‎ټولنه او ماشوم

ځینې داسې موضوعات دي چې خورا مهم دي، خو زموږ هيڅ پام ورته نه کېږي.
په ستونزو خبرې مه کوئ، په لاملونو يې خبرې وکړئ! حل لارې يې پيدا کړئ، رېښې يې راوباسئ او مخنيوی يې وکړئ!

وايي: د شخصيت جوړېدنې درې مرحلې وي، لومړۍ يې له پيدايښته پيل کېږي تر اووه کلنۍ پورې دوام کوي، دوهمه يې له اووه کلنۍ تر اتلس کلنۍ پورې وي او دريمه دوره يې له اتلس کلنۍ پورته وي. خو زموږ ماشومان د پيداښت په دوره کې تحقېرېږي، په همدې دوره کې يې شخصيت وژل کېږي.

کله چې کورنۍ کې کوم ماشوم څه خبره وکړي يا په کومه موضوع کې خپل نظر ووايي، ټول لويان پرې غوسه کوي، هغه تحقيروي.
ټول ورته وايي:
٭ ستا يې په دې څه؟
٭ خپل کار دې کوه!
٭ بيا د لويانو په مخ کې خبرې ونه کړې!
٭ بيا د لويانو په خبرو کې خبرې ونه کړې!
٭ بيا په دې موضوع کې لاسوهنه ونه کړې!
٭ بيا داسې ونه کړې، بيا داسې ونه کړې!

دا ټولې هغه خبرې دي چې د يو ماشوم هر څه ورته وژني، لکه شخصيت، جرئت، فکر او نور… نو چې دا مو ورته ووژل دا خپله په دې مانا ده چې دا ماشوم مو په خپلو لاسو وواژه، هغه انسان چې فکر نه لري د يو مړي په شان دی!

د ډېری ستونزو او تر ډېره حده د بدبختيو پيل له همدې ځايه کېږي.

نو له ټولو ګرانو پلارانو او ډېرو ګرانو ميندو څخه په ډېر درنښت هيله کوم، چې دې موضوع ته ډېر جدي پام وکړي، که دوی په هر څومره مهمه خبره هم خبرې کوي، هغه دې پرېږدي د ماشوم د خبرې ځواب دې ورکړي، د هغه د خبرې هر کلی دې وکړي. ډېره هڅه کوئ چې له ماشومانو سره ډېرې خبرې وکړئ، يو خو به ستاسو له کاره ستړي اعصاب ورسره آرامېږي، بل به مو د ماشوم راتلونکی تضمېنېږي

حميدګل شيرزی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب