په روژه کې مو سر درد کوي؟

یو له هغو عامو ناروغیو څخه چې د روژې په میاشت په روژتیانو کې عام وي او هغوي تر روغتونونو رسوي د سر درد دی. د دې لپاره چې د سر درد دغه ډول د لوږې یا تندې له امله رامنځ ته کیږي نو باید په وړاندې يي مقاومت وشي. د دې ډول سر درد څخه مخنیوی لپاره باید خپل خواړه او د خوړو په طریقه کې ځینې بدلونونه راوستل شي. لږ خو ډیر کالوري او انرژي لروونکي خواړه وخورئ.

دلته مو د روژې په میاشت د سر درد له مختلفو ډولونو او د مخنیوی له لارو چارو سره اشنا کوو:

۱- د ځینې روغتیايي کارپوهانو په وینا د سحر لخوا د روژتیانو د سر درد په پیشلمي کې د خوږو موادو استعمالولو له امله رامنځ ته کیږي ځکه چې زیاته اندازه قندي مواد لروونکي خواړه په وینه کې د شته قندي موادو اندازه زیاتوي او د وینې قند بیرته کمولو لپاره بدن انسولین تولیدوي چې دغه انسولین په وینه کې قندي موادو کمولو سره د سر درد لامل ګرځي. د دې ډول سر درد څخه مخنیوی لپاره په وینه کې چټک جذبیدوونکي قندي مواد مواد لکه بوره، چاکلیټ او ځینو نور د پیشلمي پر مهال مه استعمالوئ.

۲- د روژې پر مهال د سر درد یو له لاملونو څخه د چایو لږ څښل دی. د همدې لپاره کوښښ وکړئ د چای ټینګوالی او اندازه د وخت له تیریدو سره لږ کړی تر څو بدن له لږ چای سره عادت شي.

۳- پیشلمی نه کول هم د سر درد یو له عواملو څخه ګڼل کیږي. پیشلمی کول مه هیروئ. هغه کسان چې وايي:« مونږ د شپې ۱۱ یا ۱۲ بجې ډوډۍ خورو ترڅو د پیشلمي اړتیا نه وي.» باید پوه شي پیشلمی نه کول او د ډوډۍ خوړلو دغه مهم وخت له لاسه ورکول د ورځې لخوا د کالوري له لاسه ورکولو لامل ګرځي. دغه کسان حتی د ورځې په پیل کې هم د پاملرنې او تمرکز وړتیا له لاسه ورکوي او درس نه شي ویلی. د پیشملي نه کول مو د سر په شدید درد اخته کولی شي.

۴- د بدن د اوبو کموالی د سر درد تر ټولو ستر لامل ګڼل کیږي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا ۸۰ سلنه د سر درد په انسان کې د اوبو د کموالی له امله رامنځ ته کیږي. د مایعاتو نه مصرفول او د اوبو کم استعمالول په ځانګړی ډول د ګرمۍ په موسم کې انسان د سر په درد اخته کوي او د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي. ځینې میوې لکه هندواڼه، خربوزه، انګور، مڼه او ځینې نور د روژه ماتی او پیشلمی تر منځ موده کې مو د بدن اوبه پوره کولی شي.

۵- د سر درد یو له لاملونو څخه لږ خوب کول هم ګڼل کیږي نو له همدې امله روژتیان باید خپل د ویده کیدو ساعتونه داسې منظم کړي چې په کم خوبۍ اخته نه شي. په دغه برخه کې د غرمې له مونځ څخه یو ساعت وړاندې کې یو ساعت او یا نیم ساعت خوب کول روغتیا لپاره ډیر زیات ګټور دی. په مړه ګیډه له پیشلمي وروسته له کوم ځنډ پرته ویده کیدل مو په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي، په خولې کې د خراب خوند لامل ګرځي او انسان د سر په درد اخته کوي.

د سر درد لپاره ځینې کورني درمل:

۱- که مو د سر درد د پیشلمي نه کولو له امله دی نو روژه مو له تړمو اوبو او خرما سره ماته کړئ او له روژه ماتی وروسته ډوډۍ خوړلو لپاره عجله مه کوئ.

۲- د سر درد ځینې ډولونو لپاره په یو ګیلاس تړمو اوبو کې یوه کاچوغه ګبین او لږه اندازه لیمو زیاته کړئ او دغه مخلوط شوی مشروب شپې له ویده کیدو وړاندې او له پیشلمي وروسته وڅښئ.

۳- که مو سر د وینې کموالي له امله درد کوي نو ګبین له جوشو اوبو سره یو ځای کړئ او د لیمو له زیاتولو پرته يي استعمال کړئ. د دغو ناروغانو لپاره د پیشلمي او روژه ماتی پر مهال یو ګیلاس د انګورو خالص اوبه ډیره زیاته ګټه کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب