یخي اوبه د زړه د حملې احتمال زیاتوي!

که د هغه څه په وړاندي چي ستاسو د زړه د حملې لامل ګرځي بلد نه یاست، نو باید ووایو چي یو له هغه څیزونو څخه چي د زړه د حملې خطر زیاتوي د یخو اوبه څخه ګټه اخیستل دي.

د یخو اوبو څېښل د زړه د رګونو د ناڅاپي تنګوالي لامل ګرځي، چي دغه د رګونو تنګیدل د زړه د حملې لامل ګرځي.
د مثال په ډول: دوه لوښي په نظر کي ونیسئ چي په یوه کښې یخي اوبه او په بل کښې ګرمي اوبه وي کله چي تاسو خپلي ګوتي په یخوو اوبو کي دننه کړی څه وخت وروسته به تاسو په ټول بدن کښې د یخنۍ احساس وکړی، او کله چي په ګرمو اوبو کي ګوتي دننه کړی نو څه وخت وروسته به احساس وکړی چي تندی مو خولې سوی دی.
نو پدې اساس کوم وخت چي تاسي یخي اوبه څېښی یا هم یخ شاور او یا هم یخ حوض څخه استفاده کوی، نو ستاسو د بدن ټول رګونه د زړه د رګونو په شمول په ناڅاپي ډول تنګېږي او د زړه د حملې لامل ګرځېدلی سي.


ځکه هغه کسانو ته جدي سپارښتنه کېږي کوم چي کله له ګرم سونا حمام څخه راووځي په همهغه شېبه دې ځان د یخو اوبو حوض ته نه وراچوي، ځکه دا کار د زړه د رګونو د تنګېدو، ناڅاپي بې هوښۍ او حتی د مرګ لامل کیدا سي.
دا سپارښتنه یواځي د هغه کسانو لپاره نه ده چي د زړه ناروغي ولري بلکي پر ټولو کسانو د تطبیق وړ ده ځکه ډیری کسان په ښکاره روغ او باطن کي ممکن په ځینو قلبي نارغیوو اخته وي چي کیدا سي دوی ورڅخه خبر نه وي.
((ټولو هغه کسانو ته چي عمرونه یې له پنځوسو ۵۰ کلنو لوړیا هم کښته روغ کسان او یا هم د زړه ناروغي ولري سپارښتنه کېږي چي یخي اوبه ونه څیښي او همدارنګه له یخ شاور او حوض څخه په هیڅ ډول استفاده ونه کړي!))

ژباړه: صالح محمد هوتک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب