د غرمې خوب؛ د دوو مهلکو ناروغیو تر ټولو غوره او اسانه درملنه

د غرمې خوب؛ د دوو مهلکو ناروغیو تر ټولو غوره او اسانه درملنه

یوې نوې څیړنې ثابته کړې چې د غرمې لخوا د لنډې مودې خوب چې د قیلوله په نوم هم یادیږي د وینې فشار نورمال ساتلو سره د زړه د حملې خطر هم کموي.

په لندن کې د یورپین سوسایټي اف کارډیولوجي غونډې ته وړاندې کیدوونکې نوې څیړنې کې ویل شوي چې په ورځنۍ ډول د غرمې پر مهال یو ساعت او یا هم له یو ساعت څخه زیات خوب د وینې لوړ فشار ټیټوي او د وینې فشار په نورمال ساتلو سره د مختلفو درملو د استعمال اړتیا له منځه وړي.

د یونان د روغتیايي څیړونکو لخوا ترسره شوې یوې څیړنې پر بنسټ د غرمې قیلوله د وینې جریان کمولو سره د وینې لوړ فشار ټیټوي او په دې ډول د مختلفو کیمیاوي درملو د استعمال څخه مخنیوی کوي.

د یونان روغتیايي څیړونکو همداراز وویل چې د غرمې لخوا د خوب یا قیلولې دغه عادت د وینې لوړ فشار ۴ سلنه کمولی شي.

د څیړوونکو په وینا که څه هم د وینې په فشار کې منځ ته کیدوونکی دغه کموالی دومره زیات نه دی خو د وینې لوړ فشار کې معمولي کموالی هم د زړه د حملې خطر کموي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د وینې په لوړ فشار کې معمولي کموالی هم د زړه د حملې او د فالج د ناروغۍ خطر تر ۱۰ سلنه کمولی شي.

همداراز په څیړنې کې ویل شوي چې هغه کسان چې د غرمې د خوب یا قیلولې عادت لري په هغوي کې د وینې د لوړ فشار په پایله کې د وینې د شریانونو او زړه ډیر لږ زیانونه تر سترګو کیږي.

د دغې څیړنې د روغتیايي کارپوهانو په وینا له قیلولې سره سره د شپې لخوا په مناسبه اندازه خوب هم انسان له مختلفو عادي او مهلکو ناروغیو څخه په ژغورلو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب