کومو کارونو کې بې ځایه پیسې درڅخه پرې لګېږي؟

موږ او تاسو د ورځې په اوږدو کې ځينې کوچني لګښتونه لرو چې په کمه سترګه ورته ګورو، خو که د میاشتې په پای کې دغه کوچني لګښتونه سره جمع کړو، ډېرې پیسې کېږي. ځینې وخت موږ په داسې شیانو پیسې ورکوو چې په کار مو نه وي، یا په هوټل کې له خپلې اشتها او اړتیا څخه ډېر خواړه را غواړو. کله چې رسټورانټ ته ځو، د بېلا بېلو خوړو نومونه اورو، فرمایش یې ور کوو او د خوړو لپاره یې را غواړو. موږ د دې خوړو په را غوښتلو کې افراط کوو، دومره خواړه راوړو چې را څخه پاتې کېږي. موږ ډېری وخت په ورځني ژوند کې ډېر داسې کارونه تر سره کوو چې کوچني راته ښکاري، خو له مالي اړخه پایلې یې زموږ پر زیان وي. له پورتنیو مواردو پرته ډېر نور داسې شیان هم شته چې هېڅ مو ورته پام نه وي، ډېر وروسته مو بیا پام کېږي چې له خپلو پیسو سره مو څومره بې پروایي کړې ده. د دې لپاره چې د دغو کوچنيو مصارفو مخه ونیسی، دا لیکنه تر پایه ولولئ.

۱- د هغو خوراکي توکو له اخیستو ډډه وکړئ چې د پایښت وخت یې کم وي

په پلورنځیو کې له اړتیا پرته او د ډېرو خوراکي توکو اخیستل اصراف بلل کېږي، ځکه یو خو یې له لومړي سره د پایښت وخت کم وي او بل دا چې که ژر ورته اړتیا پیدا نه شي، پیسې مو پر اوبو لاهو کړې. د خوراکي توکو له اخیستو مخکې مو خپل غذایي پروګرام جوړ کړی او خوراکي توکي له خپل پروګرام سره سم وپېرئ. که تاسو د خپل غذایي پروګرام له مخې خوراکي توکي واخلئ، نو له اصراف څخه به مو ډډه کړې وي. د پېرلو پر مهال د غذایي موادو د پایښت نېټې ته پام وکړی او هغه توکي واخلی چې د پایښت کافي تاریخ ولري.

۲- د نرخونو نه پرتله کول او چنې نه وهل

ځینې مغازې د خپلو توکو بیې لوړوي تر څو د تخفیف په پلمه پېرودونکي راجلب کړي؛ ځکه ډېری وخت له تخفیف وروسته هم د ځینو توکو بیې له اصلي قېمت لوړې وي. له پېرلو مخکې د نرخونو پرتله کول له تاسو سره مرسته کوي تر څو له دې ډول تخفیفونو خبر شی. له دې سره په څنګ کې د انټرنېټ په نړۍ او د خپلې شاوخوا په مغازو کې د نرخونو بیې سره پرتله کول در سره مرسته کوي چې د توکو اصلي قېمت پیدا کړی او یا دا چې هغه توکي چې اوس ورته اړتیا نه لری، خپل اصلي فصل ته پرېږدی.

۳- د برنډ توکو اخیستل

په ډېری مواردو کې هغه توکي چې برنډ دي، له نورو عادي توکو سره چندان توپیر نه لري او ان کله کله ور سره یو شان وي. یوازې توپیر یې دا دی چې د عادي توکو بیې د برنډ توکو له نیمایي سره برابرې دي. هڅه وکړئ د ډېرو توکو په اخیستو کې، لکه د مینځلو توکي، غلې، حبوبات، مسالې، سبزۍ او نورو کې په برنډ پسې ونه ګرځی او خپلې پیسې مو بې ځایه ونه لګوی.

۴- په لږ کارېدونکو توکو پیسې ورکول

ځینې وخت په داسې شیانو باندې پیسې لګوو چې ورته اړتیا نه وي او یوازې یو یا دوه ځله یې کاروو يا په ورزشي کلپ کې نوم لیکنه کوو، خو په میاشت کې له دوو یا دریو ځلونو زیات نه ورځو. د دې لپاره چې دغه ډول بې ځایه لګښتونه را کم کړو، نو ښه ده چې د هر کار له کولو مخکې په اړه یې ښه فکر وکړو. که په رښتیا هم کلپ ته د تلو لېواله نه یاست، نو نوملیکنه مه پکې کوی او یا دا چې هغه څه مو چې جدي په کار نه دي او له یو یا دوه ځلو یې زیات نه کاروی، هېڅکله پرې پیسې مه ورکوئ.

your ads

۵- له عوایدو زیات مصارف

که مو مصارف له سپما زیات وي، نو په دې مانا ده چې له عوایدو هم زیات دي. له اعتباري کارت څخه کار اخیستل او یا له اړتیا پرته د شیانو پېرل د دې لامل کېږي چې له عوایدو زیات لګښت وکړی. د دې لپاره چې له دې درنو او بې ځایه لګښتونو څخه مو مخنیوی کړی وي، نو د ژوند تګلاره مو بدله کړئ.

۶- د کارونو ځنډول

ځینې وخت د کارونو ځنډول او پر وخت نه تر سره کول د دې لامل کېږي چې لوړه بیه پرې کړی. د بېلګې په توګه، که د الوتکې ټیکټ پر وخت واخلی او د مسافرۍ پر مهال مخکې له مخکې په هوټل کې کوټه ریزف کړی، سپما به مو کړې وي. ځینې وخت په وروستیو شېبو کې هم د تخفیف او د بیې د کمېدو وړاندیز درته کېدای شي، خو شمېر او تنوع یې بیا هغسې نه وي لکه په لومړي سر کې چې درته ګټه کوي. که د خپل سفر لپاره مخکې له مخکې پروګرام ولری، پر وخت د الوتکې ټيکټ واخلی او یا مخکې له مخکې په هوټل کې کوټه کرایه کړی، ګټه به مو کړې وي.

۷- تل د نویو شیانو اخیستل

نوی محصول خپل ځانګړی جذابیت لري چې په سختۍ یې سړی له څنګه تېرېدای شي. معمولاً نوي توکي ګران هم وي چې هر څوک یې د اخیستو وس نه لري. ډېری الکټرونیکي توکي ورځ تر بلې نوي کېږي. زاړه هغه یې هم زموږ اړتیا پوره کولی شي، نو د نویو موډلونو لپاره یې ډېره اړتیا نه لیدل کېږي. ډېری کسان بازار ته د نویو توکو په راتلو خپل زاړه وسایل بدلوي، په داسې حال کې چې زاړه یې له کاره نه وي لوېدلي او ورځنۍ ستونزې یې پرې حل کېږي. داسې هم نه ده چې ټول زاړه توکي له کاره لوېدلي وي. تاسو هم که د کور وسایلو ته اړتیا لری، لومړی داسې یوې مغازې ته ور شی چې دویم لاس توکي خرڅوي؛ ځکه کېدای شي په همدې دویم لاس توکو کې د خپلې خوښې ښه او د کار شی په ډېره کمه بیه تر لاسه کړی.

د دې لپاره چې خپل مصارف مو را کم کړي وي، له پېرلو مخکې د اخیستونکو توکو لېست برابر کړی. دویم ځلي یې له سره وګوری او دقت وکړی چې کوم څه ته لا هم ډېره اړتیا نه لری، له اخیستو یې تېر شی. په دې سره به مو خپلې پیسې سپما کړې وي او له بې ځایه لګښت څخه به مو یې مخینوی کړی وي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب