د کوچنيانو د نه وهلو په اړه شرعي فتوا

فتوا: مولوي محمدرسول صاحب او مولوي نوراحمد صاحب

هغه كوچنيان چه په دينى مدرسو يا دارالحفاظو كى زده كړي كوي په بعضى مدرسو كى هغوى زيات وهل كيږي حتٰى هغوى مجروح كيږي ستاسو د دينى عالمانو څخه دا معلومات غواړو چه ايا دغه ظلم او وهل د كوچنيانو زموږ په مقدس ديـن كى روادى او كه ناروا او دغه زجر په شريعت كى يو خاص مقدار لري او كنه ؟

الجواب بعون ملهم الصدق والصواب
د كوچنيانو د وهلو لپاره په شريعت كى ډير شرطونه ټاكل سوي دي چه ځينى ئى په دي ډول دي:
(۱) وهل به په لاس سره وي نه په لښته نه په چلاخه نه په نورو وسائلوسره په چلاخه او لښته وهل د كوچنيانو حرام دي ولي چلاخه او لښته د جنايت كار دپاره وي او كوچنى خو مكلف ندى.
(۲) د لاس وهل به هم تر درى چپلاخى بالانوي.
(۳)  دغه دري چپلاخى به هم پر مخ او سر باندي نه وي يا به پر غاړه يا ملا يا پښو باندي وي.
(۴) دغه درى چپلاخى به هم پر يوه ځاى نه وي، بلكه د بدن پر مختلفو برخو به وي.
(۵) دغه كوچنى چه وهل كيږي تر لس كاله به بالاوي يعنى لس كاله به ئى پوره سوى وي كم به نه وي.
(۶) دغه وهل به پخپله استاذ يا معلم يا پلار وركوي په بل كوچنى به ئى نه وهي ولى بيا د هغوى تر مابيـن نفرت پيداكيږي .
(۷) د دغه وهلو هدف به اصلاح د كوچنى وي نه خوږول او تحقيرول او خپل غضب سړول .
(۸) دغه وهل به په حالت كى د غضب او قهر د استاد نه وي .

د دغه شرطونو څه بغير په شريعت مقدس كى د كوچنى د وهلو اجازت نه دى سوى ولى چه كوچنى خو غير مكلّف دى نو دغه بعضى استاذان چه خپل شاگردان وهى يا مشران خپل كشران وهى او ډيره مبالغه په وهلو كى كوي دا د شكه وتلى يو حرام عمل دى، هيڅكله سبب د اصلاح نه گرځى بلكه د ډيرو خرابيو او بد اخلاقيو سبب گرځى.
لكه دا چه شاگرد آينده ظالم طبيعته جوړسى اوبـى حيا او سپيـن سترګى جوړ سى او د خپل سبق او خپل استاذ سره د محبت پر ځاى نـفرت پيداكى حتى د قرآن كريم محبت او عظمت ئى د ذهن څه ليري سى او درواغ ويلو ته مجبور سى او بيا په درواغو عادت سى او ډير وقت سبق ويل پريږدي
كه د وهلو په عوض كى د محبت او د ترغيب او تشويق لاري چارى و سنجولى سى هغه به ډيرى موثري تمامى سى لكه د عصرى علومو په مركزونو كى چه مونږ  وينو چه شاگردان په ډير محبت او شوق او په خپله رضا ورځى او په ډير كوښښ سره زده كړي كوي او هيڅ د وهلو ضرورت نه پاتيږي

په حديث شريف مبارك كى راغلى دي چه ابومسعود انصارى (رض) وايـى چه ما خپل غلام واهه نو مى د شالخوا داسى ږغ واوريدى چه پوه سه اى ابامسعوده چه الله تعالٰى(ج) ډير قدرت من دى پر تا باندي نسبت ستا و قدرت ته پر دي غلام باندي كله چه ما د اواز و طرف ته وكتل نو هغه رسول الله(ص) وو نو ما ورته وويل چه دا غلام ازاد دى د الله (ج) د رضا لپاره نو رسول الله(ص) را ته وويل وفرمايل كه تا دا غلام نواى ازاد كړي نو ته به اورسوځلى واى .
په يو بل حديث شريف مبارك كى راغلى دي چه نبـى (ص) مبارك حضرت على صاحب (رض) ته يو مريـى و باخښه او دا يـى ورته وويل چه وهه يـى مه ولى زه د لمونځ كوونكو د وهلو څه منع سوى يم او ما دا مريـى ليدلى دى چه لمونځ يـى كاوه .
او په بل حديث شريف مبارك كى راغلى دي ايا تاسو ته خبر در نكړم په بدترينو انسانانو ستاسو هغه څوك دى چه يوازى خوراك كوي او خپل مريـى ته وهل وركوي او بخيلى كوي .

او بل حديث شريف مبارك كى راغلى دي چه يو سړى د نبـى (ص) مبارك څه پوښتنه وكړه چه څو واره مونږ و خادم ته عفوه وكړو نو تر درى واره سوال كولو وروسته يـى ارشاد وفرمايه چه هره ورځ اويا ۷۰ واره عفوه ورته وكړى . دا احاديث ټول په مشكوة شريف ـ كتاب النكاح باب النفقات كى راغلى دي ـ اشعة اللمعات صـ۱۹۳ج۳ 

او بل حديث شريف مبارك كى راغلى دي چه نبـى(ص) مبارك مرداس ته وويل چه هغه يو معلم وو چه ډير احتياط كوه تر درى واره بالابود وهل مه كوه ولى كه ته تر درى واره بالابود وهل وكړى الله تعالٰى (ج) به ستا څه انـتـقام اخلى ردالمحتار صـ۲۵۸ج۱ 

او بل حديث شريف مبارك كى راغلى دي چه اولاد ته د لمانځه امر وكړى چه دوى د اوو ۷  كالو وي او پر لمانځه ئى ووهى چه دوى د لسو كالو وي  رياض الصالحيـن مع دليل الفالحيـن صـ۱۳۴ج۲  مطلب د حديث دا دى چه وهل به غير مبرح وى او پر مخ به ئى نه وهى دليل الفالحيـن صـ۱۳۳ج۲  غير مبرح دا معنى چه په مسواك سره يا په مثل سره د مسواك په بل داسى شى ئى ووهى دغه معنى د غير مبرح پخپله نبـى(ص) مبارك په خپله خطبة كى كړى ده او همدا راز ابـن عباس(رض) دغه معنى كړى ده  تـفسير الطبرى صـ۴۴ج۵ ـ تـفسير منير صـ۶۰ج۳ .

كوچنى چه پر لمانځه وهل كيږي هغه وهل به نه په لښته سره وي نه په چلاخه نه په بل شى بلكه په لاس سره به وي او تر درى واره به بالا نوي او د هغه كوچنى دپاره به وي چه لس كاله ئى پوره سوى وي په يوولسم كال ئى شروع كړى وي ( ردالمحتار صـ۲۵۸ج۱ ، ولى په لښته وهل د هغه جنايت په باره كى راغلى دي چه د مكلف انسان څه صادر سوي وي او كوچنى خو مكلف ندى او دغه احكام د وهلو يوازى په لمانځه پورى ندي خاص بلكه ټول هغه څه چه كوچنى په امر كيږي يا

ځنى منع كيږي دغه يـى احكام دى  طحطاوى على الدرالمختار صـ۱۷۰ج۱
په حديث شريف مبارك كى راغلى دي كله چه تاسى وهل كوى نو پر مخ باندي وهل مكوى مرقاة المفاتيح صـ۵۲۸ج۶  پر مخ باندي په چپلاخه وهل حرام دي هر چالره  اشعة اللمعات صـ۱۹۳ج۳ ـ تـنرقح الفتاوى الحامدية صـ۳۶۰ج۲  فقيه الامت حضرت مولانا مفتى محمود حسن گنگوهى رحمة الله عليه د كوچنيانو د وهلو په متعلق داسى فرمايلى دي چه د ضرورت په اندازه يوه ۱ يا دوي ۲ يا درى ۳  چپلاخى د كوچنى د طاقت په اندازه پر غاړه او ملا باندي گنجائش سته په لښته او چلاخه او په چمپل او په نورو شيانو د وهلو اجازت نسته كه د خپل حق څه زيات كوچنى ووهل سى هغه كوچنى به په ورځ د قيامت خپل قصاص اخلي او پر سر او مخ باندي به وهل نكوى پر كوچنيانو به شفقت كوى او نرمى به ورسره كوى اوس د وهلو دور ختم سوى دى د وهلو أثرات ښه ندي ثابت سوي كوچنيان سپيـن سترگى او بـى حيا كيږي او چه  د وهلو سره عادت سى بيا سبق نه يادوى بلكه اكثر وقت زده كړه پريږدي  فتاوى محمودية صـ۱۲۷ج۱۴

بغير له لمانځه څه په نورو ځايو كى هم د لښتى د وهلو اجازت نسته د كوچنى لپاره او نه معلم كولاى سى چه خپل شاگرد تر درى واره چپلاخى بالابود ووهى  ردالمحتار صـ۲۵۸ج۱  .حضرت مولانا اشرف على تهانوي صاحب فرمايلى دي چه د غصى په وقت كى هيڅ كله كوچنيان مه وهى بلكه هر وخت چه مو غصه خاموشه سى بيا سوچ وكى بيا سزا وركى  تحفة العلماء صـ۴۲۰ج۱  مثالى استاذ صـ۲۵۸ج۱ او په بل ځاى كى فرمائى چه د استادانو دپاره دا علاج دى چه د غصى په حالت كى دي وهل نكوي هر وخت چه غصه ولاړه سى بيا دي سوچ وكړى چه څونه قصور د كوچنى څه سوى دى هغونه سزادي وركړى دا صحيح لاره ده كنه نو د قيامت په ورځ به كوچنى خپله بدله اخلى ناحقه سزا وركول لويه گناه ده لكه په حديث شريف كى چه راغلى دي چه يوه ښځه و پيشى ته د سزا وركولو په بدل كى دوزخ ته ولاړه كوچنى خو لا انسان هم دى  تحفة العلماء صـ۴۲۳ج۱  او په بل ځاى كى فرمائى د بعضى صاحبانو دا قانون وي چه يو كوچني ته په بل كوچنى باندي وهل وركوي مگر د دي څه ځان ساتل پكار دي دا انتهائى غلطه طريقه ده د دي څه په مابيـن كى د
كوچنيانو دښمني پيداكيږي تحفة العلماء صـ۴۲۴ج۱  او په بل ځاى كى فرمائى ما ليدلي دي چه ډير وهل د تعليم دپاره مفيد ندي تمام سوي بلكه ضررونه ئى رسولي دي (۱) د كوچنى قواوى كمزورى كيږي (۲) د وهلو د بيرى ئى ټوله زده شيان هيريږي (۳) كله چه د وهلو سره كوچنى عادت سى نو بـى حيا جوړ سى بيا وهل پرده اثر نكوي نو د دي كوچنى مرض لا علاجه وگرځى او د ټول عمر دپاره بـى حيائى د ده په طبيعت كى داخله سى بعضى استادان كوچنيان ډير وهى د بعضى كوچنيانو حافظه قدرتى طور كمه وي نو د داسى كوچنيانو وهل گناه او ظلم دى الله تعالٰى (ج) پر دي باندي مواخذه كوي  تحفة العلماء صـ۴۲۵ج۱  والله تعالى (ج) اعلم وعلمه اتم واحكم .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب