خوشالي چېرته ولټوو؟

 

خوشالي هغه څه دي چې ترلاسه کېږي، خو یوازې پر دې ځان پوه کړئ چې چېرته او څنګه یې ولټوی.

باور دا دی چې کولای شی په ژوند کې خپلو ټولو غوښتنو ته ورسېږی، خو یوازېنۍ لاره یې دا ده چې له نورو کسانو سره هم مرسته وکړئ، څو خپلو غوښتنو ته ورسېږي؛ ځکه ټول خلک غواړي یو ښکلی او بریالی ژوند ولري.

حدیث شریف دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «څه چې د ځان لپاره خوښوی، د نورو لپاره یې هم خوښ کړئ».

کېدای شي تاسو پوه شی چې څه مو د خوښۍ او خوشحالۍ لامل ګرځي او څنګه کولای شی خپلو موخو ته ورسېږی؛ خو پر دې هم باید پوه شی، کله چې د يو څه له نه لرلو ځورېږئ، نو ستونزه دا ده چې تاسو د پاک خدای «ج» په نعمتونو شکر نه دی کړی. که تاسو قدر پېژندونکي ونه اوسی، نو هېڅکله به هم په ژوند کې خوښي ونه ګوری او خوشاله به نه شی.

ګرانه لوستونکیه! پوه شه چې په ژوند کې د خوښیو، بریاوو او وړتیاوو تر ټولو ستره سرچینه پر خپلو شتو شکر ايستل دي او بس.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب