کورنۍ بوختیاوې د ښځې عمر زیاتوي

د یوې تازه ترسره شوې څېړنې پایله ښېي چې کورنۍ بوختیاوې او کارونه د ښځې عمر کې زیاتوالی راولي خو د سړي عمر بیا نسبت ښځې ته د کورنیو کارونو پرځای د بڼوالۍ کارونو سره زیاتیږي.

د ډیلي میل ورځپاڼې لخوا خپاره شوي څیړنیز راپور کې راغلي چې د ښځې لپاره کورنۍ بوختیاوې لکه: پخلی، کالي مینځل، ځای جارو کول او ماشومانو سبنالولو په ګډون نور کارونه د ښې روغتیا او اوږده ژوند ضمانت کوونکي دي.

دا څېړنه چې د هالنډ په (روټردام) پوهنتون کې ترسره شوې څیړنکارانو دا ثابته کړې ده چې آن که یوه ۶۰ کلنه ښځه لږه کورنۍ بوختیا هم ولري ښاېي د نورو هغو ښځو په نسبت چې کورنۍ بوختیا هیڅ نه لري څو کلونه زیات او صحتمند ژوند کولای شي.

په دغه څېړنه کې چې له شاوخوا ۷۰۰۰ ښځو څخه د هغوی د ورځني ژوند او کورنۍ بوختیاوو په هکله پوښتل شوي دي څرګنده شوې ده، چې کورنۍ بوختیاوې د سړیو په نسبت ښځو ته ډیرې ګټورې دي،په داسې حال کې سړیو لپاره له کوره د باندې کار کول د هغوی په عمر کوم تأثیر نه شي لرلای.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب