پرځان باور

پر ځان د باور پیدا کولو مي نن بیخي ښایسته کیسه درته تیاره کړې ده دا په ماشومانو کې پرځان د باور پیدا کولو په اړه ده، ډیره ښایسته خوندوره او له پندونو او عبرتونو ډکه کیسه ده، دا فکر ونکړئ چې د کیسې ستاینه به د لوستوالو د راجلبولو په نیت کوم، نه نه کیسه کیسه ده، دا د یوه هوښیار او تجربه کار ښوونکي کیسه ده او د ده له خولې یې اورو، دی وایې زه په مکتب کې استاد مقرر شوم او د دریم صنف د قران او توحید مضمون راکړل شو، د درسي صنف تر پای ته رسیدلو یوه میاشت مخکي مي شاګردان رایوځای کړل څو له هغوی نه د دوی درسونه واورم او د هغوی پوهنیزه سویه ځان ته معلومه کړم، او له هغه وروسته به د دوی د زده کړې له پاره خپله نقشه جوړوم.

له هر شاګرد نه مي په خپل نوبت پوښتنه کوله په اخیر کې یوه شاته ناست هلک ته نوبت ورسید، هغه ته مي وویل چې درس ولوله ټولو شاګردانو په یوه اواز راته وویل: استاده هغه نه پوهیږي، په دې خبره زه خپه شوم او د هغه ماشوم په حالت مي زړه درد وکړ، هغه ډیر عاجز ناست و له شرمه یې مخ تګ سور شو او پر تندي یې خولې راماتې شوې، په دې وخت کې زنګ ووهل شو ماشومان تفریح ته ووتل او دا ماشوم په صنف کې پاته شو زه هم ورسره پاته شوم او را ومي غوښت، له هغه سره د مرستې په نیت مي خبرې ورسره وکړې او له خبرو یې معلومه شوه چې هلک زړه غورځولی دی. پرځان باور نلري، او ځان سپک ورته ښکاري، ځکه دی په دې فکر دی چې د صنف ټول شاګردان له ده ښه او غوره دي، او دی نشي کولی د هغوی په څیر لوست وکړي.

زه د مکتب ادارې ته ولاړم او د دې هلک معلومات مي وکړل راته معلومه شوه چې هغه د شتمنې کورنۍ دی  ښه مور او پلار او وروڼه او خوندې لري په کور کې ښه ژوند لري او د کورنۍ له خوا هیڅ ستونزه نلري، دا وخت راته معلومه شوه چې د هلک ستونزه او پرځان بې باوري یې د کورنۍ له خوا نده بلکي دا ستونزه هغه ته په مکتب کې پیدا شوي ده، زه پوه شوم چې هغه خامخا د استادانو له خوا ترټل شوی او سپک کړل شوی دی، د صنف ملګرو هم شاید هغه ته پیغورونه او طعنې ورکړې وي له هغه وروسته یې د کهتري احساس مل شوی په  تیرو صنفونو کې استادانو بې توجه پرې ایښی دی او پایله یې داده چې نن هغه پر ځان باور له لاسه ورکړی دی، په دې وخت کې ما پریکړه وکړه چې د الله په مرسته به زه دا ماشوم له دې حالته ژغورم، د ماشومانو په اړه زما د تجربو په رڼا کې زه پوه شوم چې د ماشوم حالت بدلیدونکی ده خو چې یوڅه خواري او حکمت ورسره خپل کړل شي، هر ځیرک او ذکي ماشوم ډیر حساس وي، د هغه عواطف او مشاعر ډیر نرم او باریک وي هغه له ځانه دفاع نشي کولی او له ماشومانو سره په ډغرو او مقابلو کې لږځواکه وي.

له هغه سره د مرستې په نیت مې لومړی ګام دا پورته کړ چې هغه هلک مي  په لومړي کتار کې ځان ته مخامخ کېناوه، ما پریکړه وکړه چې زه باید لومړی هغه ته په صنف کې ځانګړی حیثیت ورکړم، په دې توګه به  له هغه سره د خپل وجود یوڅه احساس پیدا شي هغه به فکر وکړي چې زه هم یو څوک یم، ماته معلومه شوه چې هغه هلک ډیر ځیرک او ښه پوه و، بله ورځ مي هغه ته یوه سخته جمله ولیکله داسي جمله چې د هغې تلفظ هم ډیر سخت و او د هغې جملې د سختو الفاظو په معنا مي پوه کړ چې د هغې یادول ورته اسانه شي، دا جمله مي په یوه ورقه ورته ولیکله حرکات مي ورکړل او ورته ومي ویل چې دا جمله به ښه یادوې، او دا مي هم ورته وویل چې  د دې جملې خبره به له هرچا پټه لرې د کور غړو او د مکتب ملګرو هیچاته به  حال نه وایې. کله به چې ماشومان تفریح ته ووتل دی به په صنف کې پاته و او تفریح ته به نه ووت ځکه دی د هرچا له نظره لویدلی و او چا ملګرتیا هم نه ورسره کوله ما به په دې وخت کې په صنف کې هغه ته هغه سخته جمله ور یادوله.

ما به د درسونو په پای کې خپلو شاګردانو ته یوه خوندوره کیسه بیانوله، دا کیسه به مي هغوی ته څو ټوټې کړه دوی به هره ورځ کیسې ته انتظار وو کله به چې کوم یوه ښه درس نه و یاد کړی یابه یې کورنۍ وظیفه سمه نه وه تیاره کړې کیسه به مي  د هغه کس/کسانو د سزا په نیت په هغه ورځ وځنډوله په دې توګه به شاګردانو له یوه بل سره مرسته هم کوله او کوم یو به چې تمبل و هغه ته به یې غوسه هم کوله، څو زه کیسه ونه ځنډوم، یوه ورځ مي چې د هغوی درسونه واوریدل په اخیر کې یې د کیسې راته وویل چې پوره یې کړه ما ورته وویل: هغه کیسه نشم پوره کولی دوی وویل: ولې استاده موږ خو خپل درسونه سم ولوستل او کورنۍ وظیفې مو هم سمې وې؟ ما ورته وویل: نن زه یوه بله کیسه درته کوم چې ډیره دلچسپه او مهمه ده، کیسه مي هغوی ته ډیره وستایله او هغوی یې اوریدلو ته لیواله شوو.

کیسه مي له خپل خیال نه ورته تیاره کړې وه او پیل مي کړه: یوځای په یوه سیمه کې یو قوم اوسیده، د دوی کلی یې (القراقبة) باله، دوی به په لوی اختر کې ډیرې ښې قربانۍ کولې غوایې به یې حلالول او هر یوه به په خپله قرباني ډیر فخر کاوه، له یوه لوی اختر نه به یې د قرباني ساتنه پیل کړه تر راتلونکي لوی اختر پوري به یې ساته او بیا به یې د اختر  په ورځ حلال کړ، په دې کلي کې یو کس علي القرقبي نومیدی، دی د مال په ښه ساتنه او څربونه کې په ټول کلي  کې مشهور و، غوا به یې د خپل کور مخته تړلې وه هر چا به چې ولیدله ارزو به یې کوله چې کله به د اختر ورځ راځي چې د علي د غوا غوښه او شوروا ووهي، خو د دوی یو عادت و چې دوی به په کوم ځای کې اختر کاوه هلته به یې د کلي ټول تیار خوراکونه یو ځای کېښودل او وروسته به یې خوړل نو دا پته نه لګیده چې کوم خوراک د چا ده. او بل به ټولو په لومړۍ ورځ د غوا د ورمیږه هډوکي پخول.

خدای شته د علي غوا ټول کال د ډیرو کلیوالو په سترګو کې ګرځیدلې وه او دلته په لوښیو کې د علي لوښي معلومول سخت وه په دوی کې یوه ځیرک  ځوان  څو لوښې وکتل او ویې ویل: ماد علي د غوا شوروا وپیژندله ، او دا جمله یې داسي وویله:  (أنا عرفت مرقة رقبة بقرة علي القرقبي من بين مراق رقاب أبقار القراقبة) یعني ما د قرقبې د کلې خلکو د غواو د ورمیږونو  په شورواو کې د علي القرقبي د غوا د ورمیږه شوروا وپیژندله . کیسه مي په دې جمله ودروله او شاګردانو ته مي وویل: په تاسو کې به داسي تکړه کس پیدا شي چې په بیړه سره دا جمله ووایې؟ هغوی هر یوه به چې جمله پیل کړه دوه درۍ کلمې به یې وویلي او وبه دریدی، ماته به یې وویل: استاده بیا یې تکرار کړه ما به بیا ورته تکرار کړه په صنف کې ټولو تکړه تکړه شاګردانو کوښښ وکړ او آن د صنف کیفتان هم ډیرې هڅې وکړې خو ویې نشوی کولی په بیړه سره دا سخته جمله  ووایې، که څه هم ما څو څو ځله ورته تکرار کړه.

کله چې ټول ناکام شوو ما ورته وویل: دا جمله په تاسو کې هغه کس ویلی شي چې تر ټولو پوه او ځیرک وي او د جملې په معنا پوهیږي هغه کس زه اوس تختې ته راغواړم چې دا جمله ووایې، ما چې دا خبرې کولې او هغه ماشوم ته به مي وکتل هغه به غلی شو او چې مخ به مي بل لورته واړاوه او له څنګه به مي ورته کتل ګوته به یې پورته کړه، د هغه دا جمله سمه یاد او زده وه او ما څو ورځې مخکي ښه ورښوولې وه خو پرځان یې لاباور پوخ نه و فکر به یې کاوه چې فلاني او فلاني ونه ویله نو زه به یې څنګه وایم ، له ده مخکي مي د صنف تکړه تکړه هلکان یو یو تختې ته را وغوښتل خو یوه هم ونشوی کولی جمله په بیړه ووایې. اخیر مي ده ته وویل چې ته پخپل ځای کې دا جمله ووایه، هغه مي تختې ته ځکه نه راوغوښت چې په حالت یې پوره باوري نه وم ماویل زبون به یې ووهل شي او د هلکانو په مخ کي راتګ او بیا د تختې خواته جمله ویل به ورته ګران شي،  هغه په خپله چوکۍ ناست و او په ښه توګه یې جمله وویله، ما لاس ورته وپړکول خو د صنف هلکانو یوه هم  راسره بدرګه نکړې  ځکه یو خو د ده غږ ډیر ټیټ و او بل هلکانو ګومان هم نه کاوه چې دی دي دا سخته جمله وویلی شي.

دویم ځل مي بیا په خپل ځای کې ودراوه او ورته ومي ویل هغه جمله په لوړ اواز بیا تکرار کړه، ورته ومي خندل او ورته ومي ویل: ته زمری یې او ته په صنف کې تر ټولو پوه هلک یې، پورته شو او په ډاډ سره یې جمله تکرار کړه، چکې مي ورته ووهلي او ماشومانو هم راغبرګې کړې، اوس نو زه د ده په اړه باوري شوم هغه مي وهڅاوه او له غږه یې معلومیدله چې تکړه او زړور شو، بیا مي تختې ته را وغوښت بیا یې تکرار کړه او ما په پرلپسې توګه هڅاوه، او ورته ویل مي ته ډیر تکړه یې ته پوه او ځیرک یې، د ده دې حالت ته شاګردان هم یوڅه حیران وو او دده دومره پوهه او ځیرکتیا یې زړونو ته نه لویدله هغوی راته وویل ورته ووایه چې بیا یې تکرار کړي، ما ورته وویل: نه تاسو پخپله له هغه نه وغواړئ چې جمله تکرار کړه، له دې کار نه مي څو موخې وې یو دا چې دی پوه شي چې تکړه ده ملګري یې د داسي څه غوښتنه ورنه کوي چې د دوی په وس نده پوره او دی یې کولی شي، او بل دا چې دی په ځان باوري شي چې ټول ملګري ده ته توجه کوي او له ده غوښتنه لري، او دا چې ده ته واضحه شي چې په موجود وخت کې کومه پوه له ده سره شته هغه یې له ملګرو سره نشته.

د ساعت د پوره کیدلو زنګ ووهل شو هلکان چې تفریح ته وتل دی هم یو ځای ورسره ووت، د صنف ملګرو یې په نوم  یاداوه او ناري یې ورته وهلي، دی یې په منځ کې روان و لکه د ټولو مشر چې وي او یا لکه هغه لوبغاړی چې مډال یې لوړ نیولی وي او نور ملګري یې شاو خوا ورسره ځغلي، دا خبره په مکتب کې خپره شوه د نورو صنفونو مشرانو هلکانو هغه ته توجه ښووله، له هغه به یې پوښتنه کوله او خپلو ملګرو خو یې د دې جملې په اړه ټولو پوښتنې ورنه کولې، ملګري یې زیات شول هر ځای به له هلکانو سره لیدل کیدی هغه تنهایې او یواځیتوب یې ختم شو او داسي شو لکه  ډیر پوه او هوښیار هلک چې مکتب ته نوی راغلی وي. او د هر هلک زړه غواړي ملګری یې شي، هغه هلک ته مي وویل چې دا کیسه او دا معلومه جمله یې په کور کې له موراو پلار او وروڼو او خوندو سره هم شریکه کړه داراز په کلي کې یې له شناخته و او خپلوانو ټولو سره شریکه کړه او چیلنج ورکړه چې ستا په شان یې په تیزي سره ووایې.

په دې ورځو کې مکتب رخصت شو څو ورځې وروسته یې پلار راغی او هغه ما بیخي لیدی نه و هغه زما نه مننه وکړه او دعا  یې راته وکړه چې استاده تا زما زوی وژغوره او په عجیبه توګه دي د هغه درملنه وکړه، ده راته کړه چې زما خپلوان او کلیوال ټول زما د زوی د حالت بدلون ته حیران دي  او راته وایې چې دا ډاکټر څوک و چې ستا د زوی درملنه یې وکړه، ستاسو زوي خو ډیر شرمندوکی، بې زړه او ناپوه و اوس خو داسي شوی دی چې لویان نشي ورسره سمیدلی. پلار یې راته کړه چې ما ته ورته وښوولي چې دا ښیګڼه فلاني استاد را سره وکړه الله دي پوره بدله ورکړي، د هلک پلار مي له دې وروسته شناخته شو او زه څه موده وروسته له هغه مکتب نه بدل شوم .

څه موده وروسته مي د هلک پلار ولید او د زوی پوښتنه مي ورنه وکړه هغه راته کړه چې اوس یې قران مکمل یاد کړی دی او په خپل تحفیظ القران کې په ټولو کې وتلی هلک دی . د ده د بریاو لړۍ روانه وه وروسته یې بیا مکتب او لیسه پوره کړل  څو څو ځله په خورا لوړو نمبرو بریالی شو او آن مډالونه یې هم ترلاسه کړل پوهنتون ته ولاړ هلته یې هم ښه نمبر او د ښې پوهې ستاینلیکونه هم ترلاسه کړل او له پوهنتون نه په لوړه سویه بریالی ووت. او اخیر د لوړو زده کړو له پاره یوه مشهور باندني پوهنتون ته ولیږل شو.

د دې هوښیار او دردمن استاد دا تفصیلي کیسه زیاتونې ته ډیره اړتیا نلري د دې له جزئیاتو زموږ ښوونکي او روزونکي ډیر څه زده کولی شي، زموږ په مکتبونو، لیسو او پوهنتونونو کې د دې هلک په څیر پریمانه ماشومان له موراو پلار او استادانو هیر ګرځي، هغوی ته د هغه چا توجه کمه وي چې باید توجه ورته وکړي او په پایله کې هغوی پرځان د نه باور په ناروغي اخته شي، زموږ ښوونکي په ځانګړې توګه له دې کیسې ډیر څه زده کولی شي لکه څومره چې د استاد او ښوونکي عزت او احترام زیات ده همدومره یې مسؤلیت هم زیات ده او داراز د ده غفلت او بې پروایې  د زیاتو هلکانو ژوند بربادوي. لوی کارونه لویو همتونو ته اړتیا لري د استاد همت لوی کار ده او د ګڼ شمیر انسانانو د تنویر او ښې راتلونکې ضمانت کیدلی شي. او د کیسې مهم پیغام ( پرځان باور ) هم بیخي روښانه ده، که یو څوک پر ځان باور ونلري هغه به له ډیر څه محروم وي .

حامد افغان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب