حجاج بن یوسف او دری مجرمین! | ورور اعدامول

 

حجاج بن یوسف دری مجرمین ونیول او خپلو عسکرو ته یې امر وکړ چې بندیان یې کړئ او سبا ورځې لپاره اعلان هم وکړئ چې اعدام یې کړو او ټول خلک د عبرت لپاره ورته راشي.

سبا چې د اعدام وخت را ورسید نو د ډیر خلک راغلي و، کله چې حجاج بن یوسف را ورسید نو یوه ښځه باندې یې سترګې ولګیدې چې مجرمینو سره نیژدې ولاړه ده او ژاړي.

حجاج ترې وپوښتل ولې ژاړې؟ ښځې ځواب ورکړ چې دا مجرمین یو زما خاوند، بل مې زوی او بل ورور دی.

نو حجاج ورته وویل چې ستا لپاره به یو معاف کړم، نو ته خوښمنه یې چې هر یو د انتخاب کړ هغه به معاف کړم.

ښځه په فکر کې شوه، نو حجاج دا فکر ږکړ چې اوس به خپل خاوند انتخاب کړي چې معاف یې کړم.

مګر کله چې ښځې حجاج ته ځواب ورکړ نو ټول یې حیران کړل، نوموړې ورته وویل چې ورور مې معاف کړه.

حجاج هم حیران شو او بیا یې ترې وپوښتل چې ولې د ورور انتخاب کړ؟

ښځې ورته وویل چې خاوند مې که اعدام کړې نو بل خاوند به وکړم، او زوی مې که اعدام کړې نو بل زوی به وزیږوم، مګر ورور مې که اعدام کړې نو بل ورور به هیڅکله پیدا نکړم، ځکه چې مور او پلار مې وفات شوي دي.

حجاج د نوموړې ښځې هوښیارتیا ته ګوته په غاښ شو، بالآخره یې امر وکړ چې دری واړه معاف دي او خوشی یې کړئ.

رښتیا هم چې ورور د انسان په ژوند کې ځانګړی او مهم رول لوبوي، که چیرې ورورګلوي په ریښتینې معنی سره وشي نو د ژوند ستونزې او اختلافات به د تل لپاره پای ومومي.

متأسفانه چې زمونږ ټولنه کې بیا ورورګلوي ډیره کمه پالل کیږي، اکثریت وګړي خو ورور ته د دښمن په سترګه ګوري، چې بالآخره یو نسل وروسته تربور ترې جوړ شي او ټول عمر یې په بدمرغیو او بدبختیو کې تېر شي.

فضل الهي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب