د کعبې ودانول | سیرت النبي

محمد صلی الله عليه وسلم په پنځه دېرش کلنۍ کې و چې د کعبې ودانۍ د سېلاب له امله کمزوې او نږدې وه چې ونړيږي؛ نو قريشو پرېکړه وکړه چې زړه ودانۍ ړنگه او په حلالو پيسو يې  له سره ورغوي، هرې قبېلې ته يې د ځانگړې برخې ودانولو چارې وسپارلې، کله چې د بيا ودانولو کار د حجراسود ځای ته ورسېد، هرې قبيلې غوښتل چې د حجراسود د ايښودلو وياړ ترلاسه کړي تردې چې خبره د شخړې تر بريده ورسېده؛ خو بيا پرېکړه وشوه چې سبا هرڅوک لومړی مسجدحرام ته ننوزي، هغه به ددې ستونزې پرېکړه کوي، سبا مسجد حرام ته تر ټولو لومړنی ننوتونکی محمدصلی الله عليه وسلم و، قريشو چې وليد ويې ويل: دا امين دی او ټولو د پرېکړې واک ورکړ.

محمدصلی الله عليه وسلم يو څادر راوغوښت او حجراسود يې پکې کيښود بيا يې د هرې قبيلې مشر ته د څادر يوه څنډه په لاس ورکړه کله چې ډبره د ايښودو ځای ته ورسېده، محمد صلی الله عليه وسلم په خپلولاسونو پورته  او په هغه ځانگړي ځای کې يې کېښوده او د کعبې د ودانولو کار بيا پيل شو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب