۵ حقیقتونه چې دا ثابتوي چې قران کریم د الله جل جلاله کلام دی

قران د الله جل جلاله کلام دی چې د جبرائیل علیه السلام پواسطه په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی.

که چیرې د الله جل جلاله کلام د زړه له کومې او په پوره فکر سره تلاوت کړای شي نو په زړه کې مستقیم ډول اثر کوي.

کله چې قران کریم تلاوت کوي یا په غور سره واوریدل شي نو سړی داسې ګمان کوي چې لکه چې الله چې جل جلاله ورسره خبرې کوي.

راځئ هغه لارې پیدا کړو چې قران پخپله دا ثابتوي چې د مخلوق لپاره د الله جل جلاله کلام دی:

۱- په نړۍ کې صرف یو قران دی
د قران له معجزو څخه یوه یې دا ده چې هیڅ لاسوهنه پکې نده شوې، د نړۍ په هر ګوټ کې که قران وکتل شي ټول یو ډول حروف او کلمات دي، که چیرې ډير پخوانی چاپ شوی قران له اوسني چاپ سره مقایسه شي نو وبه ګورئ چې حتی یو لغت پکې هم زیات او کم شوی ندی.

۲- په میلیونو خلکو حفظ کړی دی
په ټوله نړۍ کې هر مسلمان زوړ، ځوان، ښځې او نر ټولو ته د قران کریم څه نا څه برخې زده دي او زیاتره داسې خلک هم شته چې ټول قران یې حفظ کړی دی، حتی که یو بې سواده شخص څخه هم پوښتنه وکړئ نو د قران کریم یو څه برخه یا سورتونه به یې زده وي.

۳- د فصاحت او بلاغت چیلینج
په عربو کې شعر او شاعري ډير زیات رواج درلود، په فصاحت کې یې شهرت درلود او پدې برخه کې یې په ځان پوره باور درلود، خو د قران کریم له هغه چیلینج څخه چې ورته ویې ویل چې د دې په څير یو کوچنی سورت حتی یو ایات جوړ کړئ مګر دوی ورڅخه عاجز او حیران پاتې شول.

۴- وړاندوینې او پوهه
په قران کریم کې ځینې وړاندوینې شوي دي چې ځینې یې بیا هماغسې واقع شوې دي، او ځېنې به واقع شي.
لکه په قران کې د فارسیانو د ماتې په اړه راغلي دي چې دوی به د رومیانو سره په جنګ کې ماتي خوري، که څه هم رومیانو نوره دا هیله نه درلوده چې حتی خپل ځان هم وساتي خو بیا هم فارسیانو ته یې ماته ورکړه

۵-محمد صلی الله علیه وسلم. حقیقي پیغمبر

محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله پیغمبر وو هغه نه له چا څخه درس ویلی وو ، نه شاعر وو، نه لیکوال حتی په لیک او لوست نه پوهیده خو بیا داسې یو کلام راوړي چې د عربو لوی شاعران ورڅخه عاجز او تسلیمیږي، نو آیا یو نالوستی شخص داسې کتاب لیکلای شي؟

همدارنګه د مکې مشرکینو محمد صلی الله علیه وسلام ته وړاندیز وکړ چې که هر څومره مال، یا په هر ځای کې واده کول غواړي حتی که د قبیلې رهبري غواړي نو ورکولو ته یې تیار دي خو پیغمبر صلی الله علیه وسلم دې د دعوت له نشر څخه لاس واخلي لاکن هغه صلی الله علیه وسلم له دې هر څه څخه انکار کوي او خپل دعوت ته ادامه ورکوي، که چېرې یو څوک د ځان د مشهورولو لپاره او یا د یو مقام لاسته راوړولو لپاره پاڅيدلی وي نو هغه هر څه همدا دي، دا چې ولې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دوی وړاندیزونه ونه منل دا ځکه چې نوموړی حقیقي پیغمبر او د الله جل جلاله رسول دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب