د کوهي بيان | پوښتنې او ځوابونه

پوښتنه: په كومو شيانو سره څاه مرداريږي؟

ځواب: كله چې کوهي ته غټ اويا سپك نجاست ولويږي اويا کوهي ته داسې حيوان ورولويږي چې بهېدونكي وينه ولري او پكې مړشي ؛ نو څاه مرداريږي .

پوښتنه: كه چېرته څاه ته يو حيوان ولويږي او ژوندى بېرته راوخېژي نو دڅاه اوبه به پاكې وي كه ناپاكې ؟

ځواب: كه يوداسې حيوان وي چې پاتې شونې(پسخورده) يې پاكه وي او پربدن يې نجاست هم نه وي كه په څاه كې ولويږي او ژوندى راوخېژي؛ نو څو پورې چې يې هلته د دوړو اوغټو بولو په كولو باور نه وي راغلى څاه به پاكه وي .

پوښتنه: څاه چې پليته شي دپاكېدلو طرېقه يې څه ډول ده ؟

ځواب: دڅاه دپاكېدو پنځه طرېقې دي :1 :- كله چې څاه ته پليتي ولويږي نو دټولو اوبو په را اېستوهغه پاكيږي .2 :- كله چې څاه ته انسان يا خنزير يا سپى يا اوزه يادوه پشيانې او ياد دوى په اندازه له دوى څخه لوى يو بل حيوان ورولوېږي او پكې مړشي نو دڅاه ټولې اوبه راايستل  په كارد ي . 3 :- كله چې څاه ته داسې حيوان ورو لوېږي چې بهېنده وينه ولري او وپړسيږي او يا وشړيږي؛ نو بيا به دڅاه ټولې اوبه راوېستل كېږي كه څه هم حيوان غټ  اويا وړوكى وي . 4 :- كوتره ، چرګه ، پشى يا هم دومره بل ژوى (حيوان) څاه ولوېږي او هلته مړ شي خو ونه پړسيږي؛نو څلويښت بوكې اوبه راكښل په كاردي .[1] 5 :- كه چېرې موږك يا مرغۍ اوياهم همدومره لوى بل حيوان څاه ته ولوېږي اوهلته مړشي؛ نو بيا به شل بوكې اوبه راكاږي ، دشلو پرځاى دېرش اودڅلوېښتوپه ځاى شپيته بوكې راكښل مستحب دي.

[irp][irp][irp]

پوښتنه: كه مړ څاروى څاه ته ولوېږي نوبيا يې حكم څه دى ؟

ځواب: دمړه څاروي دورلوېدو حكم هم هغه دى چې څاه ته دژوندي څاروي دورلوېدو او مړكېدو په هكله بيان شو داسې چې : كه مړه اوزه ور ولوېږي ، نو ټولې اوبه به راكاږي اوكه مړه پشي ورو لوېږي نو څلوېښت يا شپېته  اوكه مړ موږ ك ورولوېږي نوشل يا دېرش بوكې به راكاږي.

پـوښـتنه:كه پړسېدلى اويا شړيدلى څاروى څاه ته و لويږي؛ څه حكم لري؟

ځواب: ټولې اوبه به راكاږي ، لکه څنګه چې څاه ته ژوندى څاروى ور لويدلى او پړسيدلى وي .

پوښتنه: كه له څاه څخه مړ حيوان راويستل شي  اوداڅرګنده نه وي چې كله ور لويدلى ؤ؛ نو حكم يې څه دى ؟

ځواب: كوم وخت چې ولېدل شي له همغه وخته څاه ناپاكه ګڼل كيږي .

پوښتنه: له بوكې يا ستل څخه موخه څومره غټه بوكه ده ؟

ځواب: په څاه کې چې كومه بوكه  وي همغه اعتبار لري.

پوښتنه: دڅومره بوكو راوېستل چې ضروري وبلل شي؛ نو په يو وار به يې راكاږي اوكه په څو وارو يې هم راوېستل روادي ؟

ځواب: په څوځله سره يې راكښل هم روادي داسې : كه شپېته بوكې راوېستل كيدای شي؛ نو داهم رواده  چې شل سهار شل غرمه اوشل ماسپښين راوباسي .

پوښتنه: په كومه بوكه او رسۍ  چې دمردارې څاه اوبه راويستل كيږي هغه به پاكه وي اوكه نه ؟

ځواب: كله چې دومره اندازه اوبه راواېستل شي چې راوېستل يې

ضروري وي نو په دې سره بوكه او رسۍ دواړه په خپله پاكيږي .


[1] څلوېښت بوکې را اېستل واجب دي اوشپيته بوکې را اېستل غوره دي .

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب