میرمن او خاوند خوشحاله ژوند

یو ځای دوه کورنۍ څنګ په څنګ سره اوسیدلې، په یوه کورنۍ کې به تل شخړې او جګړې وې او په بله هغه کې به خیر او خیرت، خوشالي او خندا وه، د جګړه مارې کورنۍ ښځې یوه ورځ خپل خاوند ته وویل: زموږ هره ورځ پریده پریده او جګړه یې او زموږ ګاونډیان تل خوشاله اوهیڅ جګړه یې په منځ کې نه راځي، راځه هغوی وڅارو چې دوی څه کوي.

ښځې او سړي د ګاونډیانو څارنه پیل کړه، یوه ورځ سړي د ګاونډي د کور څارنه کوله، د ګاونډي ښځې ظرف مینځه، یو څه وخت وروسته پخلنځي ته ولاړه د اوبو بالټۍ یې بیځایه اېښې وه په دې وخت کې یې میړه کورته راغی بالټۍ ته یې پام نه و په پښه یې ووهله او ډیر بد وپروت، ښځه یې ورته راغله او میړه ته یې عذر کاوه چې ګناه زما وه ما بالټۍ بیځایه اېښې وه، خو میړه یې ورته وویل: عذر ته اړتیا نشته ته نه یې ګرمه، ګرم زه یم ما باید سترګې غړولې او احتیاط کړی وی .

ښځې له سړي نه پوښتنه وکړه چې د ګاونډیانو د نیکمرغي راز دي معلوم کړ؟ هغه ځواب ورکړ هو، موږ په هرشي کې رښتیا وایو او موږ پر حقه یو او هغوی په په هرشي کې دروغ وایې .

په کورني ژوند کې د ( ګرم ) پلټنه او معلومول نه دي په کار، دمیړه اوښځې بریالیتوب په دې کې ده چې یوه بل ته بښنه وکړي، دوی دواړه باید دیوه بل کمزوري درک کړي او په ناسمو او کمزوریو اخلاقو کې دیو بل پر کړنو سترګې پټې کړي. ابودرداء رضي الله عنه خپلې میرمنې ته یو وخت وویل: که زه په غوسه شوم ته به ګذاره راسره کوي او که ته په غوسه شوي زه به ګذاره کوم او که داسې ونکړو د ژوند بیړۍ پر مخ نشو بیولی . هر میړه او میرمن که د ژوند داذلاره خپله مړي خوشاله ژوند به یې په برخه وي.

حامد افغان

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب