د اسلام او نصرانيت ترمينځ اختلافي عقيدې

د مسلمان اونصراني ترمينځ توپيرونه اوداختلاف ټکي ډېرزيات دي،غواړم يوڅوئې دلته وليکم ترڅولوستونکي ترې فائده واخلي دا ځکه  چي په اوسني دورکي ډېری مسلمانان له اسلامه دومره ناخبردي چي خپل عقائدهم ورته معلوم نه وي.

نوپه داسي حالت کي په ډېراسانه تېراېستل کيږي .
يو څو توپيرونه مختصرليکم  ترڅو زموږ مسلمان وروڼه ترې خبرشي :

{1}ددوی داعقيده ده چي عیسی عليه السلام دالله پاک زوی دی (العياذبالله )
ددوی برخلاف دمسلمانانوداعقيده ده چي الله تعالی نه له چاڅخه زيږيدلی اونه له ده څخه څوک زيږيدلی دی (لم يلدولم يُولد)
{2}ددوی داعقيده ده چي مسيح(عيسی)عليه السلام خدای  دی  اودعبادت اورابللو وړدی،بلکه دثالوث مقدس څخه دويم اقنوم دی .

{3}ددوی داعقيده ده چي الله تعالی په عيسی عليه السلام  کي حلول کړی دی اوپه هغه کي ننوتی دی .
{4}دوی په دې عقيده دي چي الله تعالی له دريواقانيموڅخه جوړشوی دی،داپه دوی کي دتثليث په عقيدې سره ياديږي .

دوی اکثريت په دې عقيده دي چي دخدايي درې اجزاءدي اوداپه اقانيم ثلاثه سره يادوي :پلار،زوی اوروح القدس(ځيني ئې دروح القُدس پرځای مريم عليهاالسلام يادوي)ددغودريواجزاؤپه يوځای کېدلوسره دجمهوري اوپارلماني نظام په څېرخدايې چليږي،بله لاداچي دادرې سره ددې چي له يوه بل څخه جلادي بياهم ديوه بل سره داسي ګډدي چي دتوحيداويووالي سره منافي اوټکرهم نه دی اودالتوحيدفي التثليث اوالتثليث في التوحيد(يودرې دي اودرې يودی)يوه داسي عقيده ساتي  چي ددوی راهبان هم ورته حيران دي چي داڅه وايو.

دالله تعالی په هکله مسلمان دامضبوطه اومحکمه عقيده لري چي الله تعالی وحده لاشريک دی،هيڅ ډول شريک نلري،دده په ذات اوصفاتوکي هيڅ شريک نشته،الله پاک الصّمدبې نيازه دی،هيچاته ئې ضرورت اواړتيانشته .

{5}دوی په دې انددي چي مسيح (عيسی) عليه السلام  يهوديانودبيلاطس په امرسره اعدام کړواوپه پانسئ اواعدام سره مړشوی دی .

ددوی خلاف دمسلمانانوداعقيده ده چي عيسی عليه السلام  مړشوی نه دی بلکه الله تعالی آسمانونوته پورته کړی اوپه آخره زمانه کي راکښته کيږي،دجال به وژني،په زمکه کي به عدل   قائموي،داسلام په دين به پرېکړي کوي،داسلام دپيغمبرصلی الله عليه وسلم تابعداري به کوي اودهغه ديوه امتي په څېربه دعوت کوي .

{6}دوی په دې عقيده دي چي عيسی عليه السلام  په اعدام مړشوی اوداکارئې  ددې لپاره وکړوچي دټول انسانيت له لوري ئې ځان قربان کړوترڅو الله تعالی دوی ته ددوی ګناهونه وروبخښي .
داددوی يوه ډېره  عجيبه عقيده ده چي ګناه يوه کړي اوسزائې بل ته ورکړل شوه.

دمسلمانانوداعقيده ده چي هيڅوک دبل چاګناه په غاړه نشي اخيستلی اونه څوک دبل چاپه عمل سره خلاصيدلی شي بلکه خپله به عمل کوي اودخپلي ګناه سزابه ده ته ورکول کيږي  الله فرمايې:الاتزرُوازرة وزراُخری .وان ليس للانسان الاماسعی){ديوه پيټي والادبل چاپيټي نشي پورته کولی اودانسان لپاره به يوازي هغه وي چي ده ئې کوشش کړی وي }

عقلاهم داناممکنه ده چي ګناه دي نصراني کوي اوسزادي عيسی عليه السلام  تېروي داسي فيصله خوديوه بې انصافه،رشوت  خوربډي اخيستونکي اوظالم قاضی کېديشي الله تعالی له داسي بې انصافئ  څخه پاک  اومنزه دی .

بل داچي  داوسني دورنصراني  حکومتونه هم په دې قانون عمل نه کوي بلکه داکارورته بې انصافي ښکاري .

دوی داشوني بولي چي ددوی دګناهونوسزاعيسی عليه السلام  ته ورکړی شوي وي خوداسي نه کوي  چي جُرم دي يوسړی وکړي اوسزادي ددولت لوړپوړي چارواکي ياراهب ته ورکړي اوبايدداسي وکړي ځکه  ګناهونه خواوس هم کيږي،که دوی داسي نه کوي نودداسي بې انصافئ  اوظلم نسبت الله رب العزت ته کول هم ډېرسترجُرم دی .

{7}دوی ديهوديانوپه هکله چي هغوی ددوی دعقيدې مطابق عيسی عليه السلام  اعدام کړی اودده پرمورئې دزناتهمت لګولی په داسي حال کي چي هغه له  دې تهته مبرا  اوخلاصه وه، خودوی ورسره نن ددوستئ اومرستي لارغوره کړي اودمسلمانانوسره ئې ددُښمنئ اوعداوت لارخپله کړي په داسي حال کي چي مسلمانان  دعيسی عليه السلام تعظيم  اوعزت کوي اومورئې بې ګناه  اوپاکه بولي .

داددوی په ډېري بې غيرتئ باندي ښکاره دليل دی ځکه دوی وايې چي دې يهوديانوعيسی عليه السلام وژلی دی نوبايداوس ئې ورسره دُښمني کړي وی که  دوی دعيسی عليه السلام رښتيني تابعداروي،خوچي ورسره برعکس دوستي کوي نوله دې معلوميږي چي دوی دعيسی عليه السلام سره هيڅ  تعلق نلري بلکه په خپله ويناکي دُروغجن دي..

{8}دوی دالله تعالی له لوري دراغلي کتاب(انجيل)تحريف وکړو،دهغه الفاظ اومعاني ئې بدلي  کړي  اوله ځانه ئې په هغه کي زياتوالی اوبدلون راوستی په داسي حال کي چي ددوی په دې کارکي دالله تعالی اودهغه دين ته څرګندسپکاوی دی .

{9}دوی دخلاص عقيده لري هغه داچي دوی وايې چي الله تعالی خپل يوازينئ زوی(نعوذُبالله من ذلک)ددې لپاره دُنياته راوليږئ چي انسانان له هغي ګناه چي ددوی پلار(آدم عليه السلام)کړي وه خلاص کړي،دوی وايې چي الله تعالی دهغې ګناه له بخښلوعاجزه شونوئې خپل يوازينئ زوی(العياذُ بالله )راوليږئ ددې  لپاره چي ځان قرباني کړي اوهغه ګناه له مينځه يوسي .

په داسي حال کي چي په دې عقيدې سره  االله رب العزت ته دنقصان نسبت کول دي،دآدم عليه السلام دتوبې دقبلېدلوپه هکله دحقائقوتکذيب کول دي اوپه پايله کي دمسيح عليه السلام دوژلونسبت الله تعالی ته کول دي .

{10}دوی دبشريت دسترلارښوداوخيرخواه جناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم دنبوت څخه انکارکوي په داسي حال کي چي درسول الله صلی الله عليه وسلم د نبوت  بشارت په تورات اوانجيل کي هم ورکول شوی وو.

بل داچي دنجات لپاره په رسول الله صلی الله عليه وسلم  باندي ايمان راوړل شرط دي .

{11}دوی دمحرف شوي بايبل(انجيل)کوم چي اوس ددوی سره شتون لري دصحت عقيده لري،هغه دالله تعالی مقدس کتاب بولي اودهغه دنشرپه هلوځلوبوخت دي په داسي حال کي چي په اوسني بايبل کي دداسي خبرونسبت الله تعالی اوپيغمبرانوته شوی چي هغه ديادولونه دي ،په يادولوئې انسان ته حياءدريږي .

{12}دوی په دې عقيده دي چي  دمسيح عليه السلام په راتګ سره موږته هرڅه حلال شول اوهيڅوک داعتراض حق نلري که موږهرڅه کوو. موږکه اوس  هرډول ګناه وکړو،که دالله حق ضائع کړواوکه دمخلوق، موږته سزانه راکول کيږي اوکه هيڅ ښه کارونکړوهم به موږته دجنت دروازه خلاصه وي اوله دوزخه به خوندي يو.

{13}دوی په دې عقيده دي چي  دمسيح عليه السلام په راتللواودهغه په قرباني کېدلوسره موږددين له مکلفيت څخه ووتلواوس دهيڅ دين تابعداري راته ضروري نه ده .
ديادوني وړده چي په نصاراؤکي ډېرزيات اختلاف شته،په مجموع کي دوی په دريولويوډلووېشل شوي،دغه ټول په دې عقيده دي چي عيسی عليه السلام  خدای دی،په صليب باندي عقيده لري(چي عيسی عليه السلام  اعدام شوی) اوپه دې انددي چي الله پاک آدم عليه السلام ته حکم وکړوچي له يوې وني به خوراک نه کوې نوهغه دشيطان په ويناعمل وکړواوله هغې وني څخه ئې خوراک وکړو،په پايله کي ئې دی اودده اولاد ټول دمرګ مستحق شول،ليکن الله پاک په خپلوبندګانورحم وکړو،خپله کلمه ئې مجسده کړه اوهغه(نعوذُبالله من ذلک)دده ازلي زوی دی هغه ته ئې ظاهري بڼه ورکړه اوجبرئيل ئې دهغه مورمريم ته وروليږئ اوهغې ته ئې په مسيح باندي زيرئ ورکړواوورته ئې وويل چي ته به ازلي کلمه زيږوې او(نعوذبالله)دخدای موربه جوړيږي .

بل دوی ټول په دې انددي چي الله پاک په دې راضي شوچي عيسی عليه السلام  چي داعدام وړهم نووپه اعدام کړل شي  ترڅودمخکنئ خطاءلپاره فديه شي .

ددغوډلوترمينځ نورډېراختلافات شته خوپه دغوعقيدوکي سره په يوه خوله دي .
پاته دي نوي چي دوی ته عيسويان ويل مناسب نه دي ځکه عيسوي خوهغه چاته ويل کيږي چي دعيسی عليه السلام تابعداروي دوی خوپه حقيقت کي دعيسی عليه السلام دُښمنان دي،دوی ته بايدنصارايانصرانيان وويل شي ځکه قرآن کريم هم دوی په دې نامه يادوي .

ددوی په هکله دتفصيل لپاره دغه کتابونه وګورئ :
الجواب الصحيح لمن بدل دين المسيح
هداية الحياری في اجوبة اليهودوالنصاری دابن قيم رحمه الله .
نقض النصرانية :ددکتورمحمدسحيم
موسوعة الاديان والفرق والمذاهب المعاصرة .
اوداسي نور….
وصلی الله علی نبينامحمدعلی آله وصحبه اجمعين

عصمت الله عزام

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب