یو څو طبي نصیحتونه او معلومات ۱

۞ زخم بغیر د پټۍ نه کولاو پریښودل یوه غلطي ده، صحي خبره داده چې زخم صفا او بیا پټۍ کړی شي چی ژر جوړ شی.
۞ په پوزه چې کله وینه راماته شي نو سر په عادي حالت پریښودل پکار دي، ترڅو وینه په سالمه طریقه خارج شي.
۞ ګازي مشروبات (پیپسی،کوکاکولا، ډیو…) هډوکي او غاښونه کمزوري کوي، د زړه او ګردو مرضونه پیدا کوي، وزن زیاتوی، د شکر مرض پیدا کوي.
۞ د ماشوم لپاره د طاقت دوایانې ضرر لري، ځکه دغه دوایانې د ماشوم په نبض کې سرعت پیدا کوي او دغه سرعت کله د ماشوم د ناڅاپي مرګ سبب شي.
۞ د درد د کنټرول دوایانې (پیناډول،بروفین) قوت سامعه (د اورېدلو قوت) کمزوری کوي خصوصا د ښځو.
۞ ګلپي: د ګلپی خوارک په بدن کی یو قسم کیمیاوی ماده خوروي (ضرري استروجین) چې د سرطان سبب ګرځي.
۞ شین چای: په شین چای کې داسې مواد دي چی د سرطان مخنوی کوي.
۞ ماهی، مڼه، انګور، الوچه، توت بری، پالک او داسې خواراکونه دي چې دماغ او د یادښت قوت زیاتوي.
۞ په غوږونو کې ډکي وهل اکثر د انسان د مرګ سبب ګرځي، ځکه دې سره د غوږونو پرده سورۍ کېږي او په دماغو کې التهابات (سوزخ) پیدا کېږي.
۞ دا خبره غلطه ده چې د خواراک په مینځ کې او روسته ترې اوبه څښل خېټه غټوي او هضم نه راځي، بلکې صحي خبره دا ده چې اوبه هیڅ قسم تکلیف نه پیدا کوي، که د ډوډۍ نه مخکې وي او که روسته او کوم حدیث کې چې راځي د طعام نه روسته اوبه مه څښئ هغه حدیث ضعیف دی او سند یی رسول الله ته ندی رسېدلی.
۞ هره ورځ ۳۰ دقیقې پیاده مزل د زړه د مرض او د شکر مرض مخنوی کوي او هم د وینې د فشار مخنوی کوي، اوکولیسټرول ختموي.
۞ اوږه او پالک: قوت مدافع په بدن کې زیاتوي او د سرطان مخنوی کوي.
۞ د ماشومانو لپاره د جاولې تېرول کله د کولمو د بندیدو سبب ګرځي چې د اپرېشن نه غیر یې بل علاج نه وي.
۞ د خوب په وخت کې چې فعال (چالان) مبایل سرته نژدې وی نو۲۰٪ د مازغو د سرطان سبب جوړېږی.
۞ د شپی لخوا چی ادرک په اوبو کی وجوشول شي او بیا وڅښل شی نو کولیسټرول ختموي او مضر غوړي د بدن نه خارجوي.
۞ سهر په نهره یو ګلاس اوبه څښل د هغی سوائلو د کمي ځای نیسی چی د خوب په دوران کې بدن ته نه دي رسېدلي، او دغه شان د ضرري غوړو نه بدن صفا کوي.
ستاسو دخه صحت په هیله.

ډاکټر مجتبی عزیزیار

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب