تفرقه او شخړه مه کوئ

(او يو له بل سره شخړي مه کوئ، که نه کمزوري به سئ او ځواک او  برم به مو ولاړ سي).

عبدالمالک همت

لوی څښتن جلت عظمته په يووالي او په کتاب او يه سنتو د عمل کولو امر کړی دی، فرمايي:

﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آَيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (103)﴾ [آل عمران: ۳ : ۱۰۳]

ژباړه:  او(ټول په ګډه) د الله (د قرآن او نبوي سنتو نه شلېدونکې) رسۍ ټينګه ونيسئ او په خپلو منځو کي درز مه را منځ ته کوئ (او داسي کار مه کوئ چي ستاسي د بې اتفاقۍ لامل سي) او الله چي پر تاسي کومه (لويه) پېرزوينه کړې ده هغه درياده کړئ. کله چي تاسي(اى مسلمانانو تر اسلام د مخه) يو وخت يو د بل دښمنان واست، بيا الله (ستاسي زړونه د هغه او د هغه د پيغمبر پر مينه او محبت سره يوموټۍ کړل او د دې ميني په برکت يې) ستاسي په زړونو کي يو د بل مينه واچول او د هغه په پېرزوينه او لورېينه تاسي يو له بله سره وروڼه سولاست، (همدا راز)  تاسي (د بت پالني او شرک له امله) ديوې له اوره ډکي کندي (دوږخ) پر غاړه ولاړ واست، الله تاسي(په اسلام سره) ورڅخه وژغورﻻست(او ايمان يې در په برخه کړ. نو لکه څنګه چي الله تاسي ته د سم او صحيح ايمان نخښي څرګندي کړې)، په دغه شان الله خپلي نښانې(او ټول هغه څه چي ستاسي ښېګڼه پکښي نغښتې وي) تاسي ته څرګندوي، چي تاسي په دغو نښانو سره د ځانو د ژغورني سمي لاري ته را سئ.(پر هغې ولاړ سئ او ځني وانه وړئ).

بیا لوی څښتن یادونه کوي چي تفرقه او اختلاف د اهل کتابو طریقه ده، فرمايي:

﴿وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (105)﴾ [آل عمران: ۳ : ۱۰۵]

ژباړه: او (اى مومنانو!) د هغو خلکو (اهل کتابو) غوندي مه کېږئ چي (حق او) څرګند دلايل  ورته وښوول سول ، خو تر هغو وروسته هم دوى سره بېل سول (په منځ کي يې عداوت او بغض ولوېد او پر ډلو او ګوندونوسره ووېشل سول) او (د دين په اصولو کي يې) اختلافونه وکړل (په شخړو سره اخته سول)، او دغسي وګړوته سخته سزا ټاکلې ده.

همداراز لوی څښتن خبر ورکوي چی کوم کسان یو له بله مخالفت نه کوي، پر هغو باندي الله جل جلاله خپل رحم کړی وي، فرمايي:

﴿وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ (118) إِلَّا مَنْ رَحِمَ رَبُّكَ وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ (119)﴾ [هود: ۱۱ : ۱۱۸ ، ۱۱۹]

ژباړه: او (ای پيغمبره!) که ستا پالونکي(پروردګار) غوښتلای چي ټول انسانان (پرحق) د یوې  لاري لارویان او يوه ډله کړي، دا کار به يې کړی وای (خودا يې نه ده غوښتې او  په زور سره پر کوم دين باندي د چا مجبورول د حکمت غوښتنه نه ده، ځکه نو هغو ته د هغو په خپله خوښه او اختیار، د  سرکښۍ او هوا پربنسټ  د بېلو بېلو لارو د غوره کولو موکه ورکړه سوې ده اواوس به هغوی تل پر بېلابېلو لارو روان وي.

البته پرکومو کسانو چي ستا پالونکی(هدایت  ته په توفیق ورکولو سره) رحم وکړي ، د هغو خبره بله ده( چي الله هغوی پر حق ټینګ کړي او د الله د توحید په اړه اختلاف سره ونه کړي) او د همدې اختلاف د ازمویني لپاره يې  هغوی پیدا کړي دي( نو له هغو څخه به  ځيني بدمرغه او ځيني نېکمرغه وي). او چي ستا د پالونکي هغه خبره پوره سي چي (په ازل کي يې قضا پر کړې او) ویلي يې وه چي: زه به دوږخ (د شیطان د پیروو) ټولو  پېرانانو او انسانانو څخه ډک کړم.

دغه راز لوی څښتن فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوا وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (45) وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (46)﴾ [الانفال: ۸ : ۴۵ ، ۴۶]

ژباړه: اى هغو کسانو چي الله او پيغمبر يې رشتيني بولئ او په شريعت يې عمل کوئ!کله چي (د کفارو) د کومي (داسي) ډلي سره مخامخ سئ (چي در سره جنګيږي)، نو (د هغو سره د جګړې لپاره) ثابت قدمه اوسئ (پښې ټينګي کړئ، کلک ولاړ اوسئ او مه ځني تښتئ، بلکي پر دې لوى طاعت باندي چي پاى يې عزت او نصرت دى له زغم او صبر څخه کار واخلئ). او الله ډېر ډېر يادوئ (او د نصرت او پر دښمن باندي د بري دعاوي ورته کوئ) چي وژغورل سئ (يعني برى درپه برخه سي. رشتيا هم صبر او ثبات او د لوى څښتن زيات ذکر کول په دې دنيا کي پر دښمنانو باندي د بري او نصرت او پر هغه دنيا د لوى څښتن د رضائيت او فوز او فلاح له ډېرو لويو لاملونو څخه باله سي).

او (په ټولو احوالو کي مو) د الله او د هغه د پيغمبر اطاعت وکړئ او يو له بل سره شخړي(او مخالفتونه) مه کوئ، (چي د خولو او زړونو يو والى مو له منځه ولاړ سي). که نه کمزوري به سئ، ځواک او  برم به مو ولاړ سي او(د دښمن سره په جګړه کي)  له زغم (صبر) څخه کارواخلئ. باور وکړئ چي الله (په مرسته، نصرت او تاييد) د صبر کوونکو ملګرى دى(او نه يې ښويوي).

په پورتنيو آیتونو کي لوی څښتن جل جلاله مسلمانان په خپلو منځو کي د جنګ جګړې او اختلاف او شخړو کولو څخه منع کړي دي، ځکه چي دا کار د ناکامۍ او زور او ځواک د ختمېدو او له منځه تلو لامل ګرځي. او همدا راز لوی څښتن مسلمانان له تفرقې او بېلوالي څخه هم په کلکه منع کړي دي، ځکه دا ټولي چاري د ماتي، کمزورۍ او د برم او دبدبې د له منځه تلو او د دښمن د تسلط او غښتلي کېدو لامل کيږي. د دې په مقابله کي د بري اونصرت له ډېرو مهمو لاملونو څخه د صف  يووالی او يوموټی توب دی، لوی څښتن فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (200)﴾ [آل عمران: ۳: ۲۰۰]

ژباړه: اى هغو کسانو چي الله او پيغمبر يې رشتيني بولئ او په شريعت يې عمل کوئ!(د خپل پالونکي پر طاعت، د شریعت پر تکالیفو او د ستونزو او سختيو په مقابل کي) صبر کوئ،(۶۴). د باطل پالو په مقابل کي (تر دې اندازې) مېړانه (او ثابت قدمي) وښياست (چي تر تاسي بل ښه صبر کوونکي نه وي او تر دوی زیات صبر کوونکي سئ) او زما او خپل دښمن د جهاد لپاره ملا ټينګه وتړئ او له الله څخه (په ټولو احوالو کي د هغه د اوامرو په ترسره کولو او له هغو چارو څخه چي منع کړي يې دي په ډډه کولو سره) وبېرېږئ، په دې هيله چي (د الله د رضا په تر لاسه کولو سره په دنيا او آخرت کي) برى درپه برخه سي.

په دغو آیتونو کي د مطلب خبره داده چي : د اختلاف او منازعو او شخړو او د یوبل غاړي ته د لوېدو پایله خواري، بې وسي، خسران، تاوان او ناکامی ده او یو له بل سره وروري، ملګرتیا او مرسته او همکاري او توافق د بری او په دې او هغه دنیا کی د سرخرویۍ او ژغورني له لاملونو څخه باله سي.

که د ولسونو، په تېره د اسلام تاريخ ته وکتل سي، تر هغو چي په ولسونو کي يووالي او اتفاق شتون درلود، هيڅکله د غلیمانو په وړاندي نه دي مات او مغلوب سوي، خو کله چي يې د وحدت او يوموټي توب مزي شلېدلي دی ، خوار سوي او مات سوي او د اغیارو غلامان سوي دي. همدا اوس هم چي مسلمانان د کفارو په مقابل کي دغسي ذلیل او خوار او بې عزته او بې ارزښته دي لامل يې د دوی یا د دوی د ناپوهو مشرانو بې اتفاقي او يو د بل غاړي ته لوېده دي. تاسي فکر وکړئ کله چي مجاهد او مجاهد يو د بل سره په جنګ وي او سره وژني لوی څښتن به له دغسي مجاهدو څخه څنګه خوښ وی؟ له دې امله دی چي شرعاً باید ټول مسلمانان د يوه انسان په څېر سره یو او په یوه خوله او په یوه زړه وي او شرعي نصوص هر هغه چاره حرامه ګڼي چي د تفرقې او تنازع او تشتت لامل ګرځي.

لوی څښتن دي موږ ته عقل او پوهه راکړي او پر اسلامي شریعت باندي دي د تلو لار راوښيي، څو پوه سو چي یو د بل غاړي ته لوېدل جهاد نه، بلکي د دښمن پر ژرنده اوبه ورخوشي کول او پای د ماتي تریخ خوند څکل دی والسلام.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب