13 كاله وروسته مې دحقيقت خوند وڅاكه! -هدایت شوي

زه مارګلا نومېږم او په السلوادور كې زېږېدلې يم، دا چې مسلمانه شوې يم ډېره خوشحاله يم، د  الله تعالى شكر  ادا كوم چې ماته يې ددې سپېڅلي دين هدايت كړى دى، چا ته چې الله پاك هدايت وكړي، بيا يې هيڅوك ګمراه كولى نشي.

زما د اسلام راوړولو قصه په لاندې ډول ده:
په دولس كلنۍ كې له خپلې مور او ورور سره استراليا ته كډواله شوم، هلته هم د السلوادور په شان كليسا ته تلم، مګر له يوې مودې وروسته مې كليسا ته تګ پرېښود، خو وروسته د يوې كاتوليكي كليسا لخوا د تعميد غسل راكړى شو او له دين څخه مې پيروي پيل كړه.

په دې كوښښ كې وم، چې له دين سره خپلې اړيكې كلكې وساتم او په دې هم پوه وم، چې يوه ورځ به خامخا حقيقت ته رسېږم، څوكاله تېرشول او كليسا ته له تګ څخه ډېره مطمئنه وم، ولې هغه حقيقت چې د كليسا  لارښوونكو نه شو احساسولى او پيدا كولى، زه د هغه په لټه كې شوم، چې پيدا يې كړم.
له دې ټولو تشويشونو او سوچونو څخه لرې پاتې كېدل او هېرول هم ډېر سخت و او تر يو وخته چې هغوى به څه ويل ما هم په پټو سترګو منل.

په19 كلنۍ كې له يوه مسلمان ځوان سره (چې وروسته مو سره واده هم وكړ) وپېژندل، په هغه وخت كې دا ځوان اسلام ته دومره ډېر پابند نه و، له هغه سره د مينې اصلي لامل د نوموړي اطمينان او په الله تعالى پوره باور و، چې پرې پوره ډاډه و.
له يو څه وخت تېرېدو وروسته دواړه په دې سره راضي شو، چې واده وكړو او د يو بل دين ته به پوره درناوى كوو، له واده وروسته هم كليسا ته تلم او له عيسى عليه السلام او كليسا سره مې مينه د پخوا په شان وه، ډېر وخت نه و تېر شوى، چې كليسا ته له تګ څخه مې زړه تور شو، او نه ورتلم.
په ډاګه بايد ووايم، چې دغه مهال مې اسلام ته هېڅ ډول ميلان نه لرلو او نه مې مسلمانېدل لومړۍ ټاكنه وه، تر دې چې اسلام سره مې مينه پيدا شوه.

څو مياشتې مخكې مې خوب وليد، چې په خوب كې سخته وېرېدلې يم، له خوبه چې څنګه را پاڅېدلم، نو الله تعالى ته مې دعا وكړه، چې يا  الله ما سمې لارې ته هدايت كړه، اى خدايه ما خپل ځان ته نزدې كړه، او الله تعالى ته به مې دعاكوله، چې زما زړه روښانه كړه، چې تا په رښتيني ډول و پېژنم.
څه موده وروسته بيا مې خوب وليد او په خوب كې مې د اّذان غږ واورېد، چې مانځه ته يې ور بللم، په دې وخت كې مې حواس په ځاى و او يوډول خوشحالي مې حس كوله، چې څنګه له خوبه پاڅېدم نو خوب مې خپل خاوند ته ووايه، له هغه مې غوښتنه وكړه، چې قراّن كريم راته راوړي، چې ويې لولم، د قراّن كريم په لوستلو پوه شوم، چې دا د الله تعالى پيغام دى، چې مونږ ته يې رالېږلى او راڅخه غواړي، چې د حقيقت په لټه كې و اوسو.

د هغې ورځې له سهار څخه مې د اسلام په اړه پلټنه پيل كړه، له ديارلس كلونو وروسته مې د نړۍ د اصلي او حقيقي دين خوند وڅكلو، په داسې  حال كې چې د زرګونو مسلمانانو په منځ كې اوسېدم مګر له دې ستر حقيقت څخه بې برخې وم.
ښه مې ياد دي، چې زما لېور( د ميړه ورور ) به لمونځ كولو او د الله تعالى په اړه به يې خبرې كولې، او ويلې به يې چې يوازې د همغه الله تعالى عبادت وكړئ، او شريك ورسره مه پيدا كوئ، په هغه وخت كې مې له دې شيانو سره هېڅ ډول مينه نه وه او ځان ته مې هم ډاډ وركولو چې دا خو يو باطل دين دى.

كله چې مې د اسلام په اړه پلټنې كولې نو پوه شوم، چې دا دين يوازې د منځني ختيځ دخلكو او يا عربانو دين نه دى، اسلام د هر ملت او هر نژاد او د نړۍ د هرې سيمې دين دى، دا دين د ټولو هغه كسانو لپاره دى، چې د الله تعالى او د هغو د پېغمبرانو سره مينه لري او همدا ډول د ټولو هغه كسانو لپاره دى، چې د زړه له اخلاصه غواړي، د الله تعالى بندګي وكړي.
د اسلام د خزانې په پيدا كولو سره سخته خوشحاله شوم، هغه خزانه چې د هغې په راوېستلو سره د انسان ژوند ټول له اطمينان اوخوند څخه ډكېږي، په دې اړه مې خپلو پلټنو ته دوام وركړاو د اسلام د تاريخ په لوستلو مې پيل وكړ.
او په پاى كې پر هغې لار روانه شوم، چې وړاندې مې له هغې پرته بله سمه لار نه وه، هغه لار چې د شهادتينو ويل په كې انسان يوې بلې نړۍ ته ور ننباسي، اوس(2010) كال كې له خپل مسلمان خاوند سره له 13 كلونو تېرولو وروسته د اسلام په مبارك دين مشرفه شوم، د خاوند كورنۍ  مې هم

زما اسلام راوړلو ته سخته حيرانه شوه، ځكه اسلام يوازې دين نه، بلكې د ژوند لاره ده.
د الله تعالى شكر اداء كوم، چې اوس حجاب اغوندم، په حجاب كې ځان ډاډه احساسوم او له ځان سره فكر كوم، چې يو ارزښتمند او با هدفه ژوند لرم او د دنيا ژوند د همېشه لپاره نه بلكې يوڅو ورځې دى، نو ځكه بايد كوښښ وكړو، چې د الله تعالى ريښتيني بنده ګان و اوسو.

سرچينه: د مهتدين سايټ

ژباړه: عبدالرزاق حبيبي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب