یو څو کرښې د ولور په اړه

نن سبا چې زموږ په ټولنه کې یوه بده پدیده او مردود رواج عام دی خلک یې بې له دې چې بد یې وګڼي کوي یې او ځيني ښاغلي خو یې واجب هم ګڼي هغه ولور دی.

د ولور د لاسه زموږ په پښتني ټولنه کې دومره زیاتې بدبختۍ زیږيدلي چې بل هیڅ یو رواج نه دي زیږولي، پيغلې په کورونو زړیږي، ځوانان زړیږي، څه ځوانان مو د عربو او اروپا مسافرۍ وخوړل، څه نور په کې د خپل پلرني پولي، پټي، مال او حال حتی کورڅخه خلاص شول، څه بیا سودي پورونو وخوړل څه غلاګانو، قتلونو او لوټمار ته مجبور شول، څه پيغلې د ځوانانو سره وتښتیدې او څه ځوانانو د انجونو تښتولو ته کار وویلو، له دې نه ورهاخوا د جینۍ او هلک د کورنیو تر منځ په همدې شیطاني رواج دښمنۍ جوړې شوي قتلونه شوي مېنې شاړې شوي او لویې ناخوالې ترې زیږدلي دي.

 د لواطت او زنا کچه مخ پورته لاړه او یوه عمومي بدبختي لکه د سیلاب په څېر زموږ کلیو کورونو رانازله شوه.

زه په پوره وضاحت سره وایم چې یو ولور دی یو مهر دی. مهر ته ولور او ولور ته مهر ویل د خپلې خیټې څخه هغه تاویل او توجیه ده چې هیڅ د سالم فکر او منطق خلک یې درسره نه مني، زه د خپل ننګرهار د رواجونو څخه چې معلومات لرم هغه دا دي چې مهر هغه اندازه پیسې دي کومې چې د نکاح پر وخت د نکاح تړونکي لخوا د واده د زلمي په ذمه کېښودل کیږي دا اکثر لس زره پینځه زه او شل زره افغانۍ وي او ولور هغه پیسې دي چې د جینۍ د سر قیمت ورته ویلای شو، یو څوک خپله لور خور د پیسو مقابل کې بیعه کوي لکه د غواګانو په څېر، بیا د دغه د ولور پیسې له زوم څخه اخلي او خپلو میلمنو ته هم په دغو مردارو پیسو میلمستیا ورکوي د خپل کور ضرورتونه هم ترې پوره کوي او یوه ډیره کمه اندازه چیرته په ډيرو کمو مواردو کې د واده کیدونکي جینۍ لپاره ورکول کیږي!!

خیر را به شو دې ته که بالفرض د ځینو خلکو دا خيټالوژي ورسره ومنو چې نه نه عربي کې ولور دی او پښتانه ورته مهر وي ښه دا یې ستاسو خیټالوژي صحیح، مګر دا لکونه پیسې اخیستل کله اسلام دی؟؟ بیا دا دلیل چې د مهر اندازه نه ده ټاکل شوې نو اوس څه کوئ لس او شل لکه اخلئ د زوم بیچاره کور ورانوئ خپله خور لور خرڅوئ؟؟ آیا د رحم، عدل او انصاف په نوم کوم څه پیژنئ؟؟ آيا داسې کوم ثبوت به تاسو راوړئ چې د صحابه کرامو دوره کې دې دومره زیاتې پیسې د مهر یا ولور په نوم اخیستل شوي وي؟؟ دا ظالم او رزالت باید نور پای ته ورسیږي له دې مرضه باید نوره دا ټولنه خلاصه شي، ملاصیبان دې نور په جمعو، هدیرو، اخترونو او جلسو کې یواځې د اودس او لمونځ فرضونو او سنتونو بیانولو باندې ځان مصروف نه ساتي له دې اجتماعي شیطاني مرض څخه دې ټولنه خلاصه کړي.

ماته افسوس هغه وخت راشي کله چې وګورم ځيني خلک سره د دې چې ځانونه عالمان ګڼي بیا هم په لور خور لکونه روپۍ اخلي او په دې حرامو پیسو خپله خيټه ډکوي، لور ته په کې د اخیستل شوو پیسو 15مه برخه هم نه ورکول کیږي بلکې لور چې د دې ټولو پیسو مستحقه وي حتی یوه روپۍ ترې غوښتلی هم نه شي کومه پیغله داسې وکړي د ډول ډول شکنجو، پیغورونو او عکس العملونو سره به مخ شي!!

ای کاش زموږ علماء  له دې بدبختۍ زموږ د خلکو ژغورلو ته لږ وخت ورکړي.

ولور او مهر یې ځانته پریږده دا لکونه روپۍ اخیستل خو د سره سړیتوب نه دی دا خو وچ ظلم و ناروا ده.

د مهر په اړه:

عمرفاروق رضی الله عنه فرمايي : د مهر په اخیستلو کې مبالغه (زیاتوالی ) مه کوئ که دا چیرته نیک کار وای رسول الله صلی الله علیه وسلم به ترسره کړی و.

ابن حبان او طبراني د ابن عباس رضی الله عنهم څخه روایت کوي چې نبي اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

ژباړه: ښځو کې غوره ښځه د کم مهر والا ده.    (( آيا کله ولور اخیستونکو چې ولور ته د مهر نوم ورکوي دا فکر هم کړی چې پیسې به کمې واخلم چې لور خور مې په هغو نیکو او غوره ښځو کې وشمیرل شي کومو ته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اشاره کړې ده.!!))

حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها فرمايي: د ښځې د نیک بختیو څخه یوه دا هم ده چې مهر يې کم وي. رواه احمد

لنډه دا چې له خیټې یعني بطن کبیر والعقل الصغیر څخه ورته دلیلونه جوړول عبث دي دا موجوده ولورونه د پلار یا ورور او تره لخوا د جینۍ د خرڅولو قیمت دی په دې پیسو د دې خلکو خيټې ډکیږي او دا به ډیره نادره خبره وي چې ټول اخیستل شوی ولور دی بیرته واده کیدونکي پيغلې ته ورکړل شي او که دغه نادره حالت واقع هم شي بیا هم دې ته پام کول پکار دي چې کله زوم خپل پټی، باغ، دوکان، موټر یا مال متاع وغیره خرڅه کړي یا د کلونو کلونو مسافرۍ یې ځواني وخوري بې وخته یې سپين ګیری کړي نو که دا اخیستل شوی ولور څه چې د دې دوه چنده هم بیرته ورکړل شي زوم بیچاره به دا څه کړي؟؟؟

ښه خبره دا ده چې د خپلې خور لور د عزت خوندي کولو فکر وکړو او لکه  څارویو یې خرڅه نه کړو. بس خلاص. 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب