غير اختصاصي دفاع؛ پوست، مخاطي غشا او وينې سپينې حجرې

غير اختصاصي دفاع

د مېکروبونو په مقابل کې د بدن د پوستکي په واسطه دفاع يوه غيراختصاصي دفاع ده. غيراختصاصي دفاع دا معنا لري چې د دفاع موخه د ځانګړي مېکروب په مقابل کې نه ده بلکې د مېکروبونو د ټولو ډولونو او خطرونو په مقابل کې يو ډول دفاع ده. د غيراختصاصي دفاع لومړنی پړاو پوستکی او مخاطي غشا ده چې بدن ته د مېکروبونو له داخلېدو څخه مخنيوی کوي.

دلته يې په مفصل ډول لولو:

پوستکی (Skin)

 پوستکی د مېکروبونو په مقابل کې د دفاعي سېستم لومړنۍ غيراختصاي دفاع ده، چې د کيمياوي وسلو په وسيله سمبال شوی دی. غوړ او خوله )عرق(چې له پوستکي څخه څڅول کېږي)، د پوستکي مخ تېزابي کوي چې د مېکروبونو د زياترو نوعو د ودې مخنيوی کوي. خوله (عرق) د لېزوزايم (Lysozyme) انزايم لري چې د بکتريا د حجرې دېوال تخريبوي.

له بله پلوه پوستکی د څو طبقو هوارو حجرو څخه جوړ دی چې د بدن بهرنۍ سطحه يې پوښلې ده او د مېکروبونو په مقابل کې د بدن ډېره ښه ساتنه کوي. څرنګه چې د پوستکي بهرنۍ برخه زياتره له مړو حجرو څخه جوړه ده، په نتيجه کې زياتره پاتوجنونه د ژونديو حجرو د پيداکولو لپاره، چې پر ناروغۍ يې اخته کړي، د ستونزو سره مخامخ کېږي.

همدارنګه د پوستکي ځوانې او نوې توليد شوې حجرې د مړو حجرو ځای نيسي چې ددې مړو حجرو په جلاکېدو سره ډېر مېکروبونه د بدن له سطحې څخه لرې کېږي.

که چېرې د بدن د پوستکي کومه برخه غوڅه شي زيات شمېر مېکروبونه بدن ته ننوځي. په دې وخت کې يې بدن هم په مقابل کې عمل کوي. وينه په غوڅ شوي ځای کې خټه (پړن) کېږي او بدن ته د مېکروبونو د داخلېدو مخه نيسي. ټپ او د بدن توږل شوی ځای بايد د پاک او تعقيم شوي بنداژ يا ټوټې په واسطه وتړل شي ترڅو د مېکروبونو د داخلېدو مخنيوی وکړي. په ټپ باندې د خاورو، نسوارو او ايرو اچول ډېر خطرناک وي، ځکه ډېر مېکروبونه لري.

مخاطي غشاء

زياتره بکتريا، چې غواړي د خولې او سترګو له لارې بدن ته ننوځي، د خاصو انزايمونو په واسطه له منځه ځي. همدارنګه د هاضمې، تنفسي، تناسلي او اطراحي سېستمونو داخلي سطحه د مخاطي غشاء په واسطه پوښل شوي دي. مخاطي غشا د Mucus په نوم مخاط ترشح کوي چې دغه مخاط لزجي او چسپناکه وي، انزايمونه هم لري، بکتريا ورپورې نښلي او له منځه ځي. د بېلګې په توګه: هغه مېکروبونه چې کېدای شي د پزې له لارې کومي ته ننوځي. د مخاط مايع ورڅخه چاپېره کېږي او معدې ته وړل کېږي چې هلته د معدې د تېزابو او انزايمونو په واسطه له منځه ځي. د تنفس مجرا يو ډول سيليا )باڼه( لري چې تل په حرکت کې وي او د فلتر پهډولعملکويچپهسږوکدبلغمپهشکلدجمع شوي مايعاتو په ويستلو کې رول لري.

پوستکی او مخاطي غشاء بدن ته د مېکروبونو د ننوتلو مخنيوی کوي، کله چې مېکروب بدن ته ننوځي څلور ډوله غيراختصاصي دفاعي عکس العملونه صورت نيسي چې عبارت دي له: د زخم د ساحې پړسېدل، د تودوخې د درجې لوړوالی، د ځانګړو پروټينونو منځته راتلل او د سپينو حجرو د شمېر زياتوالی.

د ټپ په ځای کې پړسوب

کله چې ستاسو د بدن کوم ځای غوڅ يا وتوږل شي هغه ځای سور کېږي او خارښت کوي، په حقيقت کې د ټپ ځای بدن ته د مېکروبونو د داخلېدو يوه لار ده زخمي حجرې يوه ځانګړې کيمياوي ماده څ(وي چې يو يې هستامين (Histamine) دی.

هستامين د ټپ په ځای کې د وينې د جريان د زياتوالي لامل کېږي. په نتيجه کې زياتې سپينې حجرې ساحې ته ځي او له مېکروبونو سره جنګېږي. له همدې کبله د ټپ په ځای کې سوروالی، سوی (سوزش) او د خوږ احساس کېږي.

د زوې يا Pus په نوم ژيړ رنګه مايع په ټپ کې منځته راځي. زوې د مړو سپينو حجرو يا د مرګ په حال کې حجرو او د تخريب شوو حجرو له پاتې شونو د مېکروبونو سره له يوځای مخلوط څخه عبارت دی.

د تودوخې درجه

أيا کله موتبه کېې ده؟ کله چې د يو ناروغ بدن د مېکروبونو په مقابل کې مبارزه کوي،دبدندتودوخې درجه یې له عادي  حد (37 C) څخه لوړیږي، دا حالت د تبې په نامه يادیږي. په حقيقت کې ماکروفاژونه (د وينې يو ډول سپين کرويات دي) له مېکروبونو سره د مخامخ کېدو په وخت کې کيمياوي مواد ترشح کوي.

دغه مواد د انسان په مغزو تاثيرکوي او په نتيجه کې د بدن د تودوخې درجه پورته بيايي. تبه په حقيقت کې په بدن کې د مېکروبونو شتون راښايي او د بکتريا د ودې په مخنيوي کې ښه مرسته کوي، ځکه چې زياتره بکتريا په لوړه تودوخه کې فعاليت نشي کولی.

پروټيني عکس العملونه

په وينه کې په طبيعي ډول ځينې پروټينونه شته چې د مېکروبونو په وړاندې مبارزه کوي، د بېلګې په توګه: د اِنټرفېرن )Interferon( په نامه يوډول پروټين له هغو حجرو څخه چې ويروس تر حملې لاندې نيولي وي، ترشح کېږي. اِنټرفېرن ددې لامل کېږي چې نورې حجرې د ويروسونو له ننوتلو څخه خبرې کېي او د ويروسونو پرضد خاص ډول انزايم جوړ کېي.

د وينې سپينې حجرې (White Blood Cells)

 د وينې سپينې حجرې د بدن دفاعي او جنګي ځواک شمېرل کېږي. دا حجرې د بدن په ټولو برخو کې حرکت کوي او له پاتوجنونو سره جنګېږي. نوتروفيلونه، ماکروفاژونه او لمفوسايتونه د وينې د سپينو حجرو ډولونه دي چې هر يو يې په خپلو ځانګېو طريقو مېکروبونو سره مقابله کوي.د وينې سپينې حجرې د هډوکو په مغزو کې جوړیږي د وينې جريان او لمفاتيک سېستم ته ننوځي.

چې هر يويې په لاندې ډول مطالعه کوو.

الفګ نوتروفيل (Neutrophil): دا د وينې د سپينو حجرو له جملې څخه تر ټولو زياتې حجرې دي او اندازه يې تقريباً د سرو حجرو دوه چنده ده. نوتروفيلونه د بدن ساتونکي دي. کله چې د بدن يوه برخه ټپي شي نوترفيلونه لومېنۍ حجرې دي چې د ټپ ځای ته رسېږي او په هغه ساحه کې مېکروبونه خوري او د مېکروبونو د خپريدو مخنيوی کوي. مېکروبونه د نوتروفيلونو په دننه کې له منځه ځي چې بيا نوتروفيلونه هم له منځه ځي.

بګ ماکروفاژونه (Macrophages): ماکروفاژونه هم د نوتروفيلونو په شان له مېکروبونو څخه د بدن ساتنه کوي. ماکروفاژونه د عفونت ساحې ته د رسېدو په وخت کې ويروسونه او د نوتروفيل مېې حجرې خوري. په حقيقت کې نوتروفيلونه د جګېې په ډګر کې عمل کوي او ماکرفاژونه د جنګ صحنه پاکوي.

جګ لمفوسايټونه يا طبيعي وژونکې حجرې: د اندازې له مخې لمفوسايټونه له نوتروفيلونو څخه وروسته په زيات شمېر او هم د وينې د سپينو کروياتو ډېرې غټې حجرې دي. د لمفوسايټونو دوه ډوله حجرې وجود لري: د T حجرې او د B حجرې. د T حجرې پر مېکروبونو ککېو حجرو باندې حمله کوي. د مېکروب د حجرې غشاء سورۍ کوي او له منځه يې وړي. د B حجرې مېکروبونه په نښه کوي ترڅو ماکروفاژونه هغه وپېژني او لهمنځه يې يوسي.

همدارنګه لمفوسايټونه د سرطاني حجرو په مقابل کې مخکې له دې چې تومور شي د بدن ډېره ښه دفاع ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب