د خولې د باکتریاو په ختمولو کې مهم رول لوبوي. همدا لامل دی چې د غاښونو په ډیرو کریمونو کې استعمالیږي.

قدرت الله عامر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب