2014 کال په ټولنيزو رسنیو کې!

په 2014 کال کې د اجتماعي شبکو د فعالو کارونکو او غړو په شمیر کې پرمختګونه څه ډول وو؟

په تیر 2014 کال کې فیسبوک یواځینۍ هغه ستره اجتماعي شبکه وه چې د فعالو کارونکو تعداد یې د 2013 کال په مقایسه 9 فیصده کم شوی و. خو په 2014 کال کې د نویو را ګډ شویو غړو په شمیر کې یو فیصد زیاتوالی راغلی.
خو ددې سره سره بیا هم د Global Web Index ګلوبل ویب اینډیکس د سروي له مخي فیسبوک د اجتماعي شبکو تر ټولو مشهوره هغه ده او د انټرنیټ ۸۱ فیصده کارونکې د فیسبوک د اجتماعي شبکې غړي دې.

د فیسبوک د فعالو غړو په شمیر کې د کمښت دغه فیصدي د هري میاشتي د فعالو استعمالونکو د شمیرلو څخه معلومه شوي او د فعالو غړو په شمیر کې دا کمښت زیاته برخه د اسیاسي هیوادونو کارونکې تشکیلوې.
په 2014 کال کې د Pinterest شبکې فعالو کارونکو شمیر کې (97%) ، دTumblr شبکي فعالو کارونکو شمیر کې (95%) زیاتوالی راغلی په داسي حال کې چې د Instagram شبکې د فعالو کارونکو شمیر کې 47% ، د YouTube د کارونکو شمیر کي 13% زیاتوالی، د Twitter د کارونکو شمیر کې 7% او د LinkedIn شبکې د فعالو کارونکو په شمیر کې 38% زیاتوالی راغلی ده.

د YouTube شبکه د انټرنیټ د 82% کارونکو لخوا لیدل شوی چې دا تعداد د فیسبوک تر تعداد هم زیات ښودل شوی ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب