د ژبژغورنې غورځنګ وروستۍ لاسته راوړنې

  • د ژبژغورنې غورځنګ وروستۍ لاسته راوړنې:

۱ – ۲۰۰ اداراتو(وزارتخونو، ریاستخونو)، مدیرانو، محررانو او نورو حکومتي کارکوونکو ته د پښتو مکتوبونو بشپړه کڅوړه د سي ډي په بڼه چمتو کؤل، وېشل او دوی پښتو مکاتیبو لیکلو ته هڅؤل.

۲ – له ۲۰ زیاتو سترو ولایتونو کې پرانیستغونډې کؤل، ولسونو ته ژبنیزه ویښتابه ورکؤل او دوی ستوزنې اورېدل او مرکز ته یې راؤړل .

۳ – پلازمېنې کابل ګڼو سیمو کې لسګونه غونډې کؤل، ځوانانو ژبنیزې ویښتابه ته هڅؤل او عملي مبارزې ته یې په لارې کؤل.

۴- له ګڼو ښوونځیو څخه د پښتو نصاب نشتون په پار لېدنې او دغه ټکي ته منطقي دلایلو سره د دوی د پام اړونه.

۵- پوهنې وزارت سره ګڼې ناستې او بلاخره د پښتو نصاب مبارزې اړوند ترې د غورځنګ پنوم رسمي مکتوب/جواز اخیستل.

۶- فاریاب، بغلان اوهرات کې ولسونه پښتو لېسې او نصاب ته هڅؤل چې له امله یې بغلان کې زموږ مسؤل یوه څنډه ځمکه حکومت ته وقف کړې تر څو پښتو لېسه جوړه کړي، دغه راز فاریاب کې مو یو غړی اړ کړ چې ۸ جریبه ځمکه پښتو ښوونځي ته ډالۍ کړي خو حکومت چمتو نه ده.

۷- هرات کې د غورځنګ مسؤل محمد سروري د پښتو لېسې غوښتلو یو پراخ غوښتنلیک چمتو کړی چې پر ۵۰۰ کورنیو یې لاسلیک کړی تر څو معارف ورته لږ تر لږه یوه لېسه جوړه کړي.
یادښت: هرات کې یوه پښتو لېسه هم نشته، هلته ۷۵% ولس پښتانه هم دي.

۸- د غورځنګ رسمیت او حکومت کې یې ثبتېدل وروسته له کال منډو ترړو او د تعصباتو زغمل.

۹- لسګونه هټیوال پښتو لیکدړو ته اړ باسل.

۱۰- ګڼو سفارتونو باندې نېوکې او پښتو کارونې ته یې اړ ایستل.

۱۱- په فردي توګه لسګونه مأمورین د غورځنګ له مبارزې پښتو پالوو ته هڅېدل.

۱۲- د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ مرکز او نورو ولایاتو کې نمانځل او نورو بنسټونو سره همغږي.

۱۳- د سترو چارواکو پام مبارزې ته را اړول او ملاتړ یې تر لاسه کؤل، لکه د مشرانو چرګې مشرتابه، ولسي جرګې وکلاء، وزراء او ګڼ رؤساء.

۱۴- زرګونه کسیز جوړښت او هر چاته د غړیتوب ازاداي.

۱۵- د پښتو ورځې ستره نمانځغونډه، د کابل په ګډون ګڼو ولایاتو کې د غورځنګ له ادرسه ورته نمانځغونډې.

۱۶- دغه وروستۍ میاشتې کې ۴ کتابونو باندې کار، د ۲ ژباړه بشپړه ده او ۲ باندې کار روان ده، د غورځنګ پوهنیزې ډلګۍ لخوا چې پکې ګڼ ماسټر ادیبان غړیتوب لري.

۱۷- د وړیا ژباړې ډلګۍ مو ۲۴ ګړۍ چوپړ ته فعاله ده، ولس ته وړیا ژباړې کوي.
۱۸- د هراتيانو په بلنه د غورځنګ د مشر سفر هرات غوندې ولایت ته چې هلته ۸۰% ولس پښتون دی خو ۱۰% یې هم پښتو سمه زده نه ده او هېره شوې. هرات کې د غورځنګ د هرکلي او پرانیستغونډه چې پکې د هرات اداري چارواکو، رئیسانو، د پوهنتون ښوونکو او قومي شوراګانو ګډون درلود کلک ملاتړ او ژمنه یې وکړه چې نور به هم خپله هم نور پښتو راژوندۍ کولو ته هڅوي.

۱۹- هرات کې د لاندېنیو ۱۰ سترو قومونو شوراګانو د ژبژغورنې ملاتړ سره سره ژمنه وکړه چې نور به غونډو کې خپل قومونه او وګړي د پښتو بیارغوي ته هڅوي ځکه همدې درنو قومونه هلته پښتو هېره کړې:
الکوزیو
اسحاقزیو
اڅکزيو
علیزیو
نورزیو
کاکړو
هوتکو
بارکزیو
بادغیسیو
فراهیانو

۲۰- علمي چوپړونو په لړ کې تېر کال شمال کې د کېلۀګي انستیتوت پښتو ښوونې ته هڅول او ۶۰% تخفیف پښتنو زدکړیالانو ته ترې اخیستل او ځینې بې وزله وړیا ورپېژندل.

۲۱- بغلان کې معاذ حبیب خصوصي لېسه چې پښتو نصاب لري لوړ تخفبف ته هڅول چې د غورځنګ لخوا ورسره هوکړه وشوه تر څو بې وزله پښتانه ماشومان ځینې وړیا هم ونیسي د غورځنګ له آدرسه.

۲۲- کابل ځینې ښوونیزو مراکزو لکه ښوونځیو، روغنیزو مراکزو لکه درملتونونو، کلینیکونو او رنځپوهانو سره ناستې او دوی لوړ تخفیف ته هڅول تر څو د غورځنګ لخوا که بې وزله پښتانه ورپېژندل کیږي نو وړیا یا کمښت به ورته راولي لکه د ابراهیم خلیل الله ۴ګونو خصوصي سترو لېسو چې نصاب یې پښتو او سیمه یې د څرخي پله شاوخوا ده، سره د ژبژغورنې غورځنګ هوکړۀلیک چې له امله یې د پورتنیو ۳ نارینه او ۱ ښځینه لېسو مشر ښاغلي ابراهیم سره تړون وکړ تر څو هر هغه وګړي چې د غورځنګ لخوا ورپېژندل کیږي نو دغه ۳ تخفیفونه به ورکوي:
الف- ۵۰% عمومي تخفیف.
ب- هغه کورنۍ چې ۳ زدکوونکي لري، ۱ به یې وړیا نیسي.
ت- بې وزله یتیمان به د غورځنګ له آدرسه وړیا شاملیږي.
دوی به د بشپړو زدکړیزو آسانتیاو څخه برخمن وي.
د لېسو پته: د څرخي پله سیمې.

۲۳- ساحل شریف روغتون او درملتون سره ښاغلي ابوبکر ځلاند د ۵۰% کمښت هوکړه وکړه دغه راز د داخله رنځپوه لعل زمان مهمند سره هم ۵۰% د کمښت هوکړه وشوه چې پته یې تنګي غارو لغمان هډه ګل اغا پمپ ده.

۲۴- هرات کې د الغیاث پوهنتون سره هوکړه وشوه تر څو هغو پښتنو ته چې د غورځنګ لخوا ورپېژندل کیږي عمومي کمښت ورکړي او څو یتیم او بې وزله وړیا ونیسي.
۲۵- د افغانستان د سلمې کلیزې ورځ په پښتني دودونو نمانځل.
ابوبکر ځلاند

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب