کوم ناروغۍ د سرو کرویاتو سره تړاو لري؟

د وینې سره کرویات څه شی دی؟  Erythrocytes:

سره کرویات په وینه کې دنورو حجرو په پرتله ډیره برخه تشکیلوي اوسوررنګ لري . دسروکرویاتوپه منځ کې یونامتومالیکول شتون لري چې د هېموګلوبین په نامه سره یادیږی . دهېموګلوبین پروتین دسروکرویاتو په سل کې پینځه دیرش  ۳۵ ٪ برخه جوړوي او دهیم په ګروپ باندې یې  دوه قیمته اوسپنه Fe ++دیوه کمپلکس مرکب په بڼه تړلې ده . همدااوسپنه ده چې سروکرویاتوته یې سوررنګ بښلی دی . دسروکرویاتودنده داکسیجن اوکاربن دای اکسایدانتقال دی . سره کرویات دسږوڅخه اکسیجن رانیسي او دبدن هرغړي اونسج ته یې لیږدوي . همدارنګه سره کرویات د هېموګلوبین په مرسته دنسجونوڅخه کاربون دای اکساید رانیسی اوسږوته یې لیږدوي . سره کرویات ترمایکروسکوپ لاندې لږڅه ټول په یوه اندازه غټ ، ګردپلن ښکاري اوپه منځ کې دیوه ډیسک په توګه ورننوتلې بڼه لري     ( biconcave disks) . دیوه پتولوژيکي سره کروي بڼه اوقطرکیدای شي چې دنارمل قیمت نه ډیربدلون وښيي . په ۴–شکل کې دپتولوژیکي سروکرویاتوبڼه هم ښوول شوې ده . دژوندموده یې لږڅه یوسلوشل ورځې۱۲۰ ده اوبیاوروسته دوینې ټاکلوحجرو یانې  Phagocytes  له خوا په  ینه اوتوري  کې دمنځه ځي . په ۴–شکل کې دسروکرویاتو،سپینو کرویاتواویوه ترومبوسایت بڼه په سکین الکترون مایکروسکوپ  (scanning electron microscope (SEM  کې شوول شوې ده . هغه کړنلاره چې سره کرویات پکې وده کوي او منځ ته راځي د اریتروپویسیس په نامه سره یادیږي Erythropoiesis . دماشوم دزیږدنې ترمخه اریتروپویسیس کړنلاره په لوړه کچه په   ینه کې ، یوڅه برخه دهډوکوپه مغز کې ،په  طحال یانې توري کې  ، ژبړکڅوړه yolk sac خوبیا وروسته دسروکرویاتوتولیددغټوهډوکوپه مغزوکې ترسره کیږي .  اریتروپویسیس دیوه هارمون په مرسته چې   Erythropoetin   نومیږ ي لمڅول کیږی  اوپه دې توګه پیاوړی  کیږي . که چیرته د اریتروپویسیس کړنلاره نیمګړې شي نودوینې کمښت منځ ته راځي .

۴-شکل : دبنسټیز حجرې څخه دسروکرویاتو،سپینوکرویاتواوترومبوسایتونوتولید او دهغوی هیستولوژیکي بڼه   ښوول شوې ده (1) .

سره کرویات دهډوکي په مغزکې دبنسټیزحجروڅخه  منځ ته راځي چې په لومړي پړاوکې یوهسته لرونکی ایروتروبلاست Erythroblast تولیدکیږي  اوورپسې  دځانه څخه هسته بهرته  شړي اوپه ریتیکولوسایتونواوپه اخیر پړاوکې په ایروتروسایتونواوړي . سره کرویات هسته نه لري اوددې وړتیا لري چې پروتین پخپله جوړکړي . سره کرویات دپلازماڅخه دسنتریفوګ تخنیک په مرسته ترلاسه کیدای شي .

 

(په ۲۰۰۸ ز کال کې داسې خپرونې وشوې چې درشیم (جنین ) بنسټیزحجرو Embryonic stem cells څخه په لابراتوارکې   په مصنوعي توګه  سره کرویات ترلاسه شوه . ترټوله ستونځمنه کړنلاره داوه چې حجرې ودې ته وهڅوي ترڅو هسته دځان څخه وشړي . بریالیتوب هغه مهال ترلاسه شه کله چې بنسټیزحجروته دهډوکودماغزوپه  stromal cells حجروکې وده ورکړه شوه . اوس ددې هیله کیږی چې دغه ډول مصنوعی سره کرویات به دپیوندکولوپه کړنلاره کې ډیرګټورتمام شي .)

دوینې لاندې ناروغۍ دسروکرویاتوسره تړاولري :

  • Anemia : دوینې کمښت :  لامل یې دسروکرویاتودشمیرکمښت ، دسروکرویاتوغیرنارمل جوړښت ، دهیموګلوبین غیرنارمل جوړښت
  • Iron deficiency anemia : داوسپنې کمښت : لاملونه يې لکه   لږاوسپنه رانیول ، د بدن څخه په ټیټه کچه داوسپنې جزب کیدنه ،له دی کبله هیموګلوبین هم په کافی اندازه نه جوړیږي
  • Thalassemia : یوه جېنیتیکي  ناروغي ده چې دهیموګلوبین دیوه ځنخیرجوړښت پوره  صورت نه نیسي . په پایله کی یوغیرنارمل هیموګلوبین منځ ته راځي
  • Polycythemia : یوه داسې ناروغي ده چې په لوړه کچه دوینې حجرې خوپه تیره بیا سره کرویات تولیدکیږي . له دې کبله کیدای شي چې دوینې لزوجیت ډیرشی اونورې ستونځې منځ ته راشي  . په همدې ډول یوه بله ناروغۍ  یانې Polycythaemia vera کې په لوړه کچه سره کرویات ، ترامبوسایت اوګرانولوسایت تولیدکیږی داځکه چې دهډوکي دمغز په بنسټییزحجرو اویا په پښتورګوکې یوه ارثي  نیمګړتیاشتون لري  . دوینې لزوجیت  اوهیماتوکریت قیمت یې ډیر لوړوي . دغه ډول ناروغان په لوړه کچه اوسپنه جزب کوي hemochromatosis  اودبدن په غړوکې یې زخیره کيږي . ددرملنې پخوانۍ لاره یې دوریدپه پرې کولوسره دوینې ټاکلې اندازه (ca. 500–800 ml)  بهیدل phlebotomy اویالیرې کول دي ترڅوپه وینه کې داوسپنې کچه راټیټه شي  .
  • Pernicious anemia :  نوموړې ناروغي ځکه منځ ته راځي چې دیوه انترینزیک فکټور Intrinsic factor دنشتوالي له کبله په کولموکې دویټامین بې دولس  Vitamin B-12 کمښت شتون لري کوم چې دهډوکوپه ماغزوکې دوینې دتولیدلپاره پکاردی .

وینه په شمزیولرونکو ژوو Vertebrates کې دوینې حجرواودوینې پلازما څخه جوړه شوې ده .

اخځلیک :

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب