صبر څه شی دی؟

د صبر مفهوم:

صبر د لفظ په لحاظ کوچنی دی، خو په معنوي لحاظ خورا دروند مفهوم په ځان کې رانغاړي، ځکه انساني نفس ډیری بي ځایه غوښتني لري، صبر دی چې انسان نه پریږدي تر څو دغه خواهشات پوره کړي.

صبر لغت کې بندول او په اصطلاح کې: په مينه او دوامداره شکل د نيکيو کول، له بديو منع کيدل او د تکليف په وخت له جزو پزو ځان ساتلو ته وايي. له تعريفه څرګنده شوه چې صبر په درې قسمه دی:

۱ـ د نيکيو په کولو صبر: دا پدې معنی دی چې د الله تعالی له لوري په بنده کوم احکام لازمي شوي وی، هغه په ورین تندي ومني او تل یې عملي کړي.

۲ـ له بديو څخه د ځان ساتلو صبر: د اهغه صبر دی چي کله نفس ګناه او بدیو ته میلان وکړي، اسباب ورته برابر وي خو بیا هم د هغې مخالفت وشي.

۳- په کړاوونو صبر: د الله تعالی لخوا په راغلیو ستونزو له صبر څخه عبارت دی، ددې صبر معنی داده چې مخلوق ته خپل شکایت ونه شي، ناروا الفاظ له خولې ونه ویستل شي…

د صبر بيلګه شخصيتونه:

ټولو پيغمبرانو د الله تعالی درضا په خاطر صبر کړی دی، خو لدې جملې ځينو ته يې اولو العزم ويل شوی: نوح، ابراهيم، موسی، عيسی او محمد صلوات الله وسلامه عليهم د قوي عزم پيغمبران دي.

زموږ ګران پيغمبر د الله په لار کې له ډيرو تکليفونو سره مخ شو، د ابوجهل په شان سترو فرعونيانو يې مخالفت وکړ، هغه او دهغه مبارک ملګري يې تکليف کړل، خو بيا هم هغوي صبر وکړ او د خپل حق دريځ څخه وانه اوښتل.

ياسر، عمار، او سميه رضي الله عنهم د يوی کورنۍ هغه لومړني مسلمانان وه، چي د مکې مشرکينو به خپلې غصې پري سړولي، خو بيا هم هغوي صبر وکړ او په دنيا کې ورته وويل شول: اي د ياسر کورنۍ، صبر کوئ، ځکه ستاسې ځای جنت دی.

ابراهيم عليه السلام د الهي دعوت په لار کې ډيری سختې وګاللي، تر دې چې په اور کې واچول شو، خو پايله کي يی د خليل الله لقب وګاټه.

نوح عليه السلام نهه نيم سوه کاله دعوت او په دعوت کې شته ستونزي په ځان تيری کړی، په پاای کی يې بريا ويوړه.

موسی عليه السلام د فرعونيانو په اذيت او عيسی عليه السلام د بني اسرائيلو په تکليفونو صبر وکړ، چې په پايله کې همغوي کامياب او دښمنان يې د هميش لپاره ناکام شول.

د صبر ګټې:

په لنډ شکل غواړو، چې د صبر ځيني ګټې ستاسو مخې ته کيږدو:
۱ـ صبر د نجات، خلاصون، راحت او پرمختګ کيلې ده.
۲ـ څوک چې صبر کوي خلک ورسره مينه کوي.
۳ـ صبر کوونکو ته الله تعالی د خوښۍ او نعمتونو زيری ورکړی.
۴ـ صبر کوونکو سره الله تعالی د مرستې او همکارۍ اعلان کړی دی.
۵ـ د صبر کوونکو لپاره بې حسابه اجر دی.
۶ـ صبر د ايمان په قوت او کمال دلالت کوي.
۷ـ په زړه کې د هدايت او نور د پيداکيدو سبب ګرځي.
۸ـ په صبر کوونکو د الله رحمتونه او برکتونه نازليږي.
۹ـ صبر ددې علامه ده چې دغه انسان به له دنيا مسلمان ځي او پای به يې ښه وی.
۱۰ـ د قيامت په ورځ د لويی ويري څخه بچ کيږي.
۱۱ـ د اور نه د بچ کيدو او د جنت د ګټو سبب دی.
۱۲ـ د الله تعالی د ميني د لاسته راوړو وسيله ده.
۱۳ـ صابرینو ته به په جنت کې خصوصي سلام کیږی…

صبر څنګه لاسته راوړو؟

یو کس له ځان سره خپل بد عمله غلام ساتلي وو، چا ترې د ناړامه غلام ساتلو علت وپوښت، هغه ورته وویل: دا ددې لپاره ، چې ځان په صبر عادت کړم.

صبر لاسته راوړل ستره نیکمرغي ده، دلته به ځیني هغه لارې چې علماء کرامو د صبر د لاسته راوړلو په خاطر ښودلي، تاسو ولولئ:

۱ـ په تدبر او فکر سره د قرانکريم تلاوت.
۲ـ په هر حالت کې له الله تعالی مرسته غوښتل.
۳ـ په صبر سره د نيکی بدلې تمه لرل، چې الله به لدې غوره څه راکړي.
۴ـ پدې ځان پوهول چې ددنيا تريخوالې د اخرت خوږوالې دی.
۵ـ له ځان څخه غټ مصيبت ځپلي کتل او له هغوي عبرت اخيستل.
۶-پدې شکر ويستل چي دا مصيبت مې په دين کې نه دی او ښه ده چې لدې غټ ڼه دی:
عمر فاروق رضي الله عنه فرمايي: ماته چې کوم مصیبت ورسیږی، نو درې نعمتونه پکې وینم، اول دا چې: دا مې په دین کې نه دی. دویم: لدې ستر مصیبتونه هم شته، ښه ده چې هغه راباندې نه دي راغلي. دریم: د اجر او ثواب هیله یې لرم.
۷ـ دا بايد له ياده ونه باسو، چې څه په تقدير کې وي، هغه نه بدليږي.
۸ـ له نيکو او صبرناکو ملګرو سره ملګرتيا ساتل.
۹ـ د خپل غم او الهي نعمتونو مقايسه کول:

دا پدې معنی چې انسان بايد لومړی هغو نعمتونو ته چې الله تعالی پرې لورولي وي، وګوري او بيا خپل مصيبت ته، نو پوه به شي چي دده غم د نورو نعمتونو په وړاندې په نشت شمار دی او لدې لارې به يې زړه ته سکون حاصل شي…

درنو لوستونکو!
تاسو ته څرګنده شوه چې صبر د اسلام په سپيڅلی دين کي څومره فضيلت او اهميت لري، الله تعالی دې وکړي چې موږ په صبر کولو توان ومومو او په عملي ژوند کې مو د صبر وړانګې وځليږي. امين

د النور جریدې څخه /اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب