ﺩﻟﺘﻪ ﻣﻪ ﺭﺍځه ﺍﺧـﺘﺮﻩ ! -شعر

ﺩﻟﺘﻪ ﻣﻪ ﺭﺍځه ﺍﺧـﺘﺮﻩ ! ﺩﻟﺘــﻪ ﻧﺸــﺘﻪ ﺧﻨﺪﺍګاﻧﯥ
 ﺩﻟﺘﻪ ټولې ﺳﺘﺮګې ﮊﺍړﻱ ، ﺗﺮﯦﻨﻪ ﺍﻭښکې ﺩي ﺭﻭﺍﻧﯥ
 ﺩﻟﺘﻪ ﻏﻢ د ﭘﺎﺳﻪ ﻏـــﻢ ﺩﯼ
ﺩﻟﺘﻪ ﻫﺮ ﮐﻮﺭ ﮐﯥ ﻣﺎﺗﻢ ﺩﯼ
ﺩﻟﺘﻪ ﻫــﺮ ﻳﻮ ﻳﺘﻴـــﻢ ﮊﺍړﻱ
ﺭﻧګ ﭘﻪ ﻭﻳﻨﻮ ﺯﻣﻮﻧږ ﭼﻢ ﺩﯼ
ﺳﺘﺎ ﺭﺍﺗﻠﻮ ﺗﻪ ﺍﯼ ﺍﺧﺘﺮﻩ ! ﺯﻣﻮﻧږ ﻧﺸﺘﻪ ﺁﺭﺯﻭګﺍﻧﯥ
ﺳــﻢ ﺍﻭ ﻏــﺮ ﭘﻪ ﻭﻳﻨﻮ ﺭﻧګ ﺩﯼ
ړﻧګ ګـــﻮﺩﺭ ﭘﻪ ﻭﻳﻨﻮ ﺭﻧګ ﺩﯼ
ﺩﻟﺘﻪ څه ﻏﻮﺍړﯤ ﺍﺧـــﺘـــــﺮﻩ !
ﻟــﺮ ﺍﻭ ﺑــﺮ ﭘﻪ ﻭﻳﻨﻮ ﺭﻧګ ﺩﯼ
د ځوﺍﻧﺎﻧﻮ ﻗﺎﻓﻠﯥ ځي ﺗﻮﺭﻭ ﺧﺎﻭﺭﻭ ﺗﻪ ﭘﺮﻳﻤﺎﻧﯥ
 ﺭﺍ ﺭﻭﺍﻧـــﯥ ﺟـﻨــﺎﺯﯤ ﺩﻱ
د ځوﺍﻧﺎﻧﻮ ﻗــﺎﻓـــﻠـﯥ ﺩﻱ
ﻫﺮﻩ ﻭﺭځ ﺧﺎﻭﺭو ﺗﻪ ﺩﺭﻭﻣﻲ
ډﮐﯥ ﺷﻮﯤ ﻣــﻘـﺒﺮﯤ ﺩﻱ
ﻣﻮږ ﺑﯽ ﺟـﺮﻣﻪ ﻭﮊﻝ ﮐﻴږﻭ ، ﺯﻣﻮﻧږ ﻭﻳﻨﯥ ﺩﯼ ﺍﺭﺯﺍﻧﯥ
ﺯﻣﻨږ ﺣﺎﻓـــﻆ ﻣــﻼ ﺍﻣـــﺎﻡَ
ﻳﺎ ﺷﻬﻴﺪ ﻳﺎ ﭘــﻪ ﺑــــګـﺮﺍﻡَ
 ﺍﯼ ﺍﺧﺘﺮﻩ ﺳﺘﺎ ﺭﺍﺗــﻠــﻮ ﺗﻪ
ﺯﻣﻮﻧږ ﻧﺸـﺘــﻪ ﺍﻧـﺘــﻈـﺎﻡَ
ړﻧګ ﺍﻭ ﺑﻨګ ﻣﻮ ﺟﻮﻣﺎﺗﻮﻧﻪ ، ﻣﺪﺭﺳﯥ ﻣﻮ ﺷﻮﻟﯥ ﻭﺭﺍﻧﯥ
 ﭼﯥ ﻣﻮ ګران ﻭﻃــﻦ ﺁﺯﺍﺩ شي
ﭼﯥ ﻣﻮ ﻭﺭﺍﻥ ﻭﻃــﻦ ﺁﺑﺎﺩ شي
ﺑﻴﺎ ﺭﺍ ﺩﺭﻭﻣــــــﻪ ﺍﯼ ﺍﺧـﺘـﺮﻩ !
ﭼﯥ ﻳـﺘﻴـﻢ ﻭﺧﺎﻧـﺪﯤ ښاد ﺷـﻲ
د (ﺗﺂﺋﺐ) ﺍﻭښکې ﺑﻬﻴږﻱ ، ﮐړﻱ ﭘﻪ ﭼﻴﻐـﻮ ﺩﻋﺎګاﻧﯥ
شاعر:قاري توريالی تائب

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب