د نړۍ ١٠ غوره ژبې چې ډیر ویونکي لري

د نړیوالو سرشمېرنو له مخې اوسمهال په نړۍ کې ۷۱۰۲ ژوندۍ ژبې پاتې دي، چې ځینې یې مړې شوي او ځینې د مړه کېدو په حالت کې دي. د ځینو ژبو ویونکي څو تنه پاتې دي او د طبیعت اغېزو ترې ژبه هم اخیستې ده. ځینې ژبې د پرمختگ په حالت کې دي؛ خو ځینې بیا د زوال سره مخ دي. هغوی چې خپلې ژبې ته یې ډېر کار کړی او خلک یې د اړتیا له مخې زده کوي، هماغه خلک اوس په نړۍ راج چلوي او هغه خلکو چې په خپله ژبه شرمېدلي، اوس یې ژبه د مرگ له گواښ سره مخ ده. د مخ پر ودې په ژبو کې فارسي او اردو هم ده.

ایرانیانو خپلې ژبې ته ډېر کار کړی او که تاسې په هره موضوع کې معلومات وغواړئ، نو په فارسي به یې پیداکړئ. له ښه مرغه پښتو ژبې ته اوس ډېر کار شوی او نږدې هره اوونۍ دوه ـ درې کتابونه په پښتو ژبه چاپېږي. پښتو به هلته د اړتیا ژبه شي، چې د ارگ، ادارو او د پوهې ژبه شي او خلک یې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره زده کړي. پښتو د افغانستان ملي ژبه ده؛ خو دغه توري یوازې په اساسي قانون کې لیکل شوي او پښتنو ته دري زده کول لازمي شوي دي. دلته ډېری وزیران، والیان، مرستیالان او نور لوړ پوړي چارواکي په پښتو ژبه خبرې نه‌شي کولی او که یې کوي، نو داسې پښتو وايي، لکه کوم بهرني چې زده کړي وي او یا پرې ملنډې وهي.

پښتو ژبې ته اوس هم ځینو ځوانانو په شخصي امکاناتو کار کړی او پر خپل مټ ژباړې کوي، کتابونه لیکلي او چاپوي یې. که د اطلاعاتو او کلتور وزارت په سلو کې شل سلنه بودیجه د پښتو ژبې د ودې او پرمختگ لپاره وقف کړي، نو راتلونکي څو کاله به موږ د ژوند په هره برخه کې یو کتاب ولرو. له عربي ژبې اخوا، نورې ژبې د کوم غوره والي په معنی نه دي او ژبه یوازې د پوهولو راپوهولو وسیله ده. دلته د نړۍ د لس ژبو په اړه معلومات دي او دا هغه ژبې دي، چې خلکو یې ورته ډېر کار کړی او لا هم ستړي شوي نه دي.

۱ـ چینايي: چینايي ژبه د نړۍ لومړۍ ژبه ده، چې ډېر خلک پرې خبرې کوي. د انگرېزي ژبې په پرتله په چینايي ژبه ډېر خلک خبرې کوي او د دې ژبې ویونکو شمېر تر یو میلیارد اوړي. د چینايي ژبې زده کول ستونزمن دي؛ ځکه یو توری یې څو اوازونه او څو معناوې لري؛ خو سخته هم نه‌ده. یو میلیارد خلکو چې زده کړې، تاسې یې هم زده کولی شئ.

۲ ـ انگرېزي: انگرېزي اوسمهال نړیواله ژبه ده. انگرېزې د نوې ټیکالوجۍ، د زده کړې او د پوهې ژبه هم ده او په میلیونونه کتابونه پرې لیکل شوي. انگرېزې د امریکا، انګلستان، کاناډا، نیوزیلنډ، اسټرالیا، زیمبابوې، الجزایر، سویلي افریقا، هندوستان، پاکستان او د نړۍ د لسگونو هېوادونو رسمي ژبه ده. انگرېزې د ۵۰۸ میلیونه خلکو مورنۍ ژبه ده او د میلیونونو خلکو دویمه ژبه ده. انگرېزي ژبه زده کړئ؛ خو د پیسو گټلو لپاره نه، بلکې د خپلې پوهې د لوړولو لپاره.

۳ ـ هندي: هندي د هندوستان رسمي ژبه ده او په هر هندوستاني لازمه ده، چې هندي زده کړي. هندي ژبه ډېرې لهجې لري؛ خو یوازې د هندي ژبې ویونکي ۴۹۷میلیونه وگړي دي. په هندوستان کې ډېرې رسمي ژبې دي. که هندوستان د انگرېزي پرځای هندي ژبې ته کار وکړي، نو هندي به هم نړیواله ژبه شي.

۴ ـ هسپانوي: هسپانوي ژبه یوازې د اسپانیې رسمي ژبه نه‌ده، بلکې د امریکا د لویې وچې د سویلي او مرکزي هېوادونو رسمي ژبه هم ده. په هسپانوي ژبه ۳۹۲ میلیونه وگړي خبرې کوي. که څوک په فرانسوي او اسپانوي ژبو پوهېږي، نو ورمعلومه به شي، چې د انگرېزي ژبې ځینې توري انگرېزي نه، بلکې د دغو ژبو دي.

۵ ـ روسي: روسي ژبه د اوو نړیوالو ژبو څخه یوه ده. روسي یوازې د روسیې رسمي ژبه نه ده، بلکې د بلاروس« سپینه روسیه» قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او قرغزستان رسمي ژبه هم ده. په روسي ژبه یوازې ۲۷۷ میلیونه خلک خبرې کوي او د میلیونونو خلکو دویمه ژبه هم ده.

۶ ـ عربي: د عربي ژیې زده کول د ټولو مسلمانانو لپاره اړین دي؛ ځکه عربي د قران او حدیثو ژبه ده او د نړۍ په ټولو ژبو کې د فصیحې ژبې په نامه هم مشهوره ده. عربي د ۲۳ هېوادونو رسمي ژبه ده او په ټوله نړۍ کې پرې ۲۶۴ میلیونه وگړي خبرې کوي. عربي په ۱۹۷۵ز کال کې ملگرو ملتونو نړیواله ژبه کړه. عربي یو وخت د زده کړې ژبه وه؛ خو اوس چې عربان سره د ډېرو امکاناتو په نورو لارو سر شوي، نو دغه ژبه یوازې د پوهولو راپوهولو وسیله گرځیدلې او خلک یې د علم لپاره نه زده کوي، بغیر له دیني علم څخه.

۷ ـ بنگالي: بنگالي د بنگله‌دېش رسمي ژبه ده او د پاکستان او بنگله‌دېش د جلا کېدو یو لامل هم د بنگله‌دېش ژبې نه رسمي کول وو. بنگله‌دېش د نړۍ د گڼ نفوسو هېوادونو په لومړي کتار کې دی او په بنگالي ژبه ۲۱۱ میلیونه وگړي خبرې کوي او د هندوستان په ځینو سیمو کې هم خلک پرې خبرې کوي.

۸ ـ پرتگالي: پرتگال یو د هغو هېوادونو څخه وو، چې ډېرې مستعمرې یې لرلې او د همدغه مستمرو له امله پرتگالي ژبه اوس نړیواله ژبه ده. پرتگالي یوازې د پرتگال رسمي ژبه نه ده، بلکې د برازیل، ماکایو، انگولا، ونیزویلا او مکسیکو رسمي ژبه ده. په پرتگالي ژبه ۱۹۱ میلیونه وگړي خبرې کوي.

۹ ـ ملايي ـ اندونیزیايي: اندونیزیايي ژبه ډېرې لهجې لري او د مالیزیا رسمي ژبه هم ملايي ـ اندونیزیايي ده. په اندونیزیايي ژبه ۱۵۹ میلیونه خلک خبرې کوي. اندونیزیا په اسلامي هېوادونو کې هغه هېواد دی، چې ډېر مسلمانان پکې اوسېږي او د ډېر نفوس لرلو له امله اندونیزیايي ژبه د ډېرو خلکو د خبرو کولو ژبه ده.

۱۰ ـ فرانسوي: فرانسه هم یو وخت د استعمارگرو هېوادونو په لومړي کتار کې وه او د همدغو ډېر مستعمرو له امله اوس نړیواله ژبه ده. په فرانسوي ژبه یوازې خلک په فرانسه کې خبرې نه کوي، بلکې په بلجیم، کاناډا، روانډا، کامرون، هایتي او یو شمېر نورو افریقايي هېوادونو کې خلک په فرانسوي ژبه خبرې کوي او رسمي ژبه یې هم ده. د فرانسوي ژبو د ویونکو شمېر ۱۲۹ میلیونه وگړي حساب شوی دی.

۲۰۱۹ م

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب