په بانکونو کې د پیسو د ساتلو او تعامل په اړه شرعي لارښوونه

د سلام او احترام له وړاندې کولو نه وروسته زه د افغانستان په بانکونو کې د پیسو د ایښودلو په اړه یوه پوښتنه لرم !
که یو څوک د افغانستان په دولتي او یا خصوصي بانک کې د پس انداز حساب خلاص کړي او خپلې ځانګړې پیسې د خوندیتوپ په خاطر (نسبت په کور کې یا د سرقت نه د لرې ساتلو) په بانک کې کیږدي، د اسلام له نظره  څه ډول لارښوونه کوئ، ځکه بانکونه فعلا د کلنۍ سلنې پر بنسټ شاید د مشتري پیسې وساتي او د هر کال په پای کي یوه اندازه سلنه یې حساب ته ور اضافه شي چې زه دا سود ګڼم، د حل لاره یې څه ده؟

او ځینې خلک وایي چې خپلې پیسې دې ترې واخله او ګټه یې په محتاجو خلکو وویشه، خو زه پدې اړه شک لرم چې ایا هغه ګټه چې د سود له امله لاسته راغلې وي فقیرانو ته ورکول یې جایز دي که نه؟
د مهربانۍ له مخې په دې اړه کاملا په تفصیلي توګه ځواب راکړئ.

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، أما بعد:
ښاغلي ګران هیوادوال د اصلاح انلاین نټ مسؤلینو متقابل سلامونه هم ومنئ، په ټول احترام سره باید ولیکم چې :
په اصل کې مسلمان باید د خپلو راکړو ورکړو سوداګرۍ او پیر او پلور او د پیسو د ساتنې په احکامو پوه شي څو په حرامو او شبهاتو کې واقع نه شي، ځکه دا غلط فهمي لرې شي چې مسلماني یواځې په لمونځ کولو او مسجد ته په تللو کې نه ده، بلکې پر مسلمان فرض دي چې د احکامو پر پوهیدو برسیره د بدني، مالي، د خپلو ورځنیو راکړو ورکړو اړوند مسایلو احکامو په اړه هم پوه شي ځکه دا خطرناکه دروازه ده چې ډیر خلک یې د حرامو لوري ته کش کړي ځکه باریکیانې یې زیاتې دي.. له دې مخې د دا ډول پوښتنې مطرح کول د ډیرو لخوا د اهمیت وړ وي چې د نورو د لارښوونې لامل کیږي.

اوس ستاسې پوښتنې او ځواب ته راځو:
لومړی: که چیرته اسلامي بانک وجود ولري چې په خپلو ټولو مالي او بانکداري راکړو ورکړو کې او د اسلام د مبین دین د لارښوونو سره سم عمل کوي او له هر ډول سودي تعاملاتو نه ځان ساتي، په دې حالت کې پر مسلمان واجب دي چې خپلې پیسې او شتمني د سودي بانکونو پر ځای په دې بانک کې وساتي، او کولای شي چې جاري حساب خلاص کړي د خپلو ورځنیو مالي تعاملاتو په خاطر او هم د مرابحې، مضاربت، استثمار، تمویل، تکافل او نورو برخو کې برخه ولري چې له یوې خوا خپل مال او شتمني یې نمو او رشد وکړي، او له بل پلوه د دې ډول بانکونو د رشد پیاوړتیا لامل کیږي او له همدارنګه د دې اسلامي بانکونو د غښتلتیا لامل کیږي چې په خپل ذات کې د خیر په کارونو کې همکاري کول دي چې مونږ او تاسې اصلا مأمور یو چې ویې کړو” وتعاونوا على البر والتقوى” ، او په دې تعامل کې ټولې ګټې چې په لاس راځې حلالې او مباح وي.

دوهم: که اسلامي بانک وجود ونلري او مسلمان اړمن نه وي او د پیسو او شتمنۍ له تلف کیدو، ورکیدو، ضایع کیدو او غلا کیدو  نه ویره ونلری نو په دې صورت کې له غیر اسلامي بانکونو سره تعامل ونکړي خپلې پیسې دې په سودي بانک کې نه ږدي، هماغسې چې خپله، د کور سامان، او اولادونه یې زیانمن نشي او د آزار او اذیت سره مخ نشي په نغدو پیسو سره یې هم ورته زیان نه رسیږي، ځکه له سودي بانکونو سره تعامل کول ستره ګناه، او حرام ګڼل کیږي، او هم له هغو کسانو سره همکاري چې عملا د الله تعالی او رسول سره په جنګ کې دي، او د هغوی د پیاوړتیا او سود د خپراوي لامل کیږي چې په یوه ټولنه کې د ظلم او بدۍ دروازه او مدخل دي، او همدا سود هغه خیر او برکت چې په اسلامي ټولنه کې دی له مینځه وړي، الله تعالی مونږ او تاسې له هغو کسانو سره له همکارۍ نه چې د الله حدود تر پښو لاندې منعه کړي یو:” ولا تعاونوا على الإثم والعدوان” .

دریم:که چیرته یې یقين وي چې پیسې یې غلا کیږي، تلف کیږي، بلکې د دې خطر وي چې د همدې پیسو او شتمنۍ له کبله په قتل هم ورسیږي ځکه په هغو مواردو کې چې غله د پیسو څښتنان وژني څو چې هغوی له غلا کولو وروسته په ګوته نکړي، په دې حالت کې جواز لري او مباح دی چې پیسې په بانک کې کیږدي او حساب ولري اګر که سودي بانک هم وی ځکه دا حالت شرعي ضرورت دی، مګر خپلې پیسې دې له تلف کیدو نه د ساتلو او غلا له وېرې په بانک کې کېږدي، نه د سودي بانک سره د راکړې ورکړې په نیت.

او هغه ګټه چې په حساب کې یې جمعه کیږي سود ګڼل کیږي او له هغې نه به هیڅ ډول شخصي استفاده نه کوي او هغه د غاړې د خلاصولو لپاره او د ذمې د برائت په خاطر مسکینانو او فقیرانو ته ورکړل شي او یا دا چې په ټولګټو پروژو کې دې یې ورکړي او مسجد او مدرسې، او د دیني کتابونو او مصاحفو د پیرودلو لپاره دې یې نه مصرفوي.

مونږ اوس خپل حالت ارزوو چې له دې حالاتو څخه کوم یو چې توضیح ورکړل شوه پر تاسې صدق کوي او له دې وروسته د دې لارښوونې په رڼا کې تصمیم ونیسئ.

ليكنه: فضل الله ممتاز
ژباړه: تاج محمد عرفان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب