که ښه روغتیا غواړئ، تل خاندئ

خندا د ژوند مالګه ده…
خندا د خوښیو ښودلو اوخوشحالیو څخه د خوند اخیستلو په وخت ابرازېږي او یو ډول وړتیا ده چې په موجوداتو کې یې یواځې انسان لري. انسان د خندا او موسکا له وړتیا سره نړۍ ته راځي او انسان پرته له کومې زده کړې کولای شي د ژوند له پیل څخه وخاندي.

د ارواپوهنې له نظره خندا هغه کړنه ده چې د حیرانتیاؤ له منځه وړلو او خالي کولو لپاره استعمالېږي نو له همدې کبله د خندېدلو څخه وروسته انسان ته د آرامتیا یو ښه حس پیدا کېږي.

علمي څېړنو ښودلې ده چې افسرده ګي د انسان ایمني جوړښت ته زیان رسوي خو خندا برعکس وده ورکوي. په ځانګړې توګه خندا د هغه ډېر فکر کوونکو کسانو لپاره چې تل ناخوښ فکرونه کوي، ډېره ګټه لري ځکه د خندا په وخت کې فکر متوقف کېږي یعنې یا به خاندې او یا به فکر کوې، که چېرې په ریښتینې توګه وخاندئ نو فکر کول مو درېږي، که چېرې فکر کول دوام پیدا کړي او وخاندئ نو د زړه له تله مو ندي خندلي.

کله مو د هندارې پر وړاندې خندلي او خپلې څېرې ته مو پام کړی دی چې څومره بدلون پکې راځي…؟ همدا لامل دی چې خندا د مخ یا څېرې لپاره غوره سپورټ ګڼل کېږي. خندا نه یوازې د څېرې لپاره غوره سپورټ دی بلکې د ټول بدن لپاره یو ښه ورزش دی، هېڅ ورزش نه شي کولای لکه خندا چې د بدن ټولو غړي په خوځښت راولي.

یوه دقیقه خندا د څلوېښت ځله ژورې ساه اخیستلو سره برابره ده او همدارنګه که په ورځ کې ۱۵ دقیقې وخاندئ مانا دا چې تاسو سهار وختي د مناسب وخت لپاره منډه او سپورټ کړی.

your ads

مهمه دا چې په خوله خندا او موسکا درلودل د زړه خلاصه، روښانه، او خوش اخلاقه اجتماعي شخصیت نښه ده. خو د خندا دا قوانین “په خپلو کې سره وخاندئ، خو چا پسې مه خاندئ” چې چارلي چاپلېن وړاندې کړی، په نظر کې نیول ډېر اړین دي، ځکه خندا هغه وخت اغېزمنه تمامېږي چې د چا شخصیت ته زیان ونه رسېږي.

د خندا نورې ګټې:
۱ـ خندا څېره روښانه او ښکلې کوي
۲- خندا عمر زیاتوي
۳- خندا د سړي عمر کم ښیي
۴- خندا رګونه خلاص ساتي چې روغتیا ته ګټه لري
۵- خندا د ویني کاربن دای اکساید مینځي چې سړي ته یو ښه حس پیدا کېږي
۶- خندا یو ډول بې حرکته ورزش دی
۷- خندا چاغ خلک ډنګروي
۸- خندا د دې لامل کېږي چې خپلو غاښونو ته پاملرنه وکړو او په پاک ساتلو کې یې هڅه وکړو
۹- خندا د جسمي دردونو د زغملو وړتیا ډېروي
۱۰ـ خندا ستړیا له منځه وړي
۱۱- خندا د مینې زېږنده ده
۱۲- خندا د انسان لپاره ښه ډاکټر دی

ژباړه: محب الله عمري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب