د اولاد په روزنه کې څو مهمی تېروتنې

که خپلی ټولنی ته  یوه ځغلنده کتنه وکړو ،نو وینو چی ډیری پلرونه او میندی  د اولاد د روزنی پر مهال خپلو تیروتنو ته نه متوجه کیږي، او داځکه چی که له ېو  لوری پر اولاد باندی زېات قهر او غصه بدې پاېلې او عواقب لری ،نو بل لوری ته دا هم د یادولو وړده چې ،  اولاد ته زېاته بخښنه او په حق کی  یي زیاته بی پروائی  ددوی د تباهۍ لامل ګرځي.

ځینی پلرونه ډیر محدود فکرونه لری او  داسی انګیری  چی د خپل اولاد سالمه روزنه یواځې هغوی ته ښه خواړه او ښه پوښاک چمتو کول دی، چی دا پخپله  یو ناسم فکراو یو ناسم چلند دی ، ځکه سالمه روزنه هماغی روزنی ته وايي چې هغه بالآخره د والدینو جنت ته دداخلیدو سبب وګرځي.

د تربیت علماء په دی اړه داسی  وا يي : د کوچنيانو روزونکو ته  د تربیت پر مهال د ماشومانو حال  وخت په وخت په ‌ډاګه کیږی او  مثبتی او منفی اغیزی یی ورته معلومیږی ، او ددوی مثال د هغو ډاکټرانو په څیر دی چی د درملنی پرمهال د خپلو مریضانو حال ورته معلوميږي ،داځکه چی دوی یې حالت څیړي او نتایجو ته یی ځیر وي.

نو مشران تل د کشرانو  و ضعیت څاري او کلکه مراقبه او څارنه یی کوي .خو د ماشومانو  سره برخورد او تعامل د لویانو د برخورد په پرتله ډیر توپیر لري، حتی د ځینو کوچنيانو روزنه د ځینو نورو سره هم فرق لری .

اوس به په دی لړ کی درېو(۳ ) تیروتنو او خطاګانو ته لنډه اشاره کوو .

(1)    زیات شدت او سخت دریځي :ـــ
ارواپوهان وائي چي  دغه اسلوب ډیر مضر او خطرناک تمامیدلای شی ،او بدی پایلی لري ، او په هغو کورنیو کې چی تل د خاوند او میرمنی تر مینځ تاوتریخوالی موجود وي نو دا کار پخپله اخلاقی فساد ته لاره هواروي ، او د سالمې روزنې پروسې ته ستر ګواښ ثابتیدلی شي.

او تر ټولو مهمه خبره داده  چی ماشوم ته تل زیات قهر او غصه  په ماشوم کې پر ځان د باور  احساس وژنی،د ډار ثقـــــافت پکې پیاوړی کیږي ، د امن او د ډاډ احساس به نشي کولی  چی په نتیجه کی به  تل د پښېمانۍ او  ملامتۍ احساس کوي .او په دی صورت کی به ماشوم یواځی د پلار په موجودیت کې د ډار احساس کوې چی دې ته د اروا پوهان خوف مؤقت ( یا لنډ مهاله ویره) وايې. د سخت دریزۍ تر ټولو بده اغیزه داده چی ماشوم به آن په ورځنیو چارواو ورځنیو درسونو کې پر ځان اعتماد نشي کولی.

بله د پام وړ خبره داده چی زیات قهر په ماشوم کی یو داخلی کشمکش را مینځ ته کوي ، یعنی تل به د انتقام شېبې شماري، او په راتلونکي کې له دغسی ماشومانو کینه کښ او بی رحمه  اشخاص جوړیږي  چی خپل رحم به یې په تاخچه کې ایښی وي .

نو قهراو غصه  د فساد لپاره نه ، بلکه د اصلاح او سالمی روزنی لپاره باید سرته ورسیږي.

(۲):ــ تل  له بښنې او عفوې نه کار اخستل :
دا تعامل او برخورد هم یو ناسم چلند دی ، او دا له دی لامله چی په زیاتې بښنې سره اولاد نیازبین آموخته کیږي ځکه ډیر ځل به مولیدلی وي، هغه اولاد چی یواځي بدنی تغذیه یې شوي وي او ورسره  فکري تغذیه  په سمه توګه ونه لري، منحرف او بې لارې کیږي.خو البته زمونږ ددی خبرو نه مطلب دا نه دی چی والدین دی له شفقت او خواخوږۍ نه کار نه اخلي، ځکه دا هم ناشونې ده چی پلرني او مورني عواطف دې هېر شي،او له اولاد سره دې مینه او محبت ونلري . نو په اولاد باندې رحمت او شفقت هم لازمي امر ګڼل کیږي  ، ځکه خوږ نبی کریم (صلی الله علیه وسلم )  فرمايي : (ليس منا من لم  يرحم صغيرنا و يعرف حق كبيرنا ).

کله کله  زیاته بښنه او آساني   د اولاد ژوند د بربادۍ سره مخامخ کوي ، او دا په همدې خاطر چی په کورني ژوند کې  زیات تساهل او آساني  اولاد ته داسی انګیزه ورکوي چی هرشی دوی ته  جائز اوپه نړۍ کې د  حرام او ناروا په نامه هیڅ شی شتون نلري ، ځکه په  نړۍ باندې هم د خپل کور قیاس کوي.خو هر کله چې دغه ماشوم  را ستر شی او ټولنی ته ورننوځي ا و ټولنیز ژوند پیل کړي ، نو طبیعی ده چی له قوانینو او اصولو سره به مخامخ شي چې دی یې په وړاندې  هیڅ واک نلري ، نو په ډیرې بې پروايۍ سره به له دغو قوانینو سرغړونه پیل کړي .

 (۳) د اولاد په حق کی ناانډولی او بی انصافی کول :ــــ
ځیني وخت میندې او پلرونه د خپل اولاد تر مینځ عدل او مساوات په پام کی نه نیسي ، د بیلګې په ډول :  د خپلو زامنو تر مینځ  بی انصافی کول ، یا هم کله کله  زوی ورته چی له ډیرو لورګانو وروسته زیږبدلی وي د لور په نسبت ډیر ګران وي، چی په دی کار سره د اولاد تر منځ اختلافات رامینځ ته کیږي . دا هم د مور او پلار یو ناسم چلند دی کوم چی خوږ نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) تری خپل امت منع کړیدی او په دی اړه فرمائي : (اتقو الله واعدلوا فی اولادکم ).

ترجمه :ــ له لوی څښتن تعالی وویریږئ او د اولادونو تر منځ اعتدال او مساوات  په پام کی ونیسئ .
نو قدرمنو والدینو ته  ښايي  چی د اولاد په روزنه کی له افراط او تفریط څخه کار وانخلی  او نه هم ددوی په حق  کی له دومره سخت دريځۍ نه کار واخلی چی حتی ددوی روا غوښتنی هم ناروا وګڼي .

ژباړه: محمد خالد ملکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب