یوې څخه  ډیرو ودونه| ښځو حقوق اسلام کې

 

فَانْکِحُوامَاطَابَ وَإِنْ خِفْتُمْ أَلا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَى فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَى وَثُلاثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ … الآیه (٣). سورت النساء .

ژباړه: اوکه وويريږئ، تاسې چې به ونه کړى شئ عدل انصاف په (حق د) يتيمانوکې نو په نکاح سره واخلئ تاسې (نورې) هغې ښځې چې خوښې (حلالي) وي تاسوته له ښځو دوه دوه اودرې درې او څلورڅلور، نو (بيا که) وويريږئ تاسې چې عدل (انصاف برابري) به ونکړای شئ (دښځوپه منځ کې په نفقه، نوبت او نورو کې) نو يوه (اصيله کوئ) يا هغې وينځې چې مالکان شويدي د هغو(وينځو) ښي لاسونه ستاسې (تاسې يې مالکان يئ).

فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُواْ فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ :

يعنې که تاسې له دې خبرې څخه وېرېږئ چې په څو ښځو کې به سم له انصافه او مساواته معامله ونشئ کړئ نو بيا فقط په يوې نکاح قناعت وکړئ! يا يوازې پر وينځو باندې يوه وي که ډېرې؛ اکتفاء وکړئ! او که مو زړه غواړي له يوې منکوحې سره څو وينځې هم وساتئ!

وضاحت: له يوې څخه د ډېرو ښځو سره نکاح کول په اسلام کې يو قانون نه، بلکه: يوه استثنا ده خو له بده مرغه چې ډيرۍ خلک په دې اړه يوډول غلط پوهيدلي دي چې گوندې د الازمي ده چې هر مسلمان دې له يوې څخه ډیرې ښځې ولري.

په اسلام کې پنځه ډوله اوامر او نواهي موجود دي.

١- فرض:- کول يې جبري يا لازمي دي.
٢- مستحب:- چې د کولو سپارښتنه يې شوې وي، خو اړين نه وي.
٣- مباح:- جايز يا روا وي، په کولو يې کوم ثواب يا عذاب مرتب نه وي.
٤- مکروه:- د نه کولو يې سپارښتنه شوې وي.
٥- حرام:- کول يې منع شوي وي.

په اسلام کې د يوې څخه د ډېرو ښځو سره د واده کولو مسئله په منځنۍ ډله کې راځي يعنې دا يو مباح عمل دى او داسې نه ده چې ګوندې هغه مسلمان چې دوه، درې، او يا څلور ښځې لري، د هغه مسلمان په پرتله چې يوه ښځه لري، بهتر او غوره دى.

سړی چې له یوې څخه ډیرې ښځې کوي، نو ددې ډیر حکمتونه دي چې ځینې مو بیان کړل لکه د نارینه وو ډیره مړینه او د نړۍ په سطحه د ښځو ډیرښت او داسې نور….

یوازې مسلمانان نه دي چې له یوې څخه ډیرې ښځې کوي، د مثال په توګه هندوان له مسلمانانو څخه د ډیرو ښځو درلودونکي یا کوونکي دي.

په اسلام کې د ښځې  حيثيت د کميټې لخوا په ١٩٧٥ کال د خپاره شوي راپور په ٦٦ او ٦٧ پاڼو کې راغلي چې د ١٩٥١ او ١٩٦١ کلونو ترمنځ د هندوانو ترمنځ د يوې څخه د ډېرو ښځو کولو یا د ودونو فيصدي ٥،٠٦ ده او د مسلمانانو تر منځ دا اندازه %٤،١٣ ده په داسې حال کې چې دانډیا د قانون له مخى يوازې مسلمانان دلته دا حق لري چې له يوې څخه ډیرې ښځى وکړي او د غير مسلمو لپاره دا کړنه يو غير قانوني عمل دى،خو د دغه قانون په شتون کې هم د هندوانو فيصدي په دغې برخه کې له مسلمانانو څخه لوړه وه نو اوس فکر وکړئ چې که هندوانو ته د مسلمانانو په شان قانوني اجازه ورکړل شوې واى، نو دا فيصدي به څومره وه؟ په لومړيو کې په هندوانو باندې هم د ښځو په تعداد کې کوم محدويت موجود نه وو خو په ١٩٥٤ کال کې کله چې د هندوانو د واده قانون جوړېده نو دهغوى لپاره له يوې څخه د ډيرو ښځو لرل غير قانوني وګرځول شول. نن سبا چې هندوان يوه ښځه کوي داله دې امله نه ده چې هغوى له مذهبي اړخه داسې کولو ته اړدي، بلکه: دا د هند د اساسي قانون پرېکړه ده، چې نه پريږدي هندوان له يوې څخه ډېرو ښځو سره واده وکړي.

اوس چې سړی له یوې څخه د ډیرو ښځو اجازه لري ددې څه وجه کیدای شي؟

لومړی وجه خو یې داده چې سړي په هر میدان او هر حالت کې تر ښځو غښتلي او کولی شي چې دغه کار اداره او سم پلان کړي. یو سړی کولی شي چې له یوې څخه ډیرو ښځو ته نفقه او د اولاد خرڅ ور برابر کړي، د خپلو اولادونو په تربیه او روزنه کې پوره ونډه واخلي، کولی شي چې دواړو ښځو ته مساوي حقوق ورکړي او هر حالت کې د هغوی انتظام او دنیوي چارو کې مشري ترسره کړي.

خو بیا ښځې د دغو کارونو جوګه نه دي، لومړی دا چې هیڅ یوه ښځه دوه میړونه نشي کولی، هغه ځکه: که ښځه له یو څخه ډیر میړونه وکړي نو لومړی د هغې د اولادونو خبره ده چې که د ښځې اولاد پيدا شي نو دا به یې د کوم میړه وي (په پيژند پاڼه کې او ښوونځي همداسې نورو اسنادو کې به یې د کوم پلار نوم لیکل کیږي)، همداسې یو میړه به یې وایي چې ما سره وخت تیر کړه او بل به یې بل څه وایي، همداسې د حیض او نفاس مسایل دي چې سړي ترېنه خلاص دي خو ښځې دلته هم سترې ستونزې لري او سړي یا دوه سړي په یو وخت نشي کولی چې یوې ښځې ته ۴۰ ورځې کښنیي تر څو د هغې د نفاس وینه ودریږي یا بنده شي، همداسې هیڅ ځان نه دي شوي چې سړیو یا یوې ښځې همدا کار کړی وي او پایله یې بریالي راختلې وي. دا ډول نکاح که ترسره هم شي نو یوه اونۍ به هم دوام ونه مومي، ځکه د دا ډول نکاح په مخکې لکه د غرونو پشان خنډونه ولاړ دي، خو د الله تعالی بېشماره شکرونه دي چې سړیو ته بیا داسې هیڅ ستونزه په مخکې نشته، شکر الحمدلله چې د اسلام هره وینا او هره خبره له حکمت څخه ډکه ده او د اسلام هر کار کې ډیر حکمتونه نغښتي دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب