اصلي دړه (تخته) Main Board

اصلي دړه (تخته) Main Board

اصلي دړه چې د مادر بورډ (Mother board) او سيستم بورډ  (System Board) په نامه هم ياديږي، دسيستم د برخې په دننه کې ځای په ځای شوې ده. پراسسر،اصلي حافظه، بسونه،پراختيايي درزونه    (Expansion Slots )او پراختيايې کارتونه(Expansion Cards) د اصلي دړې د پاسه ځای لري.

درايوونه (Drives) او د کمپيوټر اړخيز وسايل لکه ليکمن (Keyboard) ،موږک (Mouse)،د چاپګر (Printer) او مانيتور (Monitor) هم له دې دړې سره وصل دي .
ټول هغه وسايل چې له دې دړې سره وصل شوي په حقيقت کې يو له بله اړيکې لري.
اصلي دړه د کمپيوټر د سيستم مهمه برخه ده.که څه هم د کمپيوټر په سيستم کې نورې مهمې برخې هم شته ،کوم چې له دې برخو پرته د کمپيوټر سيستم نشي کولای چې کار وکړي، مګر اصلي دړه دا ټولې برخې يو له بله  سره يوځای کړې.
په ټوليزه توګه نوې اصلي دړې د شنه ځانګړيتوب لرونکې دي.شين خاصيت هغه خاصيت دی چې د هغه پر بنسټ اصلي دړه کولای شي چې کله  له کمپيوټره څخه کار نه اخلو او کمپيوټر روښانه وي د ډيرو مصرف کوونکو وسايلو لکه مانيتور،کلک ډيسک،او CPU د بريښنا مصرف لږوي.
نو که چېرې کارن  (User) له يوه ټاکلي وخت وروسته ،چې هغه هم د کارن  User پواسطه ټاکل کېږي ،له ليکمن (Keyboard) او موږک (Mouse) څخه کار وانخلي نو اصلي دړه د تصوير سګنالونه غوڅوي د کلک ډيسک (Hard Disk) ماشين له کاره غورځوي او همدارنګه CPUته د ننه ايستلو د ګړۍ تپيدا قطع کوي او کمپيوټر په نيمه فعال حالت بدليږي.مګر د ليکمن (Keyboard) د يوې کلۍ په فشار ورکولو سره ټول څيزونه خپل عادي حالت ته راګرځي او کمپيوټر بيرته خپل فعال حالت نیسي.

ژباړن:ب.بهیر وردګ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب