د انساني تنفس سیسټم

ساه اخیستل، ساه ایستل

لنډیز

زده کوونکيو ته د تنفسي سیسټم، د سږو او هوا پېژندګلو کېږي. هغوی زده کوي چې څرنګه سږي او دیافراګم کار کوي، څرنګه د هوا چټلتیا سږي او د تنفس فعالیتونه اغېزمن کوي، یو څه د تنفس پراخه ستونځې، او څرنګه انجینیران مونږ سره د داسې ماشینونو او درملو په جوړولو سره په صحتمند اوسېدو کې مرسته کوي چې د تنفسي روغتیا او فعالیت مرسته کوي.

د انجینیرۍ تړون

ځینې انجینیران له ډاکټرانو سره یو ځای کار کوي تر څو د هغو ستونځو انجینیری حل لارې پېدا کړي چې انساني جسم او تنفسي سیسټم اغېزمن کوي. انجینیران د تنفس، د هوا د جریان، د مایع د جریان، او غشايي پردو په اړه خپل علم د دې لپاره کاروي چې داسې سیسټمونه جوړ کړي چې مریضانو ته هغه وخت د تنفس د فعالیت سیسټمونه برابر کړي کله چې د هغوی تنفسي سیسټم، یا یې یو څه برخې، له کاره لویږي. د دې په بېلګو کې شامل دي دوایانې او ساه راکښونکي، د سږو د فعالیت ازموینه او د سکرین کولو سامانونه (spirometers)، او د زړه-سږو د عملیاتو آلات (مصنوعي سږي).

پېژندګلوي\تحریک

هغه اخري وخت کله و چې تاسې د خپل تنفسي سیسټم په اړه فکر کړی و؟ هغه اخري وخت کله و چې تاسې ټوخی، پرنجی یا هیټکی کړی؟ هر ځل چې تاسې د دې شیانو څخه یو کوئ، دا تاسې ته ستاسې د تنفسي سیسټم په اړه یادونه کوي. ټوخی د کوم ځای نه راځي؟ پرنجی؟ د هیټکي په اړه څه وایاست؟ ټوخی د دې یوه طریقه ده چې ستاسې تنفسي سیسټم د هوا لاره پاکوي. پرنجی د هوا په برنۍ لاره کې د تخریش له امله راپېدا کېږي. هیټکی د ډیافراګم د شخوالي له امله کېږي. تنفسي سیسټم یو داخلي سیسټم دی چې په پرله پسې توګه بهرني چاپېریال ته ښکاره کېږي. هر ځل چې مونږ ساه اخلو، نو مونږ د هوا سره هر هغه څه هم راکاږو چې په شاوخوا کې وي، په ګډون د دوړې، باکتریا، نباتي ګرد، لوګی، او کیمیکلونه. زمونږ تنفسي سیسټمونه له مونږ سره مرسته کوي چې دا شیان د وینې جریان ته له داخلېدو مخکې فلټر کوي.

ایا تنفسي سیسټم تل کار کوي؟ ډېر شیان چې مونږ یې د ساه سره راکاږو کولای شي چې تنفسي سیسټم ته زیان ورسوي او یا یې هم له منځه یوسي. هغه خلک چې د ساه لنډي ستونځه لري تل ټوخېږي او ساه اخیستل ورته ګران وي. د سږو سرطان، په ځانګړې توګه په هغو خلکو کې زیات وي چې سګریټ څښي، خلک وژلی شي. نری رنځ (ټي بي)، یو مرض چې د باکتریان له امله رامنځته کېږي، د یو تن سږي له منځه وړلای شي. ټي بي یوه سخته ساري ناروغي ده او د خلکو سره سره پیشوګان او نور ځناور هم اغېزمن کوي. ډېر خلک، په یوه نکته کې، د وړو او عارضي تنفسي ستونځو سره د مرۍ د خوږېدو، ټوخي او د غاړې د سوځېدو په بڼه مخ کېږي.

انځور ۱. انجینیران spirometers ډیزاین کوي چې ستاسې د سږي ظرفیت اندازه کړي – چې تاسې څومره هوا او په څومره تېزۍ سره راکاږئ.

ساه لنډی هغه وخت رامنځته کېږي چې ستاسې د هوا د لارو داخلي دېوالونه وپړسېږي او حساسیت پېدا کړي. بیا، که څه پاروونکي شیان ستاسې د هوا لارو ته ننوځي نو هغه تنګېږي، چې له امله یې سږو ته د اکسیجن د تګ مخنیوی کېږي. د ساه لنډي په یوه سخته حمله کې، د هوا لارې دومره سختې بندېدلای شي چې ستاسې بشپړ ارګانونه کافي اکسیجن نشي ترلاسه کولای. کیمیاوي انجینیران دوایانې او د هغوی د رسولو سیسټمونه، داسې لکه ساه اخیستونکي، جوړوي چې خلکو سره په بهتر ساه اخیستنه کې مرسته کوي. ځینې دوایانې د عاجل راحت لپاره وي، چې د ساه لنډي د علامو د پېښېدو سره مخنیوی وکړي او نورو د اوږدمهاله کنټرول دوایانې دي چې د علامو مخنیوی کوي.

د سږو ترانسپلانټونه هغه وخت ضروري وي کله چې سږي دومره خراب شوي وي چې نور کار نشي کولای او کوم متبادل علاج یې موجود نه وي. په ۲۰۰۵ کې، په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۳،۵۰۰ خلک د سږو ترانسپلانتونو ته منتظر ول، او له هغوی څخه یواځې ۱،۰۰۰ تنو ترانسپلانتونه ترلاسه کړل. روغتونونه هغه ماشینونه کاروي چې د انجینیرانو لخوا د دې لپاره جوړ شوي چې د زړه او سږو کار کوي، چې د بدن نه بهر وینې ته پمپ ورکوي او اکسیجن تبادله کوي تر څو د مریض سره مرسته وکړي چې د مرض یا صدمې له امله د سږو د کار پرېښودو د حالت څخه راوګرځي. انجینیران په داسې الاتو کار کوي چې د بدن دننه اکسیجن فلټر کولی او پاکولی شي، د هماغه کار په څېر چې سږي یې کوي. دا مصنوعي سږي به کوچني وي (د سوډا د یو ډبي په کچه) او د مریضانو په سینو کې به نصب شوي وي چې له هغوی سره تر هغې په ژوندي پاتې کېدو کې مرسته وکړي تر څو چې د سږو د ترانسپلانتونو لپاره انتظار باسي.

د درس شالید 

د تنفس سیسټم

د تنفس سیسټم په بدن کې یو د ارګان سیسټم دی چې اساساً د ګاز د بدلون لپاره کارول کېږي. د څلورو پښو په ډېرو ځناورو کې، د تنفس په سیسټم کې عموماً هغه ټیوبونه شامل وي چې bronchi بلل کېږي، کوم چې سږو ته هوا وړي، او هلته په ګاز بدلېږي. یو ډیافراګم (diaphragm) هوا دننه راکاږي او بیرون یې وباسي. په انسانانو او نورو تي لرونکیو کې، د تنفس سیسټم د هوا په لارو، په سږو او د تنفس په هغو رګونو مشمول وي چې د بدن دننه او بیرون هوا وړي (وګورۍ انځور ۲). د سږو په خانو کې د اکسیجن او کاربن ډایکسایډ مولیکولونه (molecules) په سږو او وینه کې د ګازي چاپیریال ترمنځ تبادله کېږي. د تنفس سیسټم وینې ته د اکسیجن د حرکت اسانتیا ورکوي (اکسیجن ورکول)، په داسې حال کې چې کاربن ډایکسایډ او نور ګازي کثافات د جریان څخه لیرې کوي.

د تنفس سیسټم سږو ته د اکسیجن په رسولو سره بدن ته انرژي ورکوي، او اکسیجن د سږو نه بیا د وینې له لارې حجرو ته ځي. د تنفس سیسټم همداراز د تنفس او د بېلابېلو حجري جوړښتونو، لکه کاربن ډایکسایډ، کثیف تولیدات هم لیرې کوي. د تنفس سیسټم د وینې د جریان د سیسټم سره پیوست شوی دی.

د ساه راکښل عموماً د ډیافراګم لخوا چلېږي. کله چې ډیافراګم راکښل کېږي، د سینې قفس غځېږي او د ګېډې مواد کښته لور ته وړل کېږي. دا حرکت د سینې دننه د لا زیاتې ژورتیا سبب کېږي، کوم چې په فشار کې کمی راولي. کله چې په سینه کې فشار کمېږي، نو هوا د دې د ترسره کولو سیمې ته اوړي، چیرته چې دا سږو ته د جریان پر مهال فلټر کېږي، تودېږي، او مرطوبېږي – او دا ټول کارونه د تنفس د سیسټم د بېلابېلو برخو لخوا ترسره کېږي. د دې برعکس، ساه ایستل عموماً یوه انفعالي پروسه ده. سږي یو طبعي ربړي توب، یا د غځول کېدو توان لري. کله چې سږي د ساه راکښلو د غځېدنې نه بیرته ستنېږي، نو هوا بیرته تر هغه وخته بیرون ځي چې په سینه کې فشارونه او چاپیریال یو برابر شي.

د ساه له راکښلو وروسته، د ګاز تبدیلي په خانو کې ترسره کېږي، دا په سږو کې هغه کوچنۍ کڅوړې دي چې د ګاز تبدیلي پکې ترسره کېږي. د دې خانو دېوالونه ډېر زیات نري دي او ګازونه ترې تېرېدلای شي، نو ګازونه د هغوی ترمنځ په اسانۍ سره ځي. د سږو خانې د شریانونو د ویښتییزونو سره په کتار دي، د کومو دېوالونه چې هم دومره نري دي چې د ګاز د تبدیلۍ اجازه ورکوي. اکسیجن د هوا نه په دې خانو کې بیا په وینه او بیا د شریانونو په ویښتییزونو (pulmonary capillaries) کې خورېږي. په عین حال کې، کاربن ډایکسایډ په مخالف لوري کې خورېږي، د وینې نه ویښتییز ته بیا هوا ته بیا د سږو خانو ته. په دې وخت کې، د شریان وینه په اکسیجن غني وي، او په سږو کې کاربن ډایکسایډ وي. ساه ایستنه ورپسې راځي، چې بدن ته د کاربن ډایکسایډ څخه نجات ورکوي او د تنفس دوره بشپړوي.

د تنفس د سیسټم د اضافي او مهمو اجزاو او د هغوی د فعالیتونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره وګورئ د لغات\تعریفونه برخه.

مصنوعي سږي

دا مهال، انجینیران په دې کار کوي چې داسې کوچني مصنوعي سږي جوړ کړي چې په سینه کې نصب کېدای شي. د دې تکنالوژۍ مقصد دا دی چې د زخم یا مریضتیا نه د یو تن د رغېدو پر مهال، یا تر هغې چې د سږو ترانسپلانتونه پېدا شي، د هغه د سږو د فعالیت لپاره په کافي توګه د ګاز تبدیلي ترسره کړي. روغتونونه دا مهال یوه تکنالوژي کاروي چې ECMO، یا extracorporeal membrane oxygenation بلل کېږي. ECMO ماشینونه د سږو او زړه فعالیتونه په لاس کې اخلي، چې د بدن نه بیرون په یو ماشین کې وینې ته پمپ ورکوي او د اکسیجن لپاره کاربن ډایکسایډ تبادله کوي. د داسې یو بیروني ماشین د کارولو په ستونځو کې شامل دي میخانیکي پمپونه کوم چې ښايي د سرې وینې حجرو ته زیان ورسوي. دا نوي مصنوعي سږي به زړه د پمپ په توګه وکاروي او په سینه کې به نصب شوي وي تر څو یو څه اوسنۍ ستونځې له منځه یوسي. په داسې حال کې چې دا تیکنالوژۍ سږو ته د رسېدلي سخت زیان اوږدمهاله حل ندی، خو دوی ښايي مریضانو سره دومره مرسته وکړي چې د مرستې په توګه ورکړل شوي سږي لاس ته راشي.

لغات\تعریفونه

د مرۍ غدود (adenoids): د مرۍ دپاسه د lymph موادو غوزې. د lymph ټول سیسټم بدن ته مایع وړي او د بهرني موادو (لکه جراثیمو) په فلټر کولو سره مرض سره په مقاومت کې او د حجرو (چې lymphocytes بلل کېږي) په تولیدولو کې مرسته کوي څو د زیان رسوونکیو جراثیمو سره مبارزه وکړي. که adenoids غټ شي نو ښايي په ساه اخیستلو کې ستونځه جوړه کړي او ځینې وختونه لدې امله قطع کولای شي.
د سږو خانې (alveoli): د هوا بېخي کوچنۍ کڅوړې کومې چې د ساه له اخیستلو کېدو وروسته د هوا د تګ اخري ځای دی. وینه د هغو ویښتییزونو له لارې تېرېږي چې د دې خانو د دېوالونو سره لګول شوي وي، دا د هوا نه اکسیجن رااخلي او کاربن ډایکسایډ ورکوي.
بایو انجینیرنګ (bioengineering): د مصنوعي غوزو، ارګانونو، او یا د ارګانونو د اجزاو کارول چې د بدن د زیانمنو شویو یا ناموجودو برخو په ځای کېښودل شي، داسې لکه مصنوعي اندامونه یا د زړه رفتار جوړوونکي. سرچینه: The Oxford Pocket Dictionary of Current English http://encyclopedia.com/doc/1O999-bioengineering.html.
بایومیډیکل انجینیرنګ (biomedical engineer): یو تن چې د انجینیرۍ روایتي تخنیکونه د بیولوژي د ساینسونو او طب سره د دې لپاره یو ځای کوي چې د بشري روغتیا او ژوند معیار بهتر کړي. بایومیډیکل انجینیران د بدنونو مصنوعي برخې، طبي الات، تشخیصوونکي الات، او د طبي علاج طریقې جوړوي.
د ستوني ټیوبونه (bronchial tubes): کله چې د هوا پایپ سږو ته رسي نو دا په دوو مرکزي ټیوبونو جلا کېږي، هر سږي ته یو. دا ټیوبونه د سږي په هره پرده کې بیا تقسیمېږي، او بیا نور تقسیم ته هم ادامه ورکوي.
د ستوني برخې (bronchioles): د ستوني په ټیوبونو کې تر ټولو کوچني ضمني تقسیمات. د ستوني د دې برخو په پای کې د هوا کڅوړې دي چې alveoli بلل کېږي.
د ستوني باڼه (cilia): ډېر کوچني ویښته چې د حلق د ټیوبونو سره ولاړ وي. د هغوی د څپو په څېر حرکت بلغم پورته او بهر مرۍ ته راولي. دا بلغم زیاتره دوړه، جراثیم، او نور ناغوښتل شوي داسې مواد رانیسي چې د سږو پر لور لاره مومي، او دا بدن نه د ټوخي او پرنجي له لارې وباسي.
ډیافراګم (diaphragm): د عضلې یو قوي دېوال دی چې کله کښته لور ته وخوځېږي نو په سینه کې داسې زبېښن زور پېدا کوي چې هوا راکاږي او سږي غځوي. ډیافراګم د سینې تشه د ګېډې د تشې نه جلا کوي.
انجینیر هغه تن چې د ساینس او ریاضۍ په اړه د خپل علم پوهېدنه د دې لپاره پکار راولي چې د بشریت او زمونږ د نړۍ د ښیګڼې لپاره شیان جوړ کړي.
ژبۍ (epiglottis) (اپي ګلوټ): یوه غوزه ده چې د هوا د پایپ په خوله کې ځوړنده وی چې د تېرولو پر مهال بندېږي، چې په دې توګه خواړه او څښاک (چې منزل یې مرۍ او معده وي) لاندې تنفسي برخې ته د ننوتو نه منع کوي.
مرۍ (esophagus): هغه نل چې د خولې او غاړې نه معدې ته ځي.
Lymph nodes: کوچني او ګرد جوړښتونه چې د حلق د ټیوبونو او د هوا د پایپ د دېوالونو مخې ته موندل کېږي. دا مرض سره د مبارزې د سپینې وینې حجرې جوړوي او زیانمنوونکي کوچني ارګانیزمونه او زهرجنې مادې بهر ته فلټر کوي.
خوله په تنفسي سیسټم کې د هوا د داخلېدو دویمه لاره.
پوزه په تنفسي سیسټم کې د بهرنۍ هوا د داخلېدو اساسي او ترجیحي لاره. د پوزې ویښته د ټولو شیانو هوا مخکې له هغې پاکوي چې هغه د تنفسي سیسټم ژورو برخو ته ننوځي.
پښتۍ (ribs): هغه هډوکي چې د سینې د تشې او سږو ملاتړ او حفاظت دواړه کوي.
سینوسونه (sinuses): د سر په هډوکو کې کوچني پرانستي ډډ ځایونه چې هغوی د پوزې سره پیوستوي. سینوسونه د راتلونکې هوا د تودوخی او رطوبت د توازن په جوړولو او همداراز د سر د هډوکي د جوړښت په سپکولو کې مرسته کوي.
مرۍ هغه لاره چې د پوزې او خولې نه بهرنۍ هوا راغونډوي او هغه لاندې د هوا پایپ ته بوځي. دا pharynx هم بلل کېږي.
مرغیړي (tonsils): د ستوني په دېوال کې د بادام به څېر lymph nodes. دوی د جراثیمو سره مبارزه کوي او مرض نیولی شي.
د غږ بکسه د هوا د پایپ په سر (trachea) کې یوه برخه چې غږیز تارونه لري او د هغو غږیزو اوازونو سرچینه ده چې د هوا د حرکت له امله رامنځته کېږي. دې ته larynx هم ویل کېږي.
د هوا پایپ یوه لاره چې د مرۍ نه سږو ته ځي. دې ته trachea هم ویل کېږي.

 

ورسره تړلي فعالیتونه

چټله هوا = چټل سږي – زده کوونکي پوکڼۍ، واښه او پلاستیکي بوتلونه د دې لپاره کاروي چې د سږو نمونې جوړې کړي په کومو کې چې ډیافراګمونه او د سینې تشې شاملې وي، څو هغوی په دې وتوانوي چې وګوري څرنګه د هوا د سږو نه وتل او ننوتل د ډیافراګم د حرکت سره یو ځای رامنځته کېږي. ټیمونه د مخ داسې نمونه یي فلټرونه هم ډیزاین کولی او جوړولی شي چې د هغې هوايي چټلتیا د کچې د کمولو لپاره اغوستل کېدای شي چې تنفسي سیسټم ته ننوځي.

د درس بندول

د تنفس سیسټم زمونږ په جسمونو کې یو ډېر مهم سیسټم دی. د دې پر فعالیت پوهېدل د دې لپاره ډېر مهم دي چې مونږ خپل جسمونه صحتمند او د هغو وضعیتونو او طبي ستونځو د ځواب لپاره فعال وساتو چې مونږ ورسره مخامخ کېږو. په دې پوهېدل چې څرنګه د هغې هوا چټلتیا او خیرنتیا چې مونږ یې په ساه کې اخلو نېغ په نېغه زمونږ د تنفس سیسټم او سږي اغېزمن کوي هم د دې پوهېدنې لپاره ضروري دي چې څرنګه د تنفسي سیسټم فعالیت او ژوند وساتل شي او اوږد کړای شي.

انجینیران د ډاکټرانو سره یو ځای د دې لپاره کار کوي چې د هغو ستونځو لپاره طبي ازموینې او علاجونه پیدا کړي چې تنفسي سیسټم اغېزمنوي، او همداراز د هغې هوا کیفیت بهتر او وڅاري چې په ساه کې اخیستل کېږي. بېلابېل ډوله انجینیران په هغو پروژو کې کار کوي چې د خلکو د تنفسي سیسټم روغتیا بهتروي. کیمیاوي انجینیران داسې درمل جوړوي چې خلکو سره مرسته کوي په ښه طریقه ساه واخلي. نور انجینیران د دوایانو د رسولو سیسټمونه ډیزاین کوي، که هغه ساه اخیستونکي وي، پیچکارۍ، او که ګولۍ او که کیپسولونه. بایومیډیکل، برقي او میخانیکي انجینیران د شریان د فعالیت د ازموینې او سکرین داسې سامانونه او مصنوعي سږي جوړوي چې د مریضانو سره مرسته کوي تر څو اکسیجن په ساه کې واخلي او فلټر یې کړي په داسې حال کې چې د مرضونو په وړاندې مبارزه وکړي.

د درس د لنډیز ارزونه

بحث: که ته یو انجینیر وای او یو سی مصنوعي سږي دې جوړولای، نو د ډیزاین کوم اړخونه به د غور لپاره مهم وای؟ (د دې پرانستي ډیزاین د پوښتنې سره د هغه ثبوت لټون کوونکي چې زده کوونکي یې د تنفسي سیسټم د برخو، د دې د فعالیت، او هغه څه چې دا اغېزمنوي په اړه فکر کوي. د بېلګې په ځوابونو کې ښايي دا شامل وي: سږي باید د غځېدو توان ولري، سږي باید د سینې په تشه کې د ځاییدو توان ولري، سږي باید د ګاز د تبدیلۍ د وړلو توان ولري، سږي باید پاسته وي، باید د تن روغتیايي تاریخ وپېژني، چې دغه تن نور څومره وده کوي، هغه موقعیت چیرته چې تن اوسېږي او ساه اخلي، او داسې نور).

درس د پراختیا هلې ځلې 

پر زده کوونکیو د مصنوعي سږو د انجینیرۍ په پرمختګونو کې تحقیق وکړئ. دې تیکنالوژۍ د هغو خلکو چې د سږي یې زیانمن شوي د بقا شرحه څومره زیاته کړې ده؟

ساه لنډی د متحده ایالاتو د ماشومانو یوه غټه جدي او پخوانۍ مریضتیا ده. پر زده کوونکیو د ساه لنډي، د دې د علامو او لاملونو په اړه زیات معلومات زده کړئ. ډېر زده کوونکي یو داسې څوک پېژني چې د ساه لنډي مرض لري. زده کوونکیو ته لارښودنه وکړئ چې د هغو دوایانو او ساه اخیستونکو په اړه تحقیق وکړي چې انجینیرانو د ساه لنډي د حملې د کنټرول لپاره جوړ کړي دي.

د سږو مرض یو له هغو دریو غټو مرضونو څخه دی چې په متحده ایالاتو کې مرګ پېښوي، او د سږو مرض او تنفسي ستونځې یو کال نه د کم عمره ماشومانو د مړینې یو غټ لامل دی. پر زده کوونکیو د سږو د مرضونو، د هغوی د لاملونو، علامو او علاجونو په اړه نور معلومات زده کړئ. زده کوونکیو ته وظیفه ورکړئ چې د خپل ښوونځي، فامیل، یا ګاونډ لپاره داسې معلوماتي کتابچې جوړې کړي چې په هغوی کې یې د دې خطرې او دا خبره ښودلې وي چې د سږي د مرض د کمولو لپاره څه کېدای شي.

اضافي ملټي میډیا مرسته

د تنفسي سیسټم دیاګرامونه او تشریحات د لارو او اجزاو د ترسره کولو په اړه د متحده ایالاتو د سرطان د ملي ادارې د Surveillance, Epidemiology, and End Results (SEER) د پروګرام پر وېبپاڼه http://training.seer.cancer.gov/module_anatomy/unit9_4_resp_passages.html وګورئ.

د تنفسي سیسټم یو ښه عمومي دیاګرام چې برخې یې پېژندل شوي او تشریح شوي د امریکا د سږو د ټولنې د Search LungUSA پر وېبپاڼه http://www.lungusa.org/site/c.dvLUK9O0E/b.22576/k.7FFF/Human_Respiratory_System.htm وګورئ.

حوالې

ساه لنډی. د امریکا د سږو ټولنه. وکتل شو په دسمبر ۱۶، ۲۰۰۸. http://www.lungusa.org/site/c.dvLUK9O0E/b.33276/

Dictionary.com. لیکسیکو پبلشنګ ګروپ، ایل ایل سي. وکتل شو په دسمبر ۱۶، ۲۰۰۸. (د لغاتو د ځینو تعریفونو، د یو څه قبلونو سره). http://www.dictionary.com

Downs, Martin F. Artificial Lung Closer to Clinical Trial. بیا کتل شوی په نومبر ۲۵، ۲۰۰۲. WebMD, Inc. وکتل شو په دسمبر ۱۶، ۲۰۰۸. http://www.webmd.com/healthy-aging/features/artificial-lung-closer-to-clinical-trial

د انسان تنفسي سیسټم. LungUSA، د امریکا د سږو ټولنه. وکتل شو په دسمبر ۱۶، ۲۰۰۸ (ښه، ټاپه شوی دیاګرام او د انسان د تنفسي سیسټم د برخو تشریح). http://www.lungusa.org/site/c.dvLUK9O0E/b.22576/k.7FFF/Human_Respiratory_System.htm

لامب، انیټي، او جانسن، لاري. تنفسي سیسټم: بنسټیز معلومات. وروسته تازه شوی په دسمبر ۲۰۰۱ کې. 42eXplore. وکتل شو په دسمبر ۱۶، ۲۰۰۸. http://42explore.com/respsyst.htm

مارکوس، ماري بروفي. Breakthroughs in Artificial Lungs Could Assist in Transplants. تازه شوی په جنوري ۳۰، ۲۰۰۸. USA Today. وکتل شو په دسمبر ۱۶، ۲۰۰۸. http://www.usatoday.com/news/health/2008-01-29-artificial-lungs_N.htm.

تنفسي سیسټم. وروستی ځل تازه شوی په اګست ۸، ۲۰۰۷. Wikipedia Free Online Encyclopedia. وکتل شو په اګست ۱۲، ۲۰۰۷. http://en.wikipedia.org/wiki/Respiratory_system

روډریګرز-کرز، ایډوین. Extracorporeal Membrane Oxygenation. وروستی ځل تازه شوی په جون ۱۴، ۲۰۰۶. eMedicine,WebMD, Inc. وکتل شو په اکتوبر ۱۳، ۲۰۰۸. http://www.emedicine.com/ped/TOPIC2895.HTM

لیکوالان

جی شا، مالینډا سخافیر زارسکی، ډینیز ډبلیو. کارلسن.

حقوق خوندي

© 2008 by Regents of the University of Colorado. د دې ډیجیټال کتابتون مواد د Integrated Teaching and Learning Program لخوا د National Science Foundation GK-12 د مرستې لمبر 0338326 لاندې تیار شوي دي. خو، دا ضروري نده چې دا مواد دې د National Science Foundation استازیتوب وکړي، او تاسې یې د مرکزي دولت لخوا د تصدیقېدو ګومان ونکړئ.

ملاتړی پروګرام

Integrated Teaching and Learning Program, College of Engineering, University of Colorado at Boulder

درخت دانش څخه په مننې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب