کېله لوړ عمر لرونکې مېرمنې د زړه له حملې ژغوري

په کېله کې په ډېره اندازه د پوتاشیم شتون په بدن کې د سرطان مخه نیسي او د عضلو د پیاوړتیا لپاره ګټور دي. کېله له زیاتو ښېګڼو سره سره چې لري یې، د اسهال او وینې لرونکي اسهال مخه نیسي.

نوو څېړنو دا په ګوته کړې، هغه خواړه چې په خپل ترکیب کې پوتاشیم لري، په نارینه و کې د مغزي سکتې کچه راټیټوي، خو برعکس کولی شي د زیاتو پوتاشیمو اخیستل په ښځو کې د مغزي سکتې لامل شي.

هغه څېړنه چې به ۲۰۰۴ کال کې پر کېلې شوې ده، ثابته کړې یې ده چې پوتاشیم لرونکي خواړه په ښځو کې د زړه د حملو مخه نیسي. څېړونکی پلاوی وایي هغه مېرمنې چې عمرونه یې له څلوېښتو پورته دي، باید په خپل غذایي رژیم کې د پوتاشیم کچه لوړه کړي؛ ځکه له پوتاشیم څخه ګټه اخیستل کولی شي د وینې فشار ټیټ کړي.

مېوې او سابه د پوتاشیم تر ټولو ښه سرچینه بلل کېږي.

په خوراکي توکو کې پآلک، شیدې، وچه مېوه، کبان د پتاشیم تر ټولو ښې سرچینې بلل کېږي. څېړنو ښودلې چې د ورځې د ۱۶۰۰ میلي ګرامو پتاشیمو خوړل تر ډېره د مغزي سکتې د رامنځته کېدو مخنیوئ کوي چې هره یوه کیله په متوسط ډول ۵۰۰ میلي ګرامه پتاشیم لري. یوې ډلې څېړونکو پر ۹۰۱۳۷ ښځو باندې چې عمرونه یې له ۵۹ نیولې تر ۷۰ پورې رسېدل څېړنه کړې ده. دوی د خپلې څېړنې په پای کې ویلي هغه مېرمنې چې په دغه عمر کې په خپل غذایي رژیم کې کېله او کچالو زیات کاروي، ډېرې لږې د زړه له حملو سره مخ کېږي او د نورو په پرتله ډېر عمر کوي.

your ads

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب