کیله د مغزي سکتو خطر کموي

د ایټالوي او انګلیسي متخصصانو څيړنو وښوده چې د ورځې د دریو کیلو خوړل د مغزي سکتو خطر کموي .
ډاکتران وايي د ورځې د دریو کیلو خوړل په وینه کې د پتاشیم کچه دومره کچې ته رسوي چې د مغز په وړو د وینې رګونو کې د وینې د پړن کیدو مخنیوئ وکړي
دا څيړنې د دې ښودنه کوي د مغزي سکتې د زرګونو موردونو مخنیوئ د پتاشیم د لرونکو غذايي موادو په ورځني مصرف سره کیدای شي .
په غذايي موادو کې پآلک ، شیدې ، وچه میوه ، ماهي ، او نسک د پتاشیمو ښې سر چینې ګڼل کیږي .
د دې متخصصانو څيړنو وښوده چې د ورځې د ۱۶۰۰ میلي ګرامو پتاشیمو خوړل تر ډيره د مغزي سکتې د رامنځته کیدو مخنیوئ کوي چې هره یوه کیله په متوسط ډول ۵۰۰ میلي ګرامه پتاشیم لري .
له دې سر بیره کیله د ویني د لوړ فشار مخنیوئ هم کوي .
په بدن کې د پتاشیم د کمیدو نښې د زړه غیر منظم ټکان ،حساسیت ،او اسهال دئ .
که څوک په منظم ډول ادرار ډيروونکي درمل لکه لایزیکس (forisemide)خوري باید په حتمي ډول په بدن کې د پتاشیم کچه هم پوره وساتي که نه کله کله د آني مرګ لامل هم ګرځي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب