آيا استفاده نه کېدونکې اسلامي پاڼې وسوزوم؟

ډیر د ختم کارتونه او ځينې نور داسی اسناد چی وخت یی تیر شوی دی او‍‍ بسم الله ارحمن الرحیم پکی لیکل شوی دی چی دساتلو وخت هم تیر شوی پردی څه وکړم

په درناوی

السلام علیکم روحمة الله وبرکاته
كه چیرې له چاسره ځینې زاړه کتابونه، یا مصاحف (قرآن کریم) یا نور داسې کاغذونه وي چې په هغو کې دقرآن آیاتونو او یا دالله ذکر او نومونه وي، او دهغو ورقې شلیدلې وي او یاهم دساتلو امکان یې نه وي نو علماء وايي چې هغه دې وسوزول شي، او دا کار دمسلمانانو درییم خلیفه عثمان بن عفان رضي الله عنه هم کړې ؤ، ځینې وايي چې په یو محفوظ ځای کې دې دفن کړای شي، چې بیا یې دراوتلو او بې حرمتۍ امکان نه وي.چې هلته دخلکو دتګ راتګ لاره نه وي او نه هلته څوک چټلي اچوي، خو سوزول یې هم جواز لري.

البرهان في علوم القرآن د بدر الدين محمد بن عبد الله الزركشي کې راغلي دي:
وإذا احتيج لتعطيل بعض أوراق المصحف لبلاء ونحوه فلا يجوز وضعه في شق أو غيره ليحفظ ، لأنه قد يسقط ويوطأ ، ولا يجوز تمزيقها لما فيه من تقطيع الحروف وتفرقة الكلم ; وفي ذلك إزراء بالمكتوب – كذا قاله الحليمي; قال : وله غسلها بالماء ، وإن أحرقها بالنار فلا بأس ، أحرق عثمان مصاحف فيها آيات وقراءات منسوخة ، ولم ينكر عليه . وذكر غيره أن الإحراق أولى من الغسل ; لأن الغسالة قد تقع على الأرض.

وفى “الواقعات” من كتب الحنفية أن المصحف إذا بلي لا يحرق بل يحفر له في الأرض ويدفن.

your ads

ژباړه: که چیرې دقرآن کریم دځینو پاڼو له مینځه وړلو ته اړ شو، چې هغه شلیدلې وي او یا هم زړې وې، نو دا جواز نه لري چې (ددیوال) په یوه سوړه یاو چوله کې دې کیږدي، ځکه چې دهغې دلویدلو او ترپښو لاندې کیدلو امکان شته، او داهم جواز نه لري چې هغه ټوټه ټوټه کړي، چې په دې سره دهغه دحرفو او کلمو دټوټه کیدو سبب ګرځي، چي کي دکتاب سپکاوی او تحقیر دی، داسې الحليمي ویلي، او وايي: هغه دې په اوبو سره پرې وینځي، او که په اور یې وسوزوي نو پروا نه کوي (جواز لري)، ځکه چې عثمان رضي الله عنه مصاحف (قرآن کریم کتابونه) وسوزول چې په هغې کې آیاتونه او منسوخ قراءتونه وو. او چا داکار بد ونه ګاڼه.
او ځینې بیا وايي چې سوزول له وینځلو بهتر او غوره ده، ځکه چې وینځل شوې (اوبه) پر زمکه لویږي.

او په “الواقعات”چې دحنفي مذهب له کتابونو ځينې دی، راغلي چې کله یو مصحف (دقرآن کتاب) زوړ او شلیدلی شي، نو سوزوي دې نه، بکلې هغه ته دې زمکه وکیني او پکې خښ دې کړي.

په هر صورت سوزول او خښول دواړه جواز لري.
والله اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب