د شکرې ناروغي یا Diabetes mellitus

په لنډه توګه وايو چی ديابيتس يوه اوږده (مزمنه) ناروغي ده چې ټول وجود ته تاوانونه رسولای شي. پخوا خلکو يواځی داسې ګڼله چې د شکر په ناروغۍ اخته کسان بايد خواږه ونخوري مګر اوس پوهېږو چې دلته نورې خبرې هم شته. د ساري په ډول زموږ تن د خوږو موادو د مصرفولو په خوا کې د غوړينو موادو په استقلاب(مصرفولو) کې هم ستونزې لري.

ډيابيتس اصلاً څه ته وايي؟

پدې ټول پوهېږو چې زموږ وجود انرژﺉ ته اړتيا لري او د انرژی لپاره خوړو ته اړه لرو. تر ټولو نه با ارزښته دانرژی وسيله زموږ وجود ته ګلوکوز يا بوره ده. ګلوکوز د بورې نه پرته په نشا يسته، دغنمو ډوډۍ، شيدو، کچالو، ميوې او ډيرو نورو خوړو کې شته.
دا مواد له خوړلو نه وروسته هضمېږی او بلاخره د وجود لپاره د نورو اړوندو موادو په خوا کې ګلوکوز هم برابروي. ددې نه وروسته ګلوکوز وينې ته ځي او په تول تن کې ويشل کېږي. ګلوکوز په وينه کې په يوه معينه اندازه موجود وي. چې دی ته د وينې د ګلوکوز سويه يا اندازه وايی. د وجود د سم کار کولو لپاره ضروري ده چې د شکرې دا سويه نه د اندازی نه زياته وي او نه کمه . زموږ وجود دغه ضروري سويه په خپله کنترولوي او دا کار د انسولين په نامه يو هورمون په وسيله کوي. دغه باارزښته هورمون د پانقراص په نامه يو غړي کې چې زموږ د معدې نه لاندې ځای پر ځای دی جوړېږي. د انسولين په مرسته زموتږ د تن هره حجره ګلوکوز سوځوي او له هغې نه انرژي اخلي. دا ټوله سلسله له خوړلو وروسته په اتوماته توګه ترسره کېږي. له خوړو وروسته د ګلوکوز سويه په وينه کې پورته ځي.او د پانقراص غدود د دی په ځواب کې انسولين وينې ته لېږدوي، د انسولين په مرسته زموږ حجرې ګلوکوز له وينې څخه اخلي او سوځوي يی. پدې توګه په وينه کې د ګلوکوز سويه په يو حالت کې ساتل کېږي. د شکرې په ناروغانو کې يا خود انسولين اندازه لږه وي او يا هم کار يی سم نه وي. لدې کبله د وينې د ګلوکوز سويه لوړه ځي.
د شکرې ناروغي څو ډولونه لري.

لومړی ډول ډيابټ یا Type 1 diabetes

د وجود د خپل دفاعي سيستم د يوې غلطۍ له کبله د پانقراص هغه برخه چې انسولين جوړی له منځه ځي. د دې ډول ډيابټ درملنه يواځی د انسولين ستنو په لږوولو سره کيږي. د درملنی نه پرته د دی ډول شکرې ناروغان ژوند نشي کولای.
ددی لامل چې ولې په دفاعی سيستم کې ستونزه پيدا کيږي، تر اوسه پوری ندی ښکاره شوی. د ارثيت په خوا کې نور فکټورونه هم پدې کې خپل اثر لري لکه خوراک ، ويروسونه او نور.

دويم ډول ډيابټ یا Type II diabetes

پدې ډول کې د پانقراص غدود لږ انسولين جوړوي او يا هم د وجودحساسيت يا عکس العمل د انسولين په مقابل کې کمېږی.لدې کبله د وينی د ګلوکوز سويه لوړه ځي. ډير وخت د وجود غوړ لکه کولسټرول او د وينی فشار هم لوړ ځي.
دا دول د ديابټ ډير ورو پرمختګ کوي له همدې له کبله له زياتو کلونو وروسته پېژندل کيږي او پدې موده کې دا ناروغي نوره هم پر مختگ کوي او وجود ته زيانونه رسوي. له همدی کبله ديره مهمه ده چې د شکرې دا ډول ژر وپېژندل شي چې په وخت سره يی درملنه وشي.
ارثيت پدې ډول کې له لمړي ډول په پرتله ډير غټ رول لري. دېروخت د ارثيت په خوا کې، چاغي ، د سپورت يا ګرځيدو کمښت، دوينی لوړ فشار ، وينی د غوړ (کولسټرول) زياتوالی او د عمر زياتوالی په ډيابيټس باندی د اخته کېدو خطر زياتوي. پخوا داسی ګڼل کيده چې دا ډول ډيابټ يواځې په زړو خلکو کې پيدا کيږي اما اوس مالومه شوې ده چې ځوانان او ماشومان هم دا ډول ډيابټ باندی اخته کېدای شي.

داميندواری ډيابيتس يا Pregnancy Diabetes

د اميندوارﺉ په دوره کې د هورمونونو د اثر له کبله وجود ډېر انسولين ته اړتيا لري. کله داسې شي چې ا ميندواره ښځې يا خو په بشپړه توګه انسولين نه جوړوي او يا هم انسولين خپله دنده ترسره کولای نشي. لدی کبله د وينی دګلوکوز سويه لوړه ځي.
دا ډول ډيابټ زياتره په چاغو اود زيات عمر لرونکومېندو ( ۳۵ کلو نه پورته ) او هغه ميندو کې چې کورنۍ کې يی نور کسان ډيابيټس ولري او هغه ميندو کې چې درانده ماشومان نړی ته راوړي ( ۴ کيلو نه درانده ) ليدل کيږي. د ماشوم له زېږېدو وروسته دا ډول ډيابټ اکثراً له منځه ځي. ددې ډول ډيابيټس ناوړه اثرات مور او ماشوم دواړو ته وي. د ماشوم وده خرابېږی اوښايي وروسته خپله هم په ډيابيتس اخته شي.
د ډيابيټس ځيني نور ډير کمېابه ډولونه هم شته چې يادول يی دلته ضروري نه ګڼم.

څرنګه کولای شو ډيابيټس وپيژنو؟

د ډيابټ په ناورغانو کې هغه اندازه ګلوکوز چې وجود يی نشي مصرفولای د متيازو سره له وجود څخه وځي او پدې توګه وجود انرژي له لاسه ورکوي چې داپه خپل وار سره د بی ځايه ستړتيا لامل ګرځی. نورې نښې يی ډيرې تشې ميتيازې کول، دوامداره تنده، لوږه، زيات په مکروبي ناروغيو اخته کېدل اود زخمونو په آسانه نه رغېدل دي.
په اول ډول ډيابټ کې نښې نښانې ډېرې روښانه او ناڅاپي وي او ناروغ ورځ په ورځ ډنګرېږي.
په دويم ډول کې نښې دومره روښانه نه وي لدی کبله ناروغان تر کلونو کلونو داکتر ته مراجعه نه کوي.
د اميندوارۍ دوره کې هم د ناروغۍ نښې روښانه نه وي. نو که ستاسو کورنۍ کوم بل وګړی هم د ډديابيټس دويم ډول باندې اخته وي او ددې تر څنګ کوم بل د خطر زياتؤنکی فکټور ولرﺉ نو ښه داده چې کال کې يو ځل خپل ګلوکوز د يو ډير ساده معاينی په وسيله مالوم کړﺉ.

څرنګه د ډيابيټس مخنيوی کولای شو؟

۱. په دوامداره توګه کم تر کمه د ورځې نيم ساعت ګرځېدل او يا سپورټ کول.

۲. له څيړنو څرګندېږي چې د وزن د ۵-۱۰٪ کمښت سره د ديابيټس خطر هم کمېږی. ۳. دری وخته د ورخې ښه خواړه: يعنی د غوښی کم خوړل ،کافی سابه او د امکان په صورت کی په ورځ کی ۲ ټوټې ميوه، او ددې ترڅنګ د غنموډوډی،( وريژې يا نور حبوبات). ۴. سګرټ نه څکول: د څيړنو نه معلوميږي چې هغه ښځې چې سګرټ څکوي د نورو په پرتله زيات په ډيابت اخته کېږي.

د شکر ناروغۍ زیانونه:

له بده مرغه د شکری ناروغي کټ مټ نه ښه کيږي او که د کنټرول لپاره يې درملنه تر سره نشي نووجود ته ناوړه تاوانونه رسوي. خو که دی ناروغی باندې اخته ناروغان ځانته ښه پاملرنه وکړي نو ددی تاوانونو نه مخنيوی ډير ښه کيدای شي. پدی ښايي پوه شو چې د ډيابيټس د ناورغ عمر د روغ انسان په پرتله په اوسط ډول لس کاله کم وي. زياتره د ډيابيتيس ناروغان د ژوند په دوران کې ددی ناروغی کم تر کمه يو ناوړه اثر سره چې لاندې يې يادونه کېږي، مخامخ کېږي. دوينی د ګلوکوز د سويی دوامداره جګوالی، د غوړينو موادو په جوړولو او مصرف کې خرابی او يا هم د وينې لوړ فشارد شکر په ناروغانو کې د ناوړه اثراتو لامل ګرځي . دډيابيتس ځانګړې ناوړه اثرات په وجود باندی په لاندی ډول دي.

د زړه او رګونو ناروغي:

هغه کسان چې د شکرې ناروغي لري د نورو خلکو په پرتله ۲-۴ ځله زيات د زړه او رګونو په ناروغيو اخته کېږي. په Type II Diabetes يا دويم ډول شکرې ناروغۍ کې د وينی کولسټرول غوړ هم جګ وي. دا جګ کولسټرول په خپل وار سره د زړه او رګونو د ناروغيو په پيدا کېدوکې مرسته کوي. ددويم ډول ډيابيټس د هرو لسو ناروغانو نه نژدی شپږ تنه يی د زړه د رګونو د بنديدو له کبله، په کوم کې چې د زړه د غوښې وړه يا غټه ټوټه له کاره لوېږي، مري. اوهمدارنګه د ماغزو د رګونو بندېدل او يا په مغزو کې د وينې بهيدل هم پدی ناروغانو کې د مړينې لامل ګرځي.
همدارنګه په پښو کې د وينې د رګونو د تنګېدو له کبله د ډيابيټس ناروغانو کې د پښو دردونه پيدا کېږي چې د درد اصلي لامل دپه پښوکې د اوکسيجن کمښت وي او دا دردونه هغه وخت زيات وي کله چې دا ناروغان ګرځي نو له همدې کبله دا خلک له يو ټوټه قدم وهلو وروسته د ډير درد له لاسه بايد کښېنی چې درد يی کم شي او بيا بيرته په حرکت شي.له همدی کبله بايد د وينی لوړ کولسترول او جګ فشار په وخت سره تداوی شی چې د رګونو د تنګيدو څخه د امکان تر حده مخنيوی وشي.

د پښتورګو ناروغي

په دی ناروغی د نيمايی نه زياتو اخته کسانو پښتورګی زيانمن کېږي چې ددی زيانمن کيدو لامل د وينی د ګلوکوز د سويی جګوالی وي کوم چې د پښتورګو واړه رګونه زيانمن کوي او په پای کی پښتورګی خپله د وينی د فلتر کولو دنده ښه نشي تر سره کولای. که د وينی ګلوکوز په ښه توګه کنټرول شي نو ددی زيانونو اندازه به هم لږه وي.

د سترګو کمزوري:

دډيابيټس تقريباً ټولو ناروغانو ته مخکی او يا وروسته د سترګو کمزوري پيدا کيږي چې ورته Retinopathy وايي. ددی ستونزې لامل دسترګو د دننه پردې د رګونوتنګېدل دي چې له کبله يې نوموړې پرده چې د شبکيې يا Retina په نامه يادېږي زيانمنه کيږي. پدې خاطر چې د سترګو داخلي پردې يا رټينا ته لازم اوکسيجن نه رسيږی. لدې کبله پدې پرده کې نوي رګونه جوړېږي چې دا رګونه بيا ډير کمزوري وي او په آسانه وينې کيږي چې دا بيا په رټينا کې د چاپونو د پيدا کېدو سبب ګرځي او لدې امله د ناروغانو سترګې کمزورې کيږي او حتی دوی ړانده کيدای هم شي. نن ورځ سترګو دداخلي پردې (رټينا) اضافي رګونه د ليزر درملنی په وسيله سوځول کېږي چې د سترګو دلا زيانمن کېدو مخه نيسي چې له دی سره ليد(ديد) بيرته ښه کيدای شی.

د پښو مسالې

د شکر په ناروغانو کی د پښو د اعصابو رګونه زيانمن کېږي چې دی ته نيوروپاتی وايي . لدې کبله په ناروغانو کې د پښواو لاسونو تېز دردونه او د احساس کمښت پېدا کېږي. د حسيت د کمښت له کبله پښې او لاسونه په آسانه زخمي کيدای شي. او د رګونو د خرابوالی او د زخم دژر نه جوړېدوله کبله زخمونه التهابی کېږي او ورو ورو غټ زخمونه تری جوړېږي چې کله انسان لدی کبله زخمي شوی غړی له لاسه ورکوي.
ښه پاملرنه ،آرامه او پاسته بوټان د ډيرو بدبختيو مخه نيولای شي.

په سکس يا کوروالي کې ستونزې

د ډيابيتس نارينه ناروغانو د نيمايی نه زيات په جنسي فعاليت کې ستونزې لري، ډير وخت دا د نيوروپاتی( اعصابو زيانمنېدل) ، د وينی د سست چلېدواو روحی مسالو نه پيدا کېږي. په لمړي ګام کې بايد د جنسي ستونزو نور عوامل هم ولټول شي او بيا يی درملنه پيل شي.
ښځې هم کېدای شي چې د پورتنی علتونو له وجی شهوانی ستونځې پيدا کړي. دساري په ډول د جنسي فعاليت پر وخت د درد پيدا کيدل..

د پوهې يا ادراک مسلې

پدی وروستيو کلونوکی د شکری د ناروغی او ادراک يا پوهې کمښت تر منځه يوه ښکاره اړيکه په اثبات رسيدلې ده. پدې ناروغانو کې په ليک لوست او يادونې کې مشکلات پيدا کيږي. زاړه ناروغان تر ټولو زيات زيانمن کيږي. ددې په خاطر چې د شکرې د ناروغی اثر په مغزو باندی لا تر اوسه ښه روښانه نه دی نو درملنه يی هم تر اوسه پوره روښانه نده، اما پدی هکله ډيری پلټنی روانې دي.

که تاسو د شکرې ناروغي لرﺉ څه بايد وکړﺉ؟

د شکرې ناروغي د ژوند د ختمېدو په مانا نده بلکه د يو شعوري ژوند پيل دی. پدې مانا چې ناروغ بايد په شعوري ډول هر څه ته پاملرنه وکړي او له هغه څه څخه چې ورته زيانمن دي، ډډه وکړي.
ناروغ بايد هر سهار چې له خوبه پاڅي په پام کې ونيسی چې هر څه چې خوري د وينې ګلوکوز يی ورسره بدلون موندای شي. دا ناروغي د هغو سختو ملګرو په شان ده چې د ښه پاملرنې او د نورو په مرسته ښه ګذاره ورسره کېدای شي.
اساسی تړ(شرط) د وينی د ګلوکوز نورمال ساتل دي.
د شکرې د ناروغۍ په لمړي ډول کې بايد اخته کسان هره ورځ د انسولين ستنې ولګوي. دا چې ناروغ ته څومره انسولين ورکول شي په بېلا بېلو ناروغانو کې توپير لري. د ا اندازه د ناروغانود ژوند طريقې ، عادتونو، خوراک، ورځني کار و بار او روحياتو پورې اړه لري. چې دا ټولې خبرې بايدپه درملنه کې په پام کې ونيول شي. ناروغان بايد خپله هره ورځ څو ځلی خپل ګلوکوز معلوم کړي او پدی پوه شی چی څومره انسولين ولګوي او ياڅومره خواږه بايد وخوري؟
خپل ګلوکوز د ګوتی د ستنی وهلو سره ديو وړوکي ماشين په وسيله معلومولای شی. او انسولين بايد د تن د پوستکی لاندی ولګول شي او هغه هم هغه ځای کی چيرته چی پوستکی ډبل وی لکه د خيټی پوستکی.
ددی لپاره ډول ډول د انسولين قلمونه ، ستنې او پمپونه جوړ شوي دي. دوامداره کنټرول او د زيانونو لټون ډې زيات ارزښت لړي.
د شکری د ناروغی دويم ډول هم په قاعدی سره کنترول کېدای شي.
مناسب خوراک ( لږ غوړين) ،په ورڅ کی کم تر کمه نيمه ګړﺉ ګرځېدل اوخوځيدنه او د وزن کمول اساسي قاعدې دي. دا ډول ډيابټ د ګوليو په وسيله تداوي کېږي. ګولۍ ګانې څو ډولونه لري چې هر ډول يی ځانګړي اثرونه لري. ددې ډول ډيابټ پرمختللي حالت کې ښايي ناروغ د انسولين ستنو لګولو ته اړ شی پدې چې پانقراص نور په پوره ډول انسولين نه جوړوي. همدارنګه پدې ناروغانو کې د وينې د لوړ کولسترول او جګ فشار درملنه ډيره ضروري ده.
په ځينو حالاتو کی د پوره هڅو سره هم د وينی ګلوکوز له حد نه لوړېدای يا ټيټېدای شي. چې پدې حالاتو کې ناروغ ځينې ځانګړې علامې لري.
Hypoglycemia يادوينې ټيټ ګلوکوز نښې دادي:: ډيره خوله کول،باسی ويستل، د زړه درزيدل يا ټکانونه، لړزېدل، د سر ګرځېدل، په سترګو تياره راتلل، د لاسونو پښو او شونډو ميږي ميږي کېدل او ژر په غوسه کېدل.
د وينې د ګلکوز د سويې د ټيټېدو لاملونه دا دي: لږ يا ناوخته خوراک، د الکولو څکل،ډیره بدني خوځيدنه، ډير انسولين يا په غلطه توګه د انسولين لګول.
ددې د علاج لپاره بايد ناروغ ژر خواږه شيان وخوری. که ګلوکوز نور هم ټيټ شي ښايې ناروغ بې خوده شي او حتی کوما ته لاړ شي نوپدی حالت کې بايدناروغ ته ګلوکاګون(د انسولين ضد) پيچکارﺉ ولګول شي. او يا د ګلوکوز سيروم ورکړل شي ترڅو چې ناروغ بيرته په پښو درېږي.
Hyperglycemia ياد وينې ديړ جګ ګلوکوز (۱۰ لس ملی مول نه جګ) : ددی حالت پيژندنه آسانه نده. يواځې هغه حالاتو کې چې د وينی ګلوکوز دېړ جګ شي بيا ځينې علامی ليدل کيدای شي چې هغه دادي:
ډيره تنده، ډير اوبه څکل او ډيرې تشې ميتيازې کول، ستړتيا او د اشتها کمېدل.
پدی حالت کې د وجود انسولين کم وي او يا خو وجود انسولين ته نا خواږی کېږي. دا حالت ډير لاملونه لري لکه: ډير سوچ کول، نورې ناروغی ، ډير خواږه خوړل او کله چې دويم ډول ديابټ ګولی ګانو سره نه ښه کيږی او انسولين ته اړتيا وي. درملنه يی ناروغ ته انسولين ورکول دي.

ډاکټر قدرت الله علي خېل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب