روژه په خرما ماته كړئ

روژه په خرما ماته کړئ:

کله چې څوک روژه ماتوي نو په خرما یې باید ماته کړي، ځکه په خرما کې برکت دی-حديث
خرما هغه مبارکه میوه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته لارښوونه کوي تر څو روژه پرې ماته کړو.د سلمان بن عامر رضی الله عنه څخه راویت شوی چې رسول الله صلی الله علیه سلم فرمایلي:
(کله چې څوک روژه ماتوي نو په خرما یې باید ماته کړي، ځکه په خرما کې برکت دی، که چیرې خرما ترلاسه نکړي نو په اوبو سره دې روژه ماته کړي، ځکه اوبه پاکې دي) ابو داود او ترمذي
د انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې وایي:
(نبي کریم صلی الله علیه وسلم به خپله روژه مخکې له لمانځه په تازه خرماوو سره ماتوله، که به چیرې تازه نه وې بیا به یې په وچو خرماوو سره ماتوله، که به وچې خرماوې هم نه وې بیا به یې څو غوړپه اوبو څښلې) ابو داود او ترمذي
پرته له شکه چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دغه سنت تر شا لویې صحي او طبي ګټې پرتې دي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ډیرو خوراکو ترمنځ خرما غوره کړې، ځکه په دې خوراک کې ډیرې ګټې دي، نه د دې لپاره نه چې په صحرايي ټولنو کې زیاتې پیدا کیږي.
کله چې روژه تۍ په خوراک پیل کوي، نو د وجود ټول جهازونه یې سم د واره را ویښیږي، د هاضمې جهاز خپل کار پیلوي، په ځانګړې توګه معده خپله دنده ترسره کوي، نو د لمړي ځل لپاره نرم خواږه خوراک ته اړتیا لیدله کیږي، ترڅو له یوې خوا خالي شوې معده په نرمۍ سره کار پیل کړي او له بلې خوا د روژتي د لوږې مخنیوی په ډیره چټکۍ سره ونیول شي، نو د خرما نرموالۍ د معدې د خالي حالت سره اړخ لګوي، او خوږوالۍ یې په چټكى سره لوږه راټیټوي چې وجود ورته کلکه اړتیا لري، لکه څرنګه چې اوبو ته اړتیا لري.
تر ټولو چټك غذايي مواد چې ژر هضم كيږي او د بدن حجرو ته انرژي توليدوي، هغه خواږه مواد دي، په تیره بیا (ګلوکوزاو سکروز) ځکه جسم یې سم د واره ځانته جذبوي، په څو شیبو کې یې ګټه وجود ته رسیږي، په ځانګړې توګه کله چې معده او کلمې خالي وي.
كه چيرې غواړى په روژه كې د دغو دوو حالتونو(کمزوري او تندې)  د له منځه وړلو لپاره چټك اقدام وكړى، نو ته به د پاک نبي صلی الله علیه وسلم د غوره سنتو څخه بله سپیڅلې لاره به پیدا نکړې، روژه ماتول په هغو خرماوو سره چې د خوږو سره سره د اوبو نه هم ډکي دي، په ریښتینې توګه د معدې، کلمو او وجود لپاره ډیر په زړه پورې او مناسب خواړه بلل کیږي.

د خرما كيمياوي جوړښت

کمیاوي او بیولوژیکي تحلیلونو دا ښکاره کړې چې د وچې خرما د خوړو وړ برخه د ۸۵- ۸۷ ٪  پورې د خرما ټول وزن جوړوي، چې ۲۰- ۲۴ ٪  پورې یې اوبه دي، ۷۰- ۷۵ ٪ پورې یې خواږه مواد دي، ۲- ۳ ٪ پورې یې پروټین دي، ۸.۵ ٪  الیاف یا فایبر پکې موجود دي.
همدارنګه علمي تحلیلونه وايي چې د لمدې خرما د ۶۵ ـ ۷۰ ٪ برخې، د ټول وزن اوبه تشکیلوي، د ۲۴- ۵۸ ٪ پورې خواږه مواد پکې موجود دي، ۲ـ ۲.۱ ٪ پورې پکې پروتین دي، ۵،۲ ٪ الیاف یا فایبر پکې موجود دي.
د كيمياوي څيړنو په پايله كې ښكاره شوې چې د خرما خوړل لاندې ګټې لري چې ډاکټر احمد عبد الرؤوف هشام او ډاکټر احمد الشحات یې په اړه څرګندونې کوې.

1.    په وچه یا لمده خرما سره روژه ماتول، د روژتي جسم ته پیاوړتیا وربښي،

2.    په لوړه کچه خواږه مواد ورکوي، چې په ډیره چټکۍ سره یې کمي پوره کیږي

3.    هڅه او هاند یې زیاتوي.
4.    خالي معده او کلمې په آسانۍ سره دغه نرم او خواږه مواد هضمولاى شي.
5.    د وچو او لمدو خرماوو خوړل په نرم حالت سره د هاضمې جهاز ته چټکتیا ورکوي، چې په ډیره کمه موده کې د وینې جریان تیزوي.
6.    اوبلنه خرما تر ډیره د جسم مایعات زیاتوي، چې روژتۍ له ډیرو زیاتو څښلو څخه ژغوري.
ليكنه:دکتور حسان شمسي باشا
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب