د عربی نړۍ یو نړېوال (بېشف) یسوع البشیر مسلمان شو

دعربی نړۍ یونړېوال (بېشف) یسوع البشیر مسلمان شو

اوسنی نوم ئې محمدالبشیر 

اوسنی بایبل دمحمدصلی الله علیه وسلم پرنبوت اوختم نبوت باندی ګواه دی!
یسوع البشیریو ډیر متعصب عیسایی مذهبی مشروو، دده ټول ژونددمسلمانانوپه وینوسره وو، مطلب داچی دده دنده داوه چی دمسلمان امت پرضدئې دهرې لارې څخه کاراخیستی، کله به ئې دمسلمانانوپرضدداسی سخت بیانونه پررسنیوورکول چی دهټلرظلم دسړی هیرېدی، داسلام دمبارک دین پرضدئې ډېرکتابونه لیکلی دی، خودحقیقت په درکولوسره ورته اسلام دومره محبوب شو چی اوس دی کومی مرکې پرانټرنیټ باندی ورکوی، دده هیڅ ځواب بې ژړانه دی، اودملغلروپه شان اوښکې ئې پرسپین مخ باندی روانی دی، اوپخپلوهغوټولوکړونوباندی چی ده داسلام پرضدکړیدی دیوه لوی الله جل جلاله څخه په ډېره عاجزۍ سره بخښنه غواړی، دده دمسلمانېدولیکنه په لومړی ځل په یوه عربی ویب پاڼه باندی په عربی ژبه خپره شوه، چی بیاپرډیروویب پاڼوباندی په انګلیسې ژبه اوپه دې ورستیوکی په اردوژبه هم خپره شوه؛ ټوله عیسایی نړۍ اوپه ځانګړې ډول واتکان ورته په دې حیران دی چی دده په شان سخت سړی څنګه مسلمان شو؟؟؟
ایایسوع البشیردروپودطمع له کبله مسلمان شو؟؟؟
ایادرتبې دلاسته راوړولوپه صورت کی مسلمان شو؟؟؟
دڅه ګواښ، ګوت څنډنې اویاهم دمرګ اختارورکول شویدی؟؟؟
دحیثیت، دنوم اونښان دلوړېدوپه طمع مسلمان شواوکه بل څه ئې وشاته دی؟؟؟
دده په هکله داسی په سلهاووپوښتنې کیږی، خودمحمدالبشیروداسی پوښتنوته پخپله ځواب ورکوی اوهغه وایی: ((هغه سړی دی ړوندشی چی واقعیت اوحقیقت وینی اوخپله لاره ورڅخه چپوی، تراسلام په عیسایت کی روپۍ ډېرې دې، حیثیت ډېردی، ارزښت ډېردی، رتبه نوم اونښان ډېردی، خوداسلام په راوړولوسره زمااودیوه عادی مسلمان هیڅ توپیرنشته اوکېدای شی چی یوعادی مسلمان لا هم ترماډېره ښه رتبه دلوی الله جل جلاله په وړاندی ولری، اوزه هیڅ ددې احساس نه کوم چی زه دی ترادنی مسلما ن هم ښه یم؛ اودایوکوټلی اومنلی نړېوال حقیقت دی چی داسلام مبارک دین به پرمخ ځی، داځکه چی کوم عقل، فکراودماغ چی یوه خبره ومنله اودزړۀ وتل ته ولوېده هغه بیانه ایستل کیږی، لاسونه به غوڅ کړل شی، پښې به پرېکړل شی، سترګې به ویستل شی اویاهم به ړندې کړل شی، غوږونه به پرې اویاهم کاڼه شی، خو!!!دزړۀ دتل ملغلرې چی اسلام راوړل دی وبه نه ووځی اوقسم په هغه رب چی زه ئې پیداکړی یم، خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم ئې پیداکړی اوبیائې وټول بشریت ته دخپل استازی په ډول سره رالیږلی ، اوعیسی علیه سلام ئې په (کن فیکون) سره پیداکړی، اوبیائې ویهودوته رالیږلی دی، چی اسلام یوحق دین دی، اوکه هرڅوک داسلام دحقانیت په هکله کوم معلومات ایاهم معقول تفصیل غواړی زه ورته په شپه اوورځ کی (24) ساعته ورته حاضریم اودازمالپاره یونه هېرېدونکی ویاړدی۔))
محمدالبشیردډېروپوښتنوځوابونه لیکلی دی، اوهیڅ داسی پوښتنه نشته چی بې ځوابه وی، اودده دشخصی ژوند په هکله هم زښته ډېرمعلومات خپاره شول، دده کړنې اولیکنې ټولې پکښې دی، چی ددې دراغونډولوڅخه یوکتاب جوړېږی، داځکه چی ده یومحقق وواودی، یوه نړېواله پېژندل شوې څهره ده، یومنلی شخصیت دی، خوزه ترهرڅه راتېرېږم اودده ومهمې لیکنی ته راځم اودادرته په لنډه توګه سره راوړم، داچی دی ولی مسلمان شویدی د ی ئې پخپله ځوابوی۔

د محمد البشیر لیکنه:

زه وهغه خدای جل جلاله ته ثناء وایم چی داسلام زړی ئې زماپه زړۀ کی شین کی، اودده پررالېږل شوی استازی اوخوږپېغمبرخاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم باندی درودشریف وایم اوټول امت محمدی ته سلامونه ډالۍ کوم، زه وخپل تاريخ، کړنو، ژوندپیښوته نه راځم دمطلب خبروته راځم ، داچی زه څوک یم؟ څه می کړی؟ اوڅنګه شخصیت یم ؟ داټولې خبرې یوې خواته ایږدم اوپه اصلی لیکنه باندی پیل کوم۔ ماپه عیسایت کی پرعیسایت باندی ډېرکتابونه لیکلی دی، دکلیسااوصلیب لپاره می ډېرزحمتونه ګاللی دی، پلټنې می کړی دی، داځکه چی تحقیق زمادژوندیوه برخه وه، اوده، نوځکه وماته دمحقق المذهب لقب هم راکړل شوی وو، په برطانیه کی دانګلیکن کلیسالخواڅخه همېشه کانفرانسونه غونډې اوجرګې جوړېدلې، چی کله به دعیسایت پرخپرېدوبحث وو، کله به پرقران، کله هم دمذاهبومقایسه،خوداځل یوعلمی سمینارجوړشو، اوماته په پټه سره دګډون خبرراکړل شو،داځکه چی زماګډون پکښې اړین وو، اومادتل په شان دقضې پرمیکانیزم باندی ترداسی اندازې پوری کارکاوه چی څیړنه به سل په سلوکی کامیابه برېښېدل کله به په ځینوفیصلوکی کاتولیکانوراسره دبحث رېښې اوږدې کړې، اودوی به دتل په شان داکوښښ کاوه چی زموږ ومخ ته خنډشی، اوډېرکوښښ ئې داووچی زموږملګری اومذهبې مشران ترفشارلاندی راولی، اووخپلې لارې ته ئې واړوی، چی ددوی داارمان به پوره نشی، خودامنوچی ددوی اغیزې په نړېواله توګه سره ډېرې دې، اودبرطانی وزیراعظم تونې بلیرئې هم زموږدکلیساڅخه وکاتولیک ته واړوی، اوپه بلېر دوی دډېروه وخته پسې وه، اودڅومختلفومرحلودفشاردحس کولوپه صورت کی تونی بلیرواوښتی۔

زموږټولې پریکړې به همېشه پرتحقیق ولاړې وې، نوځکه زموږهره فیصله بیانه ده ردشوی اوښه نتیجه ئې هم هروخت ورکړېده، دعیسایانودعمومی منشی له خواڅخه یوعلمی سمینارپه پټه توګه سره راوغوښتل شو، چی په دې سمینارکی دکاتولیک، انګلیکن کلیسا، پروتستانو اوارترودوکسوته بلنی پکښې ورکول شول، چی دسمیناراجنډاداوه چی د بایبل په مقدسو نسخوکوداخری نبی حضرت محمدصلی الله علیه وسلم وړاندوینی راغلی دی، چی ورته دفارقلیط لفظ په یونانی اوپه هره ژبه که ورته یونوم ورته استعمال شویدی، اوډېرنورایاتونه شته چی په ښکاره ډول سره دمحمدصلی الله علیه وسلم پرنبوت اوختم نبوت باندی ګواهې ورکوی، نوموږته په کارده چی په راتلونکوورژنو(ورژن یعنی بېل متن، چی مطلب ورڅخه دادی چی اوسنی بایبل څوورژنونه لری، چی هرورژن دبل څخه بېل دی، په یوه متن کی، یوورژن 66 سورته دی، بل ورژن 73 سورته دی، په یوه ورژن کی یوایات شته خوپه بل کی نشته چی ورژن دژباړې څخه ډېرتوپیرلری)کی ددې لپاره یوه چاره ولټوو، داځکه چی ډېرمسلمانان زموږسره دبایبل په دې ایاتوباندی حجت کوی، اوموږبې ځوابه کیږو، کانفرانس درې ورځې دوام درلودی، خوهیڅ ونشول، داځکه چی موږپخپلوکی سره وران اوډېراختلافات مودرلودل نوځکه مستقیماماپردې موضوع باندی تحقیق پیل کړی چی داموضوع تریوه ځای پوری ورسوم؛ چی په پایله کی دهمدې پلټنې له کبله می واسلام ته هم لاره پیداکړل، په عربی انجیل کی دانویشته دی: 
لکنی اقول لکم الحق انه خیرلکم ان انطلق لانه ان لم انطلق لاتاتیکم المُعزی ولکن ان ذهبتُ ارسله الیکم (انجیل یوحنا 16)
لاکن زه وتاسوته روښتیاخبره کوم اوداستاسولپاره خیرده، چی زه ځم اوترڅوچی زه نه یم تللی هغه (المعزی) یعنی مرسته کونکی، اوتسلې ورکونکی وتاسوته نه راځی، اوکله چی زه ولاړشم هغه درته رالېږم (16: 7)
په یونانی بایبل کی د(المعزی) پرځای فارقلیط استعمال شویدی، اوپه انګرېزې بایبل کی ورته (Comforter) یعنی تسلې ورکونکی، اودسبب درحمت په معنی دی، چی دافریقایی په زولوژبه کی ورته (uMthokozisi), (Trooster), راغلی دی، چی ددې ټولومعنی دعلم اللغت دعلم پربنسټ (احمد اومحمد) دی، اویادې ته ورته معناوې لری، اوزمادتحقیق مطابق په ځینوزړوعربې نسخوکی ددې لفظ پرځای (محمد) او(احمد) هم راغلی دی، دالمعزی پرځای باندی، نوکه دلته دمشفق اویامهربانه په معنی سره راشی نوقرانکریم ددې تصدیق کوی:
۔۔۔پرمومنینوباندی(دامحمد) ډېرشفیق ډېرمهربانه دی، (التوبه، 128)
اونه ئې لېږلې موږته (ای محمده) مګررحمت دپاره دټولوعالمیانولپاره۔ (الانبیاء 107)

دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په هکله داوسنی بایبل نوری وړاندوینې :

خومددګاربه راځی اوهغه به تاسوته هرڅه ښایی، اوبیابه درته هغه څه رایادوی چی ماتاسوته ویلی دی۔(یوحنا، 26:16)
په ځینوبایبلوکی دلته دمددګارڅخه وروسته (روح القدوس) راغلی دی، یعنی هغه پاک روح چی دهرڅه دګناه څخه به پاک وی، چی (پېغمبر) ورڅخه مراددی، اودابه راځی، اوتاسوته به هرڅه درښی، چی داوهرچاته معلومه دحضرت عیسی علیه سلام څخه وروسته پاک روح (پیغمبر) یواځی خاتم الانبیاء حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم راغلی دی، اوبس، اود(روح القدوس) استعمال دپېغمبرانولپاره دادبایبل یوه عامه اصطلاح ده چی همېشه ئې ورته استعمالوی۔ اوپاته دی نه وی چی داسلام خوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم دژونددهرلور،هره طریقه او هرڅه بیان کړیدی، اوهغه څه چی حضرت عیسی علیه سلام ویهودوته ویلی وو چی خدای یودی، شریک نلری، اومخکنی پیغمبران حق وه، اوراتلونکی پېغمبرداحمدپه نامه سره راځی، نبی کریم صلی الله علیه وسلم هم داهرڅه بیان کړیدی، اویقیناداټول پېغمبران دیوه الله جل جلاله ته دعبادت لپاره، اووحدانیت لپاره رالېږل شوی دی۔

د بایبل بله وړاندوینه دمحمدصلی الله علیه وسلم په هکله:

ای عزیزانو!!! په هریوه روح (سړی) یقین مه کوی، بلکه هریوښه ازماوی، چی ایاهغه سړی دخدای په روح القدوس(دخدای له لوری څخه د پیغمبرۍ) خبره کوی اوکه نه؟؟ ځکه چی په دنیاکی ډېرددرواغونبیان راپورته شویدی۔ (اول خط دیوحنا، څلورم باب:1)
ددرواغجنوپیغمبرانوڅخه خبردار۔(متی 15: 7)
بایبل داښکلی خبره کوی، اووایی چی ډېرخلک به راشی چی زه دحضرت عیسی علیه سلام ځای ناستی یم، اوزه پېغمبریم، خوتاسی دی دازمایښت په ترازوکی کښېنوی، ایادی وایی چی زه پیغمبریم؟؟؟، ایاده څه معجزې لرې؟؟؟ ایاپه ده که څه پېغمبرې اخلاق، علم، اوکړه وړه چی مخکنیوپېغمبرانودرلودل لکه عیسی علیه سلام، موسی علیه سلام اونوروپه ده کی شتون لری اوکه نه؟؟؟
دحضرت عیسی علیه سلام دصعودڅخه وروسته ترنن ورځی پوری عیسایی مذهبی غداران، پاپان، کشیشان اوراهبان وایی چی موږدده ځای ناستی یو، اوحال داچی دحضرت عیسی علیه هیڅ اخلاق اودژوندیوه طریقه هم پکښې نشته اوحتی حضرت عیسی علیه سلام دوی نه پېژنې اونه هم خدای پېژنې دوی ته صرف یوکارپاته دی، اوهغه داچی په هرکال په نړۍ کی په اوسط ډول سره (5000) دکلیساراهبان پررسنیوباندی په دې نامه سره راښکاره کیږی چی دوی همجنس پرسته اولوطیان دی، ددوی ټول ژونددخلکوپه وینوسره دی، اوبل لوری ته که اوس موږددې ایات په ترازوکی داسلام خوږپیغمبرصلی الله علیه وسلم وتلونولومړې ده صلی الله علیه وسلم ډېرې معجزې درلودې چی پخپل حیات مبارک کی ښکاره کړی، چی ترټولوښه اوغوره معجزه ئې قرانکریم دی، چی دی اُمی وو، اوپرده باندی دقران چی دحکمت، اودژونددهرقسم دملغلروڅخه ډک دی، نازل شو، دده ټول ژوند، اخلاق اوکړه وړه حتی دمخکنیوپیغمبرانوڅخه ډېرلوړدی، اوقران ددې خبرې تصدیق کوی،
وانک لعلی خلق عظیم ۔
ای پېغمبره ! په تحقیق سره ته دډېرولوړواخلاق خاوندئې۔

د بایبل نوری ویناوې داسلام دخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم په هکله:

اوزه دخدای څخه غوښتنه کوم چی وتاسوته دوهم مرسته کوونکی راولېږی چی ستاسوسره ترابده پوری وی۔ (یوحنا، 16: 14)
لیکن کله چی حق روح راشی وتاسوته ټوله سیده لاره درښی۔ (یوحنا، 13: 16)
بایبل خوخپله ګواهی ورکړه چی وتاسوته دوهم مرسته کونکی راځی اوستاسوسره به ترابده پوری وی، چی ددې څخه په ښکاره ډول سره داجوتیږی چی بل حق روح(پیغمبر) نه راځی، اودده احکام به همېشنې وی چی چی داپه ښکاره ډول سره دختم نبوت مهردی اوڅه تفسیر اوتاویل ته اړتیاهم نلری۔
اوس قرانکریم دده صلی الله علیه وسلم پرنبوت اوختم بنوت باندی ګواهې ورکوی:
ماکان محمد ابااحدمن رجالکم ولکن رسول الله وخاتم النبین۔ (الاحزاب 40)
نه دی محمدپلاردیوه ستاسوڅخه مګردی دالله رسول اودټولوپېغمبرانواخری دی (خاتم الانبیاء)
چی په قران عزیزکی داسی ایاتونه زښته ډېردی، اوبله داچی دبنی کریم صلی الله علیه وسلم څخه وروسته ډېرومرتدینودنبوت دعوې وکړې، مګردائی په نقل اوعقل سره ثابته نکړل چی دوی واقعاپېغمبران دی، اوبرعلاوه دوی په دې دنیاکی پخپله سزاسره ورسېدل لکه مسلمه بن کذاب۔ (دکاذبونبیانوفهرست) وګوری۔ چی دخاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم څخه زمادمعلوماتوپربنسټ (23) کسانوچی دوې پکښې ښځې هم دې دنبوت دعوې کړېدی، چی ځینوئې بیرته توبه اسیتلې اوواسلام ته ئې رجوع کړیده۔ داسلام خوږپیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایی)) اناخاتم النبیین ولانبی بعدی))، زه دټولوپېغمبرانواخری پیغمبریم اوزماڅخه وروسته بل پېغمبرنه راځی۔

او کله چی هغه حق روح (پیغمبر) راشی وتاسوته ریښتنې لاره درښی داځکه چی دی له خپله ځانه څخه څه نه وایی، اوهغه څه چی اوری(وحی ورته کیږی) هغه درته وایی اودراتلونکی پیښووړاندوینه به کوی۔ (یوحنا )
که موږڅه دعقل اوانساینت په سترګوسره داوسنی بایبل وایاتوته وګوری نوداثابته شول چی بنی کریم صلی الله علیه وسلم په حقه سره پېغمبردی، دلته دیوه پېغمبرلپاره دوه شیان ذکرشویدی، یوداچی دی به هغه څه وخلکوته وایی چی وحی ورته کیږی، نه دخپله ځانه څخه جورې شوې خبرې اوقران عزیزدنبی کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وایی:
وماینطق عن الهوی ان هوالاوحی یوحی علمه شدیدالقوی (النجم)
اوخبرې نه کوی (محمد) له هوا(خپلې) نه ، نه دی دغه (قران) مګروحی ده چی ورته لېږلی شوې دې، ښوولې ده ده ته دسختوقوتونومالک(جبرائیل)چی خاونددښه قوت صورت عقل دی۔
او دوهم داچی داپېغممبربه څه وړاندوینې کوی، یعنی څه داسی پېښې به بیانوی چی وروسته به پېښېږی، چی داهم وټولې نړې ته معلومه ده چی داسلام خوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم زښته ډېرې وړاندوینې کړیدی، چی ټولې پخپل مهال ریښتنې شوی دی، اوټولې رېښتېنې ختلی وی، چی زه صرف قرانکریم څخه دوې ذکرکوم،
اول داچی قران عزیز وایی:
ان الذی فرض علیک القران لرادک الی معاد۔۔
بېشکه هغه (الله) چی فرض (نازل) کړی ئې دی پرتا(احکام) دقران خامخابیرته بېوونکی دی دتاهغه ځای دوعدې (مکې) ته۔ (القصص 85)
د(معاد) څخه مراد مکه معظمه ده، داهغه وخت نازل شوچی نبی کریم صلی الله علیه وسلم دمکې معظمې څخه ومدېنې منورې ته هجرت کاوه، اوحضرت ابوبکرصدیق رضی الله تعالی عنه ورسره وو، داوخت ډېرمایوس کوونکی وو، نوچی کله دوی و(جحفه) نومی ځای ته ورسېدل داایات مبارک نازل شو، اوونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته ئې تسلی ورکړل چی ته به بیاودې ښارته راځی، چی دادمکې فتح دده مبارک په ژوندکی ورته په برخه شوه۔
دوهم داچی :
غُلبت الروم۔۔۔۔۔(روم، 2ـ4)
مغلوب کړی شو(اهل ) دروم په متصله (نژدې) ځمکه کښې (دعربوپه مځکه کی)، اودغه (رومیان) وروسته له دغه مغلوبیت ددوی ژربه بیاغالب شی په (پارسیانو) په څوکلوکی، ۔
یعنی د(9) کلونوپه موده کی به رومیان غالب شی، داځکه چی په لغت اوحدیث کی (بضع) اطلاق له دریوڅخه ترنهوپوری دی، په دغه ایات کی دقرانکریم عجیبه اوغریبه وړاندوینه روښتیاشول چی تراوسه ټوله نړۍ ورته حیران دی، چی د(602) میلادی کال څخه تر(614) میلادی کاله پوری د (فارس ) او(روم) پچهانې په جنګ سره اخته وې، پردې ایات باندی حضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه له ځینومشرکانوسره شرط وتړی، اوپه دغه وخت کی لاشرط تړل نه ووحرام شوی، اوشرط داووچی که تر دومره کلونوپوری رومیان بریالی نشول نوزه به سل اوښه تاسی ته درکوم اوکه کامیابه شوه نوتاسی به سل اوښه راکوی، دروم هرقل پرخپل ځان باندی داسی نذرکښېښودچی ((که الله تعالی پرپارس باندی وماته بری راکی نودحمص څخه تربیت المقدس پوری به په پښوولاړشم))دالله تعالی شان اوقدرت ته وګوری چی دقران دوړاندویلوسره سم برابردنهوکلونوپه موده کی یعنی دهجرت څخه یوکال وروسته دبدرپه ورځ چی مسلمانانوومشرکانوته ماته ورکړل اومسلمانان دخوښې په حالت کی وه، دروم کتابیانوته الله جل جلاله پرپارسیان(مجوسیانو)باندی بری ورکړ چی په نتیجه کی ئې دمکې مشرکان نورهم ذلیله شول اوحضرت ابوبکرصدیق رضی الله تعالی عنه دمکی دمشرکانوڅخه هغه سل اوښان واخیستل چی درسول الله صلی الله علیه وسلم دحکم سره سم ئې خیرات کړل۔

اوس بایبل داثابته کړل چی محمدصلی الله علیه وسلم په حقه سره پېغمبراوخاتم الانبیاء دی، چی قرانکریم ددی په هکله وایی:
واذقال عیسی ابن مریم یابنې اسرائیل انی رسول الله الیکم۔۔۔۔(الصف 6:61)
او(یاد کړه ای محمده! هغه وخت) چی کله وویل عیسی ځوی دمریمې داسی چی ای بنی اسرائیلو بېشکه چی زه رسول رالېږل شوی د الله یم، تاسی ته تصدیق کونکی یم دهغه کتاب چی وړاندی زمادی له تورات څخه، اوزېری کوونکی یم په هغه رسول سره چی رابه شی وروسته له ماڅخه چی نوم ئې احمد دی۔
که زه په لنډوکی درته ووایم چی تقریباپه اوسنی بایبل کی (20) ځایه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم وړاندوینې شوی دی چی ځینی ځایونه په مستقیم ډول سره ورته اشاره شویده لکه مخکی چی ذکرشول۔
حضرت عیسی علیه سلام پخپله په ښکاره ډول سره ویلی دی، چی یهودبه ځی اوعرب به راځی، یعنی دادنبوت سلسله به نوره په دې بې پروا، دپېغمبرانودقاتل، اونافرمانه قوم (یهود) څخه به ځی اووعربوته به تقلیږی۔
زه تاسوته وایم چی دخدای بادشاهی به ستاسونه واخیستی شی اوهغه قوم ته ورکړل شی څوک ئې پوره میوه ورکوی (عربوته)۔ (بایبل)

نو ه دې کی هیڅ تاویل نشته، اووهیڅ تفسیر ته اړتیانلری، دایونړېوال حقیقت دی، چی داوسنی بایبل له نظره رسالت دیهودوڅخه وعربوته انتقال شو، دوهم داچی حضرت محمدصلی الله علیه وسلم رېښتنی پیغمبراودحضرت عیسی علیه سلام فطری ځای ناستی دی، اوبل داچی دی خاتم الانبیاءدی، اودنبوت لړې پرده باندی ختمه شوه۔
دعیسایت بنسټیزه عقیده پخپله کلیسا اوبایبل نه منی:
دعیسایت بنسټ (تثلیث ) دی، اوهم دحضرت عیسی علیه سلام غیرمعجزانه پیدایښت دی، دبرطانی دانګلیکن کلیساله خواڅخه دجون په میاشت په (1984) کال کی یوه سروې خپره شوی وه، چی د (31ـ 39) پوری عیسایی مذهبې راهبانوداویلی دی، چی په بایبل کی وعیسی علیه سلام ته ځینې معجزې منسوبول، دعیسی علیه سلام غیرمعجزانه پیدایښت، اوومریمې ته دمېرمنی (واده شوی ښځې) لقب ورکول داټول دمنلووړنه دی، دابې بنسټه اوپه عیسایت پوری تړل شوی څیزونه دی، ۔

دسکاټلینډ کلیسایوکتاب خپورکړ چی نوم ئې دی (A Statement of Faith) یعنی دعقیدې بیان نومی کتاب کی راغلی دی چی حضرت عیسی علیه سلام بغیرله پلاره پیداشویدی په معجزانه ډول سره۔
اوبل داچی په اوسنی عیسایت کی دوی حضرت عیسی علیه سلام هم خدای ګڼې اوکله ئې دخدای زوی معرفی کوی، چی بایبل په کلکه سره داردوی:
مالک زموږخدای یومالک دی۔ (مرقوس لسم باب 29)
چی خدای یودی اوبیله هغه بل نشته۔ (مرقوس لسم باب 32)
ثناپه هغه چاچی درب په نوم راځی ۔ (مرقوس 11 باب، 9)

په بایبل کی داسی زښته ایاتونه شته دی چی حضرت عیسی علیه سلام پخپله وایی چی ماداسړی ژوندی کی دخدای په امرسره، اوخدای یودی۔ مګربیاهم اوسنی مذهبې (پادریان، کشیشان، بېشپان، پریسټان، منکان، کارډینالان ) اوداسی نورددې ښکاره حقیقت څخه سترګې پوټوی، اوپرعقلوباندی ئې دجاهلیت توره پرده غوړېدلې ده۔نوځکه می دعیسایت څخه کرکه وشوه اوداسلام په مبارک دین مشرفه شوم؛ یوه خبره کول غواړم اوهغه داچی لمرپه دووګوتونه پوټیږی، اوهغه داچی داهم دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم معجزه ده چی داوسنی بایبل هغه ایاتونه تحریف شوی نه دی چی په کوموکی دحضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم په ښکاره ډول سره بیان شویدی، اوماپه دې هکه ډېرتحقیق کړیدی، نوسوال نشته چی ایااسلام حق دین دی؟؟؟ زه اوس تکل لرم چی په څوژبوسره څوکتابونه ددې په هکله ولیکم اوپه مختلفوهیوادوکی ئې چاپ کړم، اوماپرعیسایت باندی هم یوکتاب لیکلی دی د (عیسایت اوحقیقت) په نامه سره،په بل کتاب کی می دبایبل ټول تحریفات راټول کړیدی، یوه کوچنۍ رساله می لیکلې ده چی دبایبل ټول تعارضونه (Contradictions) پکښې رانغښتی دی، یوبل وړوکی کتاب می د(بایبل اوانسانی ژوند) په اړه لیکلی دی، چی ټول هغه څه پکښې راټول شویدی چی وانسانی ژوندته ګواښ دی، اوهیڅ ګټه نه ورڅخه اخیستل کیږی؛ په بایبل کی ډېرداسی شیان شته چی د قانون اوانسانیت په هیڅ قاموس کی شتون نلری۔
دټول مسلمان اُمت څخه می داهیله ده چی پراسلام باندی ټینګ شی، اوخپل دژوندټول مسیرپرسیده لاری خپله کړی، دیوه خدای عبادت وکی، واسلام ته نه ستړی کېدونکی خدمتونه وکړی اوهرڅه داسلام لپاره وکی اواجرئې له الله جل جلاله څخه وغواړی۔

یارب لک الحمد کماینبغی وجهک وعظیم سلطانک  وصلی الله علی نبینامحمدوعلی اله واصحابه اجمعین

عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب