یو انګریز له دعوت پرته په خپل سر څرنګه مسلمان شو؟!

برتانیه کې اینډیپینډینټ اخبار د یوه سکاټلنډي انګریز قیصه خپره کړې چې د مسلمان لخوا اسلام ته له رابلل کیدو پرته مسلمان شوی دی.

اخبار له انګریزه نقل کوي چې ترکیې ته په چکر تللی ؤ، د بحر په غاړه یې اړولي ول چې د ترکيې  له يو نزدې کلي یې د اذان غږ واوریده او اغیز یې پرې وکړ.

دا نوی مسلمان وایې چې له اذان اوریدلو وروسته یې پریکړه وکړه چې روحاني تجربه وکړي. نو خپل وطن ته په ستنیدو یې د قرانکریم ترجمه ترلاسه اومطالعه کړله.

دا مسلمان چې د سکاټلنډ شمال کې اوسیږي وایي چې د قرآن مطالعه کولو مهال یې الله ته سوال کاوه چې سمه لاره ور وښیي.

د قرآن مطالعې په مهال دا مسلمان وایې چې زما د ضمیر تل یې ولړزاوه، ځکه داداسې کتاب دی چې سړی ویروي ځکه داسې رازونه را سپړي چې د سړي بد ایشیږی او رابرسیره کیدل یې هیڅکله نه غوښتل.

نوی مسلمان شوی انګریز وایي چې هیڅ زور راباندې نه وو، ځکه هره شیبه مې کولی شول چې مطالعه بنده کړم، خو په دې هم پوهیدم چې د یوه ډیر مهم کار څخه شا ته کیدل څومره خطرناک وي، ځکه مې مطالعې ته دوام ورکړ.

دا مسلمان وايې چې ترټولو سخته خبره دا تصور ؤ چې که مسلمان شي نو څومره لوی بدلون به په کې راشي؟ څرنګه به خلکو ته بریښي؟ څرنګه کالي به اغوندي؟ څرنګه خوراک به کوي؟ او څرنګه به له عامو خلکو بل ډول خبرې کوي چې خلکو ته به ناشنا وي؟ خپله کورنۍ، همکاران او ملګري به په کومه سترګه ورته ګوري؟ او خپله به ځان ته په کومه سترګه ګوري.

ددې ستونزې حل لپاره، دا مسلمان وایې چې اوږده موده یې په انټرنټ د نویو مسلمانانو قیصې ولوستلې چې څرنګه دده په څیر د ناشنا خلکو ترمنځ مسلمانان شول، او څرنګه تجربو سره مخ شول.

دا مسلمان وایي چې که څه هم د هر یوه نوي مسلمان شخص تجربه له بل څخه بیخي جدا وه، خو په عمومي ډول یې دا جرات ورکړ چې کوم ناشنا کار نه کوي او دده په څیر نورو خلکو هم داسې سفرونه کړي دي او له ستونزو پرته مسلمانان شوي دي.

نوی مسلمان زیاتوي چې ددې ټولو کیلي دا وه چې ما په خپل خواوشا هر څه شک کول پیل کړل، په ځان مې شک وکړ، په هر هغه څه چې لولم یې او اورم یې.

دا مسلمان زیاتوي چې له اتلس میاشتې مطالعې او لټون وروسته مې ځان مسلمان وګاڼه او د قرآنکریم له اوامرو سره سم په هغه ډول چې پکې مونځ، روژه او نور احکام راغلي ول ما یې ادا کول پیل کړل، وروسته خبر شوم چې نزدې کلي کې یو مسجد هم شته.

لدې وروسته- نوی مسلمان قیصه کوي – د مسجد دروازه مې ټک وهله، او ځان مې وروښود، سره له دې چې ناڅاپي ورغلم او شکمن شول، خو ماته یې هرکلی وکړ او د مسجد دروازې پرانستلو کوډ یې راکړ او خپله ډله کې یې ومنلم.

د برتانیې دا وګړی وایي چې زه لا هم پوهیږم چې تراوسه د ډیر څه زده کولو ته اړ یم. خو نن زه د خپل عمر نیمایي کې د اسکاټلینډ سپین پوستي یم، او همداراز زه مسلمان او هم پرې خوشاله یم.

سرچینه: اینډیپینډینټ

ژباړه او ترتیب: روښان «سباوون»

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب