ايبولا ناروغي وپيژنئ!

د ايبولا ويروس دايران تر دروازو رسېدلى او هوايي لارې ددې لامل هم کېداى شي چې زموږ مجبور او غريب او بې وسې خلک هم ترګواښ لاندې ونيسي نو دغه معلومات شير کړۍ په دې سره به مو خپل هېواد وال ژغورلي وي .
ايبولا evd يا شديده تبه دا يوه ويروسي ناروغي ده چې نوي سلنه پرې اخته شخص خپل ژوند له لاسه ورکوي
دغه ويروس له وحشي حيواناتو څخه انسان ته انتقال شوى دى .
او وروسته پرې له اخته انسانانو تيت شو ددې ناروغي اصلي ميزبان Pteropodidae په نامه حيوان دى
دغه ناروغي په لاندې ډولو انتفاليږي 
په ناروغي له اخته انسان سره تماس او ددغه انسان له بولو .
په ناروغي داخته انسان له وينې او جنسي اړيکه يې هم کولاى شي بل ته انتقال شي
دا ډيره مهمه ده چې پوه شو دغه ناروغي لرونکى له ٧ له پوره روغېدنې وروسته هم دغه ناروغي وژونکې ده دغه ناروغي هغه ميرمنو ته ژر انتقاليږي چې حمل ولري او ترڅنګ يې هغه چې ضعيفه وجود ولري
ددغې ناروغي درې مهم علايم دي چې په دې کې ډېر تيزه تبه دستونې درد او دعضلاتو درد او ترڅنګ يې وروسته استفراغ او اسهال هم دانسان په وجود کې پيدا کيږي او وروسته په خونريزي پيل کوي چې دغه خونريزي به يا داخلي وي يا هم خارجي خو بايد پوه شو چې دغه ناروغي تراوسه ددرملنې وړ نه ده کله کله ډیره ستونزمنه ده چی ایبولا ویروس یواځی دهغه له علایمو نه تشخیص کړو ډاکټران ازمایښتونه ترسره کوی ترڅو وکتلای شی چی نور امراض لکه کولرا یا ملاریا چی له ایبولاسره ابتدایی یوډول علایم لری
وینه اوانساج ځیړل کیږی ترڅو دغه هلاکوونکی ناروغی په دقیقه ډول تشخیص شی پرایبولا اخته شوی کس له ټولو خلکو نه لری او قرنطین کیږی ترڅو دویروس دلاپراختیا مخنیوی وشی
که څه هم ددی ناروغی هیڅ ډول درملنه نشته خو څیړونکی په لټه کی دی اوس مهال په نړی کی په امتحانی ډول داوطلبانو ته دوه ډوله امتحانی درمل ورکول کیږی پر دی درملو تردز دمه کافی لابراتواری ازمايښتونه نه دی شوی او ددی درملو موثریت درجه او جانبی عوارض تر دز دمه ښکاره نه دی په هرحال ډاکټران دایبولا له علایمو سره لاندی لارو نه مبارزه کوی اخته شوی کس ته الکترلیت او مایعاتو ورکول اکسیجن او دوینی فشار درملنه دوینی تزریق او انتقال دنورو غفونتونو درملنه څنګه له ایبولا نه مخنیوی وکړو ؟
تردی دمه دایبولا دمخنیوی په موخه هیڅ ډول واکسین نشته
مهمه ده چې خپل ټول هېواد وال په دې پوه کړو نو دغه ليکنه شير کړۍ

له يوه ويبسايټ نه ژباړه طاهرساپى

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب