دايمان بناوي با ارکان

دإيمان بناوي//

إيمان شپږبناوي (أركان) لري

پر الله (جل جلاله) ایمان

پر  ملایکو ایمان

پر کتابونو ایمان

پر رسولانو ایمان

your ads

پر ورځ‌ د آخرت ایمان

پر  تقدیر ایمان

*دإيمان لومړي بنا: په الله (جل جلاله) باندي إيمان لرل .

په الله (جل جلاله) باندي إيمان لرل لاندني أمورو ته مشتمل دي :

أ-دالله (جل جلاله) په ربوبيت باندې إيمان لرل، يعني دا پوره باور كول چې پالونكي پيداكوونكي، اختيار مند، دمخلوقاتو دټولو كارونو نظام څلوونكي، او په ټول عالم كې تصرف كوونكي يواځې يو الله (جل جلاله) دي .

ب-دالله (جل جلاله) په ألوهيت باندي إيمان لرل، يعني دا پوره باور كول چې يواځې الله (جل جلاله) په حقه سره معبود او دعبادت لايق دي، او دالله (جل جلاله) څخه پرته نور ټول معبودان باطل او په ناحقه دي .

ج-دالله (جل جلاله) په نومونو او صفتونو باندې إيمان لرل،  يعني په دي باندي پوره باور كول چې الله (جل جلاله) لره ښايسته نومونه، او دكمال والا اوچت صفتونه دي، لكه څرنګه چې ئي په قران كريم او أحاديثو كې ذكر شوي دي .

دإيمان دوهمه بنا: دالله (جل جلاله) په ملائكو  باندي إيمان لرل :

ملائكې دالله (جل جلاله) عزتمند بندكان دي، الله (جل جلاله) پيدا كړي دي، أو هغوي يواځې ديو الله (جل جلاله) عبادت كوونكي او دهغه دحكم تابعدار دي. او هغوي لره الله (جل جلاله) په جلا جلا كارونو مكلف كړي دي، او ځنی  ددغه ملائكو څخه چه په بيلو بيلو كارونو مكلف دي :

*جبيرل (علپه السلام) چې دالله (جل جلاله) له طرفه په وحې راوړلو مكلف دي په هغه جاباندې چې دالله (جل جلاله) خوښه وي چې هغوي أنبياء او پيغمبران دي .

*بل ميكائيل (عليه السلام) چې په بارانونو او بوټو شنه كولو باندې مكلف دي .

*بل إسرافيل (عليه السلام) دي چې دشپيلي په پوكولو باندې مكلف دي، يوه شپيلي به دمخلوقاتو دمړه كولو په وخت كي وهي او بله شپيلي به ددوباره ژوندي كولو په وخت كې .

*بل ملك الموت (عليه السلام) دي چې دمرګ په وخت كې دارواحو په قبض كولو باندي مكلف دي .

د إيمان دريمه بنا : دالله (جل جلاله) په كتابونو باندي إيمان لرل :

الله (جل جلاله) په خپلو پيغمبرانو كتابونه راليږلي دي كوم كې چې دبندكانو لپاره لارښونه، او خير خواهي، او كاميابي ده. او مونږ ته ددغه كتابونو څخه لاندني كتابونه معلوم دي :

1- تورات : كوم چې الله (جل جلاله) په موسى (عليه السلام) راليږلي دي، اودا دبني إسرائلو په كتابونو كي غټ كتاب دي .

2- إنجيل: كوم چې الله (جل جلاله) په عيسى (عليه السلام) راليږلي دي .

3- زبور:كوم چې الله(جل جلاله) داود (عليه السلام) ته وركري ؤ.

4- قرآن كريم: دا هغه لوي كتاب دي چې الله (جل جلاله) په خپل آخري پيغمبر محمد r باندي راليږلي دي، پدې سره الله (جل جلاله) مخكنې ټول كتابونه منسوخ او ختم كړه، او ددي كتاب (قرآن كريم) ساتنه ئي خپل ځان ته وسپارله ددي لپاره چې دا قرآن كريم دقيامت دورځې پورې په ټول مخلوق باندې حجت اودليل پاتي شي .

او په  صحيفو باندې ايمان لرل  .

د إيمان څلورمه بنا: دالله (جل جلاله) په پيغمبرانو إيمان لرل :

الله (جل جلاله) خپلو بندكانو ته پيغمبران راليږلي دي، چې أولني رسول(پيغمبر) نوح (عليه السلام) دي، او آخرني رسول محمد r  دي، او ټول پيغمبران  دعيسى (عليه السلام) چې دمريم (عليها السلام) ځوي دي، او دعزير (عليه السلام) په شموليت دوي ټول بشر يعني بنيادمان دي، او دالله (جل جلاله) مخلوق دی، الله (جل جلاله) دوي ته دخپل ربوبيت دخصوصيتونو څخه هيح نه ؤو وركړي، بلكه هغوي دنورو بنده ګانو په شانته بندګان ؤ، الله (جل جلاله) په رسالت (وحی ليږلو) باندې مشرف او عزتمند كړي ؤ. او الله (جل جلاله) دمحمد r په راليږلو سره دييغمبري سلسله ختمه كړه، الله (جل جلاله) محمد rټولو خلكو ته پيغمبر راو ليږه، دهغه نه روسته بل ييغمبر نه شته .

د إيمان پنځمه بنا: دآخرت په ورځ باندې  إيمان لرل :

دآخرت ورځ چې دقيامت ورځ ده، هغه ورځ ده چې دهغي نه ورسته بله ورځ نه شته، پدغه ورځ به الله (جل جلاله) ټول خلك دقبرونو څخه ژوندي راپورته كوي، دهميشه زندګۍ لپاره يا دنعمتونو به كور كې چې جنت دي، او ياد دردناك عذاب په كور كې چې دوزخ دي .

دقيامت په ورح باندې دإيمان لرلو معنى داده چې په هغه څه باندې چې دمرګ څخه روسته ورسره مخامخ كيږي كلك باور او تصديق وكړي، لكه په قبر كي سوال او جواب، يا په قبر كې نعمتونه، يا په قبر كې عذاب .

او هم په هغه څه باور وكړي چې دقبرڅخه ورسته ورسره مخامخ كيږي لكه دقبرونو نه راپورته كيدل، او دحشر ميدان ته غونډيدل، او هلته حساب او كتاب كيدل، او بيا يا جنت ته تلل او يا دوزخ ته .

د إيمان شپږمه بنا : په تقدير باندې إيمان لرل :

په تقدير باندې دإيمان لرلو معنى داده چې پدې خبره پوره باور او تصديق وكړي چې الله (جل جلاله) ټول كائنات – يعني هغه څه چې كيدونكي دي- أندازه كړي دي، اوټول مخلوقات ئي دخپل مخكنې علم او دخپل حكمت دغوښتني مطابق پيداكړي دي، له دي كبله ټول كائنات او مخلوقات الله (جل جلاله) ته په خپل أزلي علم سره معلوم دي، او دهغه سره په لوح محفوظ كې ليكلي دي، او الله (جل جلاله) ددي ټولو كائناتو پيداكول غوښتل، نو ټول ئي پيدا كړل، هيڅ شي هم ددي مخلوقاتو او كائناتو نه كيداي نه شي مګر دالله (جل جلاله) په إراده او كړنه او پيدائش سره به كيږي .

[irp][irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب