14 سوه کاله پخوانی د ماشومانو اروا پوه

۱۴۰۰ کاله مخکې چې د ماشوم روزنې هیڅ کتاب نه و ليکل شوی او د ماشومانو د حقوقو هیڅ کنوانسيون نه و جوړ شوی، زمونږ محبوب پيغمبرﷺ د دې ټولو کتابونو خلاصه په خپل ژوند کې له ماشومانو سره په عملي شکل خلکو ته ورښوده.

– لس کاله یې یو ماشوم خدمت وکړ خو هیڅکله ورته په غوصه نه شو
– ماشومانو ته به یې سلام کاوه
– آن د ماشومانو نه به یې د هغوی د مرغيو پوښتنه هم کوله
– ماشومان به یې غېږ کې اخستل
– آن په لمانځه کې به یې په اوږو سپرېدو ته پرېښودل او نازول به یې
– ماشومانو ته به یې دعاګانې کولې
– په سر به یې ورته لاس را کشاوه
– هغوی به یې په مينه ښکلول
– ماشومانو ته به یې مېوې ورکولې

عبدالله ابن عامر رضی الله عنه وایي یوه ورځ مې پلار سره ناست وم، چې مور مې را غږ کړل راشه یو شی درکوم.
پيغمبرﷺ مې مورته وویل: رښتيا دې هغه ته څه شی ورکول؟
مور مې ورته وویل: هو خرما مې ورکوله
بيا پيغمبرﷺ وفرمایل: که هغه راغی او څه شی دې ورنکړل نو یو دروغ درته ليکل کېږي.
او بل ځای کې بيا پېغمبر صلی الله علیه وسلم دروغ له غلا او زنا هم ستره ګناه ګڼي.
يوه ورځ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ناست او حسن رضی الله عنه یې مچي کاوه، د اقرع بن حابس په نوم یو کس راغی نو چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم یې وليد ورته یی وویل: زما لس بچيان دي تر اوسه مې يو هم نه دی مچي کړی، نو پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: څوک چې په نورو رحم نه کوي نور (خلک) به په ده رحم ونه کړي او بل ځای کې فرمايي چې خدای ستا له زړه رحم اخستی نو زه به څه وکړم؟

يو يهودي ماشوم به د پيغمبر صلی الله علیه وسلم خدمت کاوه هغه مریض شو پيغمبر صلی الله علیه وسلم یې پوښتنې ته ورغی نو بیا ترې پېغمبر صلی الله علیه وسلم غوښتنه وکړه چې مسلمان شه، نو ماشوم سترګې پلار ته ور واړولې نو هغه ورته وویل د ابالقاسم (محمدﷺ) خبره ومنه، نو هغه هم مسلمان شو، پيغمبر صلی الله علیه وسلم چې له هغه کوره راووت نو ویې ویل: الحمدلله چې د دوزخ له اوره بچ شو.

له دې ښکاري چې هغه صلی الله علیه وسلم په ماشومانو څومره مهربانه و چې آن یو کوچني يهودي ماشوم باندې يې هم دا نه لورېده چې بې له کلمې ويلو له دې دنیا لاړ شي.

د بخاري حديث دی چې پېغمبرﷺ فرمايي: کله چې په لمانځه ودرېږم غواړم ښه یې اوږد کړم خو چې د ماشوم د ژړا غږ واورم بېرته یې رالنډ کړم تر څو د ماشوم په مور لمونځ سخت نه شي (یعنې په لمانځه کې ولاړې مېرمنې ټوله توجه د ماشوم ژړا ته واوړي او ماشوم او مور يې وځورېږي).

ماشومانو سره تاسې د پېغمبرﷺ مينه له دې معلومه کړئ، د الله او بنده ترمنځ د راز او نياز او د خشوع او خضوع تر ټولو ښه مقام هغه لمونځ دی او که ماشومان به چېرته راغلل او حتی په دې مهم وخت کې به یې هم د الله محبوب ﷺ سره ټوکې او لوبې شروع کړې نو هغه به نه خفه کول، تاسو به ګڼو احادیثو کې لوستي وي چې حسن او حسين او امامه بنت زينب به یې په لمانځه کې په اوږو سپاره شول او پرته له دې چې هغوی لري کړی یا یې ګوزار کړي مونځ ته به يې دوام ورکړ.

د جاهلیت پرمهال به خلک د ماشومانو په غېږ کې اخستلو، مچي کولو او ځان ته نږدې کولو باندې شرمېدل او دا ورته غيرت ښکارېده خو د خدای رسول ﷺ دا بد عادت له خلکو ورک کړ، تر دې چې د دوه لوڼو پالونکي یې ځان سره په جنت کې یوځای وګنل او ویې ویل چا چې دوه کوچنۍ نجونې ښې وپاللې او لویې يې کړې هغه به ماسره جنت کې داسي وي (بیا يې د خپل لاس دوه ګوتې سره نږدې کړې).

په بل ځای کې يې خپل ټول امت او راتلونکي ټولو پيروانو ته وویل: څوک چې په ماشومانو رحم (شفقت) نه کوي او د مشرانو احترام نه کوي هغه زما له امت څخه نه دی. تاسو خپله فکر وکړئ چې ددې حديث مطلب له دې پرته نور څه کېدی شي چې هر هغه څوک چې ماشومان شکنجه کوي، وهي او رټي یې هغه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم له امته وځي.

ماشومان به چې په ډوډۍ ورسره ناست په ډېره مينه او شفقت به یې ورسره ډوډۍ خوړله او که د ډوډۍ پرمهال به یې کومه اشتباه کوله نو په ډېره ښکلې او احسنه طریقه به یې هغه اشتباه ورښوده او د هغه اصلاح به یې کوله.

په یو بل حديث کې راغلي چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم د زینب بنت سلمه سره به لوبې کولې او غږ به یې ورته کړل: ای زوینب ای زوینب (لکه مونږ او تاسو چې وایو ای زما زینبو ای زما زینبو).

بل ځای کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حسین رضي الله عنه سره لوبې کولې نو ژبه به یې ورته راوويسته هغه به يې چې ژبله وليده نو ور ګام به یې کړ.

کله کله به چې له غزا را وګرځېد نو ماشومان به یې مخې ته راووتل، پيغمبر صلی الله علیه وسلم به امر وکړ چې ماشومان هم درسره په سورلۍ سواره کړئ او د هغوی زړونه به یې هم خوشاله کړل.
یوه ورځ محمود بن ربيع په نوم یو پنځه کلن ماشوم د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د اوداسه په وخت مخې ته راغی نو پېغمبرﷺ به خوله اوبو ډکه کړه او په هغه به یې وپاشلې او هغه سره یې لوبې شروع کړې.

کله به یې ماشومان کتار ودرول غېږ به یې خلاصه کړه او بیا به یې ورته وویل: څوک به ماته له ټولو مخکې راشي هغه ته جایزه ورکوم، بیا به هغو ټولو رامنډې کړې او چې وبه غورځېدل راپورته کول به یې او ښکولول به یې (مسند احمد ابن حنبل)

د پيغمبرﷺ د مدرسې شاګردان هم همداسې روزل شوي و چې له ماشومانو سره ماشومانه چلند او ټوکې ټکالې وکړي.

وایي یوه ورځ عمر رضی الله عنه کور کې ملاست او ماشومانو یې په خیټه ګامونه اچول او ښکته پورته کېدل، یو کار کوونکی یې راغی او چې دا حالت یې وليد چندان خوند یې ورنکړ، عمر رضي الله عنه ترې پوښتنه وکړه چې ته کور کې ماشومانو سره څنګه تعامل کوې؟ هغه ورته وویل: زه خو چې کور ته لاړ شم نو ماشومان ټول له وېرې آرام کيني بیا هیڅوک د شوخۍ جرئت نه کوي، عمر رضي الله عنه دا سړی له دندې لرې کړ، او ورته يې وویل: ته چې په کور کې له خپلو ماشومانو سره مهربانه نه یې او داسې تند او سخت مزاجه یې نو د پېغمبرﷺ له امت سره به دې څه حال وي؟ په بل روایت کې راغلي دي چې چا ورته وویل: ته والې داسې کوې ته خو اميرالمؤمنين یې؟ عمر رضي الله عنه ورته وویل: انسان باید په کور کې له ماشومانو سره ماشوم وي او بيرون قاطع او جديت لرونکی.

انس رضی الله عنه وایي زما له زوی ابراهيم سره له پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه زیاته مينه چا نه کوله، زوی مې ډېر وړوکی و پيغمبر صلی الله علیه وسلم به تلو هغه به یې راونيو ښکل به یې کړ او بیا به بېرته په خپل لاره لاړ.

انس رضی الله عنه بل ځای کې وایي پېغمبرصلی الله علیه وسلم له هغه کسانو څخه و چې له ماشومانو سره یې تر ټولو ډېرې ټوکې کولې (معجم الوسیط، ج: 6، ص:263).

ماشومان د لوبو د وسایلو یا پيسو په ورکړه ډېر خوشالېږي، ځکه خو پيغمبر صلی الله علیه وسلم به ویل یو بل ته ډالۍ ورکړئ چې مينه مو سره پيدا شي، تاسو به لیدلي وي ماشومانو ته تر ټولو ډېر هغه څوک ګران وي چې دوی ته څه شی ورکړي.
ځيني ځيني کسان ډېر ښه عادت لري جېب کې ژاولې، چاکليټ یا هم نور خواږه ګرځوي او کله چې ماشومانو ته هغه ورکړي نو ماشوم له دې کس سره ځانګړې مينه پيدا شي بیا يې هرکله چې ځان ته غواړي نو په ډېره مينه ورځي.

د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند هر اړخ چې راوسپړې داسې ښکلي او د رحمت او شفقت مثالونه په کې شته چې د اوسنۍ زمانې د ارواپوهنې ټول علوم یې اوس اساسات ږدي او خلکو ته یې د عملي کولو تلقین کوی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب