په قرآنکريم کې تدبر څه ګټې لري؟!

هره ورځ موږ قرآن کريم وایو، هر سهار او ماښام موږ تلاوت اورو، ولې یوې نقطې ته متوجې نه يو چې هغه تدبر دی، په آيتونو کې فکر کول دي. اوس راځو چې تدبر او فکر په قرآن کريم کې څه ګټې لري.

۱/ په قرآنکريم کې تدبر کول موږ دې ته هڅوي چې له هغه څخه ګټه واخلو، او له آيتونو څخه اغېزمن شو، چېرته چې د جنت او نعمتونو آيتونه راځي نو له الله څخه يې وغواړو او کوم ځای کې چې د جهنم او وعيد يادونه کيږي نو پر بښونکي ذات ترې پناه وغواړو.

پرته له تدبر څخه قرآن کریم لوستل پرته له دې چې په ويونکي باندې اغېزه وکړي کومه ګټه نلري. خو کله چې پکې تدبر وکړو په معنا يې ځان پوه کړو او له هغه سره هماهنګي وښايو نو رښتيا چې له ژبې وروسته زړه ته ننوځي او په زړه کې يو انقلاب راولي او ټول بدن ورڅخه اغېزمن کيږي.
مخکینو نيکانو او علماوو به د تلاوت اورېدلو او ويلو څخه خوند اخيسته، هغه سره به يې هماهنګي ښودله، کله به چې د عذاب آيت راغی نو ژړل به يې او د الله تعالی له عذاب څخه به يې پناه غوښتله، فضيل بن عياض رحمه الله مخکې له دې چې عالم او پرهېزګار شي، يو لوی ډاکو وه، د هغه څخه وېرې لپاره همدومره بس وه چې چا به يې نوم واورېده نو په زړه به يې لړزه راغله. يوه ورځ د يوه کور په يوه ديوال اوښته غوښتل يې چې غلا وکړي، خو د ديوال له ختلو سره سم د قرآن کريم دا آيت يې تر غوږه شو چې الله تعالی فرمايې: ((أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّه)) آيا د ايمان راوړونکو لپاره لا تر اوسه هغه وخت ندی راغلی چې د هغو زړونه د الله له ذکر څخه ويلي شي او د هغه د نازل کړي حق په وړاندی سر ښکته کړي. الحديد ۲۶. فضيل بن عياض رحمه الله چې دا آيت واورېده، نو له ځان سره یې دا خبره تکراروله چې: ای ربه! ولې نه دغه وخت خونږدې شوی. بيا يې له ديوال څخه ټوپ کړ او مسجد حرام ته يې مخه کړه او هلته يې د همیشه اعتکاف نيت وکړ تر دې چې هملته وفات شو.
نو رښتيا چې په يو آيت کې فکر او تدبر کولو د فضيل بن عياض څخه چې يو لوی مجرم وو، يو لوی عالم او پرهېزګار جوړ کړ، نو آيا ته څه فکر کوې چې هغه څوک چې په ټول قرآن کې تدبر او فکر وکړي د هغه ژوند به څومره له تقوا او پرهېزګارۍ څخه ډک وي؟.

۲/ په قرآن کريم کې فکر او تدبر د هغه د پوهې او تفسير يوه ښه لاره ده، په ژوند کې انسان له مختلفو ستونزو سره مخ کيږي نو پکار ده چې د هغه حل لپاره قران کريم ته رجوع وکړي، هغه کې فکر او تدبر وکړي، له عالم سره کښيني او په معنا يې ځان وپوهوي، تر څو د دې ستونزې پرې حل شي. قران کريم يواځې د تاخچې او يواځې تلاوت کتاب ندی، بلکې الله تعالی د دې لپاره رالېږلی چې فکر او تدبر پکې وکړو، قرآن کې د مسلمان ژوند پروت دی، د هغه د لارښوونې او هدايت لاره پکې پرته ده. قرآن کريم باندې حق او باطل معلوميږي نو ځکه يې يو نوم فرقان هم دی.

۳/ د قرآن کريم په تدبر سره موږ کولای شو چې موږ په خپل دين باندې په سمه توګه عمل وکړو، او پرته له دې څخه عمل ناشونی دی، او هغه خلک چې په دې کې فکر او تدبر نه کوي نو په ورځني ژوند کې يې د دين له ډېرو اصولو څخه وروسته پاتې شوی.
الله دی موږ ته په قرآن کريم کې د فکر او تدبر توفیق راکړي، او د همدې تدبر سره دی د مسلمانانو په زړونو کې يو انقلاب او اغېزه راولي، موږ چې کله په قرآن کريم کې تدبر کاوه، په هغه مو عمل کاوه نو ځکه مو عزت، شان او شوکت درلود، خو کله مو چې له قرآن کريم څخه لاس واخيست نو الله را باندې کافران مسلط کړل.

your ads

عماد الدین سعید

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب