د خلکو عیب مه لټوئ | لنډه کیسه

یو وخت یو باچا و په یوه سترګه ړوند اوپه پښه ګوډ و ، یوه ورځ یې دهیواد تکړه انځورګران اورسامان ټول راوغوښتل او امر یې وکړ چې د ده یو انځور وکاږې په دي شرط چې دده عیبونه پکي ښکاره نه وې …
ټولو انځور ګرانو انکار وکړ او ویې ویل :  دیوه ړانده اوګوډ انسان داسې انځور به څنګه کاږې چې روغه سترګه اوروغه پښه ولرې ؟!!

ټولو انځورګرانو د باچا له انځور جوړولو نه انکار وکړ خو د دي ټولیز او عام انکار په منځ کې یو انځورګر رامنځته شو او سینه یې وډبوله چې داکار دی کوې …!!  په کار یې پیل وکړ او دباچا یوښایسته انځور یې تیارکړ او هغه داسې چې باچا دښکارپه حالت کې ګونډه ماته اودښکار د ټوپک ځخي ته  یې  یوه سترګه پټه اوپه بله هدف کره کوې !!!

په دي توګه باچا ښایسته انځور په داسې توګه تیارشو چې دواړه درانه عیبونه یې هم پکي پټ شول ، کاش موږ هم د دي انځور ګرپه څیر دنورو خلکو د شخصیت مثبت انځورونه واخلواوپه منفي ټکو او سلبیاتو یې سترګې پټي کړو ، هیڅ دسې انسان نشته چې هغه تیروتني او منفي اړخونه ونلرې خو که موږ دځان اونورو ارامي او خوشالي غواړو باید د هرچا ایجابي او مثبتو خصلتونو ته ځیرپآته شو اوپه منفي خویونو یې سترګي پټي کړو .

لیکنه حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب