په پښتو ژبه کې ځینې سمې او ناسمې جوړې شوي ګړي

ځیني جوړي سوي «وییکي» دژبي ښکلا (aesthetics) له مخي،د پښوئې (Grammatik)له لحاظه د مانا او«ادب»له مخي سمي ګړي دي. له دغه لامله په پښتوژبه کي ئې خپل ځای نيولی. له دغوګړو نه یوڅوئې دلته لیکو لکه:
لامل = سبب، علت،موجب
آند = فکر،اندېښه،تصور
واند = خیال، ذهن
تګلار = طریقه،خط مشي،برنامه،متود(method)
غبرګون = عکس العمل
پاڅون = قیام، حرکت
تېرپېښه یاپېښلیک = تاریخ،واقعه
نیاوه = انصاف ،عدالت
رسنۍ = مېډیا (media)
منځپانګه = محتوا
لمنلیک = متن
ګړدود = لهجه
ګړنۍ = ګفتار،اظهار
ګړه یاوییکه = کلمه
ویینه = جمله اودغسي نور ډېر.

خوبیاځیني نوري جوړي سوي ګړي یاوییکي سته چي سمه مانا نه ورکوي اویا د ګړي منځپانګه ئې داصلي مطلب سره سرنه خوري.
دغه وییکي نه یوازي ماغندلي بلکي نورو لیکوالانو هم پخپل ویینلیکونوکي غندلي،داځکه چي ناخبره ژورنالیستان ئې په خپلو لیکنوکي په پټوسترګو کاروي.غیري پښتانه پوهان هم دالیکني لولي او وایي به: داڅرنګه پښتوئې لیکلې.لکه چي دا نوې پښتو ده اومنلډي به په پښتو ژبه وهي. او پښتانه چي بیا دغه ناسمه لیکنه لولي او په پوهیږي،چي داڅومره غلطه لیکنه ده؛ نو ډېرپه خوږیږي او خوابدي کیږي.
نوراسۍ چي داناسم تیاوي په ګډه سمي کړو او وې منو،چي واقعا دغه ګړه یاوییکه ناسمه ده. یوه ناسمه ګړه (سلنه) ده، دغه توری ناخبره ژونالیستان د(في صدی) پرځای پکار وړي. دغه توری ګردسره دپښتوپه قاموس کي نسته، داځکه چي شمېره یاني عدد نه دی.
دپښتو«ژبښود»درې ډوله عددونه پېژني اصلي یامطلق عددونه لکه: یو؛ دوه؛ درې، څلور، پنځه، لس،شل،دېرش،څلوېښت … سل،دوسوه… تر پايه.

ترتیبي یاوصفي عددونه چي درجه یارتبه ښه یي لکه: دوېم؛ درېم؛ څلورم،پنڅم دانرینه دي اوښځینه ئې دعدد په پای کي «مه» لري لکه: دوېمه؛ درېمه؛ څلورمه؛ پنځمه؛ شلمه؛ دېرشمه؛ څلوښتمه … سلمه؛ دوه سوه یمه؛ څلورسوه یمه اودغسي نور.
اودرېم ئې کسري یاني مات عددون دي لکه: درېمه برخه(۳/۱)؛ شلمه برخه(۲۰/۱)؛سلمه برخه(۱۰۰/۱) اودغسي نور.ودغه ماتوشمېروته [یوپردرېمه؛یوپرشیلمه اویوپرسلمه] هم وایي.
تاسوئې دلته ګورۍ د(سلن یاسلنه) توری نه راځي. دسلو جمع: سلهاوو،سوونه دي لکه: په سلهاوو انسانان ترسترګه کېدل. یا په سووخلک راغلي وه.
که په «في صدئ» سره وه وایو: دی سل په سلوکي بریالی دئ. [۲ په سلوکي] په پاړسي: [۲ درصدیا ۲في صد] په انګلیسي: [2 per cent ]په جرمني: [ 2 Prozent].دلته ليدل کیږي، چي ټوله (په سلو) کي وایي. (سلن یاسلنه) نسته. په پښتوادب کي اولهجو کي دغه توری دعددپه ډول نسته؛ نوزموږ ناخبره ژورنالستان ئې ولي کاروي. حال داچي موږ ښه ګړه یاوییکه ورته لرو یاني (په سلوکي).دساري په توګه: (په سلوکې ۱۰)ده تاوان کړی. دغه ویینه څه تاوان لري؟ دغه ویینه «سوچه» پښتو ده.په لوی لاس په پوه سره پښتو خراپه وۍ؟
بله وییکه [غونډله] ده؟ دغه دعربي کلمې څخه ژباړه سوې. (جمله) مانا:ټوله؛ګرده اوغونډ ده. خودلته ئې مفغنه کړې دغونډ پرځای ئې (غونډله)جوړه کړې.
خوبیاعربو دغه کلمه په ګرامر کي هم په کاروړې ده،چي څو وییکي سره یوځای راسي اويو پوهنیز مفهموم جوړکي؛نوجمله ورته وایي. دغه جمله بیازموږ ژبپوهانو «غونډله» ځیني جوړه کړې.
د(غونډ) اصطلاح څوماناوي لري. یوه مانائې دعسکرۍلمخه ده: (غونډ) د«سرتېرو»شمېرده، چي «دلګې» ده «ټولې» ده بیا«غونډ» او«کنډک»دی. د(غونډ)شمېر تر [دلګۍ اوټولۍ] ډېردی. د (غونډ)بله ماناده: ټول ،ګرده،له یوه سره اویوځای. بولګه: غونډراغلي وه. غونډ څوسوه؟ اوداسي نور. (غونډ) «ګردی وردی» ته هم وایي. «داڅرنګه غونډمخ ئې دی». (غونډک) اویا (غونډل) یوډول د (غڼي)«جولاګی»دزهرلرونکي کورنۍ څخه یوه حشره ده،چي نرینه ته ئې (غونډل) اوښځینه ته ئې (غونډله) وائې. خو«نیولوجستانو» جمله «غونډله» ماناکړې؟

خو موږ وجملې ته «ویینه یاخبره» لرو؛نو (غونډلي)ته څه اړتیاده؟ ناسمه ګړه پرناسم ځای په کاروړل؛ دا خو دپښتو د خوږې ژبي سره جفاده.
دغه دواړي وییکي دپښتوژبي په ګړدود کي نه دي اورېدل سوې اونه هم په دغه مانا په کار وړل سوي دي.خدای«تع»دي وکړي،چي داناخبره ژورنالستان په دې پوسي سمه لیکنه وکړي! بله ناسمه لینکه د(live) مانا د«اېرانیانو»څخه اخستوې وییکه ده: ایرانیانو (live) ژباړلی «زنده» حال داچي د(live)اصطلاح څوماناوي لري،چي یوه مانائې ده ژوندی،بله مانائې ده اوسېده بله ئې ده په نېغه یاني مستقیم او بله مانا ئې ده اصلي آري.
ددغي ګړي یاني «لَیّف» لپاره المانانو یوڅو موده مستقیم (direkt)په کار وی په پای کي ئې پخپله دغه انګلیسي اصطلاح یاني (live) په کارواچاوه. عربان یاني مصریان د «لیَف» داصطلاح لپاره «عاجل» په کاروړي.
موږولي دایران ژباړه واخلوحال داچي موږ کولاسو چي ورته [روانه ـــ دمګړی ـــ سم اوس ـــ په نېغه او اوس ګړی] وه وایو. داجوړي سوي وییکي نه دي بلکي زموږ په ژبه کي پرتي خبري دي. هره یوه وییکه چي له دغو څخه په کار واچول سي تر «ژوندي» ښه دي.

اخځونه
۱ــ ویکیپېدیا
۲ــ پښتوګرامر (جزءاول) پوهان صدیق الله «رښتین» ۱۷۸م مخ
۳ــ دستورزبان فارسی تالیف: عبدالعظیم قریب ۱۴۱تر۱۵۴م مخونه
۴ــ پښتوالماني قاموس محمدولي اڅکزی

محمدسرور وکیلي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب