د پاکو اوبو د څښلو ۷ حیرانوونکې ګټې

۱: دسردردۍ د تسکین لامل کیږي.

کله چې د انسان د بدن اوبه کمې وي، د انسان د سردردۍ لامل کیږي؛ خو د اوبو په څښلو سره تنده رفع او د سردردۍ د تسکین لامل کیږي.

۲: د انسان د فکرکولو او تمرکز د زیاتوالي لامل کیږي.

د دماغ په ساختمان کې په زیات مقدار اوبه وجود لري؛ نو په د ماغ کې د اوبو کموالي د تمرکز او فکر کولو د کمښت لامل کیږي.

۳:د وزن د کمښت لامل کیږي.

اوبه دبدن میتابولیک ضایعات چې شحم هم په کې شامل دي، له بدن څخه محوه کوي او همدارنګه انسان ته د مړښت احساس ورکوي ترڅو کم وخوري.

۴:د هضمیت سبب کیږي.

د اوبو د نه څښلو په پایله کې هضمي ناروغی لکه قبضیت رامنځته کېږي.

۵: د پوست د نرمښت لامل کیږي.

ددې لپاره چې پوست ښکلي ښکاره شي، رطوبت مهم دی؛ اوبه د پوست په رطوبت کې مستقیم رول لري.

۶: د عضلاتو د شخی د مخنیوی سبب کیږي.

۷: د مسمومیت د مخنیوي لامل کیږي.

اوبه د بدن زهري مواد د حجراتو څخه نورو انساجو او له هغه ځایه د بدن څخه خارج ته انتقالوي چې په دې میکانیزم د مسمومیت د مخنیوي لامل کیږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب