‎لیبرالیزم څنګه ؟ او ولې را منځته شو؟

د اسلام د مبارک دین له ظهور څخه مخکې د نړۍ اکثره حاکمانو مشري مس‌ؤلیت نه بلکې یو امتیاز ګڼلو او حاکمې طبقې له محکومې طبقې څخه ځان بیل او معتبر بللو حتی تر دې چې ځینو حاکمانو د خدایۍ دعوه کوله او ځینو یی بیا ځان د خداې له نسل څخه ګڼلو.

‎که څه هم د اسلام د مبارک دین له ظهور څخه وروسته نړیوالو د حاکمیت یو بل ‌‌‌‌‌‌ډول چې حاکم پکې د ولسونو خدمتګار وي تجربه کړ، خو په اروپا کې حتی تر منځنیو پیړیو پورې د حکومت لومړی ‌‌‌‌‌‌ډول قائم پاتې شو،

‎اروپایي ټولنه د منځنۍ طبقې د نه درلودلو له امله په دوه طبقو ویشل شوی وه:
‎لومړۍ طبقه: د اشرافو په نامه یادیدله چې پکې حاکمان مذهبي مشران او فیو‌‌‌‌‌‌ډالان او یا ستر ځمکوال موجود وو
‎دوهمه طبقه: چې د اروپا په لوی اکثریت ولسونه پکې شاملیدل د اقتصادي، عقیدوي او سیاسي آزادۍ د نه لرلو له امله د غلامۍ په بد ترین حالت کې اوسیدله.

‎حاکمانو او فیو‌‌‌‌‌‌ډالانو د پاپانو په مرسته ځان پر دوهمې طبقې جبرا تحمیلولو او مجبور یی ساتل چې د دوی تابع و اوسي.
‎کاتولیکي کلیسا چې په اروپا کې یی په مطلق ‌‌‌‌‌‌ډول د خلکو عقیدوي آزادي سلب کړې وه د مسیحي دین د نصوصو مطالعه او فهم یواځې پخپل ځان پورې محدود بللو او د مخالفت په صورت کې یی مخالفینو ته ‌‌‌‌‌‌ډیرې درنې او سختې سزاګانې ورکولې چې د عقیدوي آزادۍ د بندیز او د نورو عقایدو پیروانو ته د سختو سزاګانو ورکولو یو نه هیریدونکی مثال د اندلس په مسلمانانو د پاپانو بې حده ظلمونه دي چې په نتیجه کې یی د اسلام مبارک دین په اندلس کې کاملا له منځه ولاړ.
‎کاتولیکي کلیسا په منځنیو پیړیو کې د اروپا له شلو څخه تر څلویښتو فیصدو پورې ملکیتونه په لاس کې لرل.
‎په شپاړسمه میلادي پيړۍ کې مارتن لوثر یو المانی پاپ چې د کلیسا له رازونو، ظلمونو او انحراف څخه ښه خبر وو د کاتولیکي کلیسا ددغو ظلمونو پر ضد لومړی پټه او بیا وروسته ښکاره مبارزه پیل کړه،
‎مارتن لوثر د کاتولیکي کلیسا د مشر له معصومیت څخه انکار وکړ او د انجیل لوستل یی د کاتولیکي کلیسا په خلاف هر چاته جائز وګڼل..

‎بالاخره مارتن لوثر د کاتولیکي کلیسا سره په اکثره عقایدو کې اختلاف پیدا کړ او د Protest یا د کاتولیکي کلیسا پر ضد د احتجاج تر نامه لاندې بل مسیحي مذهب ایجاد کړ،
‎د مؤرخینو په حواله او د ځینو څیړنو له مخې مارتن لوثر د حجة الاسلام امام ابو حامد الغزالي رح له فقهې څخه متاثره شوی وو او پخپل نوي مذهب کې یی د اسلامي فقهې له زیاتو احکامو څخه کار اخیستی دی.
‎مارتن لوثر عقیدوي، سیاسي او اقتصادي آزادي د خلکو مسلم حق وبللو او پدې ‌‌‌‌‌‌ډول په اروپا کې د لومړي ځل لپاره د لیبرالیزم اصطلاح استعمال شوه چې په اصل کې د انګلیسي کلمې Liberty څخه چې د آزادۍ او یوناني کلمې Liber څخه چې د آزاد په معنی ده اخیستل شویده،
‎لیبرالیزم د یو اقتصادي، سیاسي او دیني آیډیالوژۍ په شکل آزادي خپل اصل او اساس بولي او د هر هغه څه مخالفت کوي چې آزادي مقیدوي دغه طرز تفکر د لیبرالانو تر منځ د ” د منع منع” ‎په اصطلاح شهرت لري

‎لکه څرنګه چې مو ولیدل لیبرالیزم د پیړیو، پیړیو تاریخي پس منظر لرونکي پدیده ده نو له همدې امله د خپلو پیروانو او مخالفینو تر منځ یو تعریف او شکل نلري چې په ټوله کې اوس لیبرالیزم په درې خورا مشهورو ‌‌‌‌‌‌ډولونو ویشل شویدی:
‎اول: د لیبرالیزم پریوتې بڼه چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول لیبرالان دغه اصطلاح له Libertine فرانسوي کلمې څخه مشتقه او اخیستل شوی بولي چې د فاجر، فاحش او یا د هغه شخص په معنی ده چې د غیر اخلاقي جنسي آزادۍ غوښتونکی وي چې لدغه ناوړه ‌‌‌‌‌‌ډول لیبرالیزم څخه په غرب او بیا ټوله نړۍ کې بد اخلاقي، فحشا همجنسبازي او نورې ‌‌‌‌‌‌ډیرې بدې د سلیم انساني فطرت خلاف کړنې مروجې شوې،
‎دا ‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډول لیبرالان هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول انساني ارزښتونو ته ژمن نه دي په اخلاقو، دین او حتی په خدای باور او ایمان نلري.

‎دوهم: په تربیتي معنی لیبرالیزم
‎دا ‌‌‌‌‌‌ډول لیبرالیزم د داسې افرادو په روزنه کار کوي چې د بل چا په اوږو بار نه وي روشنفکره او د ټولنې لپاره مفید و اوسي.
‎دریم: د لیبرالیزم دریم ‌‌‌‌‌‌ډول بیا تر ‌‌‌‌‌‌ډیره له لوړو اخلاقي معیارونو او انساني ارزښتونو سره اړخ لګوي چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول لیبرالان په بخښنې، پرمختګ، آزادۍ او فردګرایۍ باور لري که څه هم د لیبرالیزم د اصطلاح پیدایښت منځنیو پیړیو ته ګرځي خو بیا هم د نړۍ هغه آزادي غوښتونکي مبارزین او فلیسوفان چې له منځنیو پیړیو څخه ‌‌‌‌‌‌ډیر مخکې تیر شویدي دغه ‌‌‌‌‌‌ډول لیبرالیزم ته منسوب ګڼل کیږي.

‎په غرب او ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول اروپا کې د لیبرالیزم د فردي او عقیدوي آزادۍ تر چتر لاندې تر اوسه د اسلام مبارک دین په پراخه کچه خپور شویدی او د یوې احصائيې له مخې په اروپا کې روزانه تر سلو اروپایان د اسلام په مبارک دین مشرفیږي.
‎چې د لیبرالیزم څخه مخکې پاپانو په ‌‌‌‌‌‌ډیر بې رحمانه ‌‌‌‌‌‌ډول د اندلس مسلمانان ووژل او اسلام یی هلته کاملا له منځه یووړ.

‎عابد محبوب صاحبزاده

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب