که کبان نه خورئ ګلپی وخوره !

ګلپی او ددی کورنی نباتات چی د ژمی په موسم کی پیداکیږی د انسانانو روغتیا لپاره ډیره ګټوره سبزی ده چی په مشرقي کی د ګلپیانو د کښت له مخی ننګرهار او کنړ ولایتونه ډیر مشهور دی. علماو د ګلپی اصلی منشا د مدیترانی شمال شرقی سیمی په نښه کړی چی بیا له دغه ځایه د نړی نورو هیوادونو ته د دغه نبات کرکیله غځیدلی ده چی اوس مهال ګلپیانو څخه اکثره خلک په مختلف ډول استفاده کوی لکه د اچارو، سوپ په جوړلو او همدارنګه یو شمیر یی د کتغ په غرض پخوی.
ګلپی
ګلپی
د خامو ګلپیانو خوړل نسبت پاخه شوی ګلپیانوته ډیره ګټه لری اوسنیو څیړنو ثابته کړی ده چی ګلپی او ددی کورنی نباتات د انیدول3-کاربینول، سولفورافان او گلوکوزینولات مادو په درلودو سره د سینی سرطان او همدارنګه یو شمیر نور سرطانونه چی په ښځو کی پیداکیږی په مخنیوی کی ډیر موثر دی.
که څوک د زړه د ناروغي څخه رنځ وړی نو ګلپي Allicinماده لری او د زړه حملی کچه راټیټوی ګلپی اومګا ۳ چی عموماّ په کبانو کی دغه ماده ډیره موندل کیږی په ګلپیانو کی هم شتون لری چی په بدن کی د مرضونو د پیداکیدو مخنیوی کوی ګلپی ډیر وزن لرونکو کسانو لپاره د وزن په کمولو کی مرسته کوی نو ورته پکار ده چی د خوړو په ورځینی مهالویش کی دغه سبزی باید اضافه کړی همدارنګه اوسنی تجربو داهم ثابته کړی چی ګلپی د حافظی په قوی کولو کی هډوکو دجوړنو ددرد ، اود قبض ورکولوکی کی مرسته کوی ګلپی د بدن ورځینی اړتیا وړ ویټامینونه لکه د B کورنی ویټآمینونه او A ، Cویټامینونه او د ضرورت وړ کاربوهایدریت او منرالونه پوره کوي .
د ګلپیانو د طبعی ګټو تر څنګه هغه کسانو ته مضر دی چی د بډوډو تیږی ولری او هغی د شدت څخه رنځ وړی .ګلپی زیات خرابیدونکې یا فاسدیدونکې سبزي ده او د ډیر وخت لپاره نشۍ ساتل کیدي نو پکار چی په کور کی ګلپیان باید په یخچال او یا یخ ځای کی د ۳ څخه تر ۴ ورځو زیات ونه ساتل شی او پوخ شوی گلپی هم باید د یوی ورځی زیات ونه ساتل شی ګلپی باید د هغه سبزیجاتو او میوو سره يو ځای ونه ساتل شی لکه مڼې، کیلې، خټکې یا رومیان ځکه دوی د ایتایلین ګاز تولیدوي چی په پایله کی ګلپی خرابیږی د ګلپی اخستلو وخت کی باید پاملرنه وشی چی بی رنګه،ژیړ او تور شوی نه وی او د کوچنی ګلانو لرونکی ګلپی لرونکی نه اوسی.
امرالله کامه وال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب